Posts | Comments | E-mail /

په خوست ولایت کې د حکومتدارۍ دسکتورپه جلسه کې ديوشمير ادارو په کړنو او ستونزو بحث وشو

Posted by on Jan 31st, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست ښار (واکمن):- د سلواغې دمياشتې په ١٢نېټه دخوست ولايت مقام دغونډو په تالار کې دحکومتدارۍ ،قانون دحاکميت اوبشري حقوقو دسکتور جلسه جوړه شوه ،دغه جلسه چې دولايت مقام داداري اومالي رئيس ښاغلي الحاج ظاهرطوطاخيل ترمشرۍ لاندې جوړه شوې وه ،دياد سکتور دغړو ادارو مسوولينو او ديوناما دحکومتدارۍ دبرخې مسوول په کې برخه اخيستې وه.

جلسه دپاک قران دمبارکو ايتونوپه تلاوت سره پيل شوه ،ورپسې دولايت مقام مالي اواداري رئيس ښاغلي ظاهر طوطاخيل داجنډا مطابق دحکومتدارۍ دسکتور دپياوړتيا پراهميت اودياد سکتور دتقويې په وړاندې دپرتو خنډونوپه تړاو خبرې وکړي ،نوموړي وويل چې دحکومتدارۍ سکتور دښې حکومتدارۍ دپياوړتيا ،سالمې ادارې دمنځته راتګ او ولس ته داساسي خدمتونو دوړاندې کولو ترټولو مخکښ سکتوربلل کيږي اوپه دغه سکتور کې ټولې ادارې ددې مسووليت لري چې خپلې ورسپارل شوې دندې په سمه توګه سرته ورسوي اودخپلو کړنوپه تړاو  يادې جلسې ته ګزارش وړاندې کړي،دولايت مقام اداري اومالي رئيس ښاغلي ظاهرطوطاخيل داهم وويل چې ددغه سکتورټولې غړې ادارې بايد په ډيره هماهنګى سره کاروکړي ترڅو په مشترکه توګه دهغه خنډونو مخه ونيول شي چې دښې حکومتدارۍ په وړاندې خنډونه راپيدا کوي.

ورپسې دولايت مقام ددفتر رئيس ښاغلي محمدزمان عادل په خوست ولايت کې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دجمهور رئيس د٤٥ګڼه فرمان داحکامو دتطبيق په اړه خبرې وکړي ،نوموړي وويل چې د٤٥ګڼه فرمان داحکاموتطبيق په واقعيت کې دښې حکومتدارۍ دتقويې ،اداري فساد دمخنيوي او ولسونوته دغوره خدمتونو دوړاندې کولو ترټولو اساسي لاره ده چې ټولې ادارې بايد دفرمان له احکامو سره سم هره مياشت خپلې دندې په ښه توګه سرته ورسوي اوپه خپل وخت  ولايت مقام اوخپلو لوړو اداروته ګزارش وړاندې کړي،دولايت مقام ددفتررئيس ديوشميرهغه ادارو نومونه هم په ګوته کړل  چې تردې مهاله يې خپل ګزارشونه په خپل وخت ولايت مقام ته نه دي وړاندي کړي اوکه وړاندې کړي يې هم دي زياتې ستونزې اونيمګړتياوې په کې موجودې دي.

ددفتر رئيس محمدزمان عادل زياتوله که چيرې هره اداره په دې برخه کې غفلت وکړي له قانون چلند سره به مخامخ شي او داجراءتوپه تړاو به يې مرکزته راپور وليږل شي.

په خوست ولايت کې دملکي خدمتونو اواداري اصلاحاتو دامريت ولايتي امر محمد هارون مجاهد بيا دولايت په کچه دتشکيل ،استخدام اونويوپلانونوپه تړاو خپل ګزارش وړاندې کړ،نوموړي وويل چې اوس مهال دټول ولايت په کچه دملکي مامورينو تشکيل ١٧١٦تنوته رسيږي چې ١٢٠٩بستونه ډک او ٥٢٢بستونه  يې خالي دي چې ياد پوستونه ازادۍ سيالۍ ته وړاندې شوي.

همداشان هارون مجاهد زياتوله چې دخوست ولايت په کچه دښوونکو شميره ٤١٤٣تنوته رسيږي چې يواځې ٦٣کمبود بستونه لري  او دخدماتي کارکوونکو تشکيل ١٦٢١تنوته رسيږي چې ١٥١بستونه يې کمبود دي ،دده په خبره چې دروان ١٣٩١لمريزکال په حوت مياشتې کې دملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو دخپلواک کميسيون له نوې تګ لارې سره سم دملي کانکور ازموينه اخيستل کيږي چې له دې لارې به ټول خالي بستونه ډک شي.

محمدهارون مجاهد ددې يادونه هم وکړه چې دټول ولايت په کچه يې دبشري سرچينو يوه شبکه هم جوړه کړې ده اوددې ترڅنګ يې دوړتياوو دلوړاوي په خاطر داداري ،مديريت ،راپورو ليکنې اومحاسبې په برخه کې زيات کورسونه په لاره اچولې دي ،مجاهد په خپلو څرګندونو کې داهم وويل چې دولايت مقام په لارښوونه او ښې حکومتدارۍ دکړنوپربنسټ دولاړې بودجې څخه يې د١٠٤کسانو لپاره په بېلابېلو برخو کې دظرفيت لوړونې يو مهم کورس هم جوړ کړى دى.

دمرکزي محبس نماينده هم په خپل وارسره خبرې وکړي ،نوموړي دمحبس دامريت دکړنو ګزارش وړاندې کړ په خپل ګزارش  کې يې ددې يادونه وکړه چې دحکومتدارۍ دسکتور   دجلسې دپريکړې په اساس دې دهغه ٨کسانوبنديانو لپاره چې دامهال په مرکزي محبس کې په نامعلوم برخليک کې وخت تيروي  يوه اساسي پريکړه وشي ،په يادې موضوع بحث وشو تربحث وروسته پريکړه وشوه چې ياده موضوع بايد تصويب اوپه عاجله توکه دې عدلي اوقضايي ارګانونوته وليږل شي ترڅو ياد ارګانونه په دې برخه کې لازم اجراءت وکړي.

نورو مسوولينو هم په خپل وارسره خبرې وکړې اودخپلو ادارو  مسووليتونو ،کړنو ،وړانديزونو اوستونزوپه تړاويې لازم معلومات وړاندې کړل ،دحکومتدارۍ په دغه جلسې کې پريکړه وشوه چې په يوشمير موضوعاتو بايد په اداري اومياشتنۍ پرمختيايي جلسې کې خبرې وشي اوبيايې دې په اړه لازم اقدام ترسره شي.

واکمن

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • خروج نیروهای پولندی قبل از پایان ماموریت نظامی آنها
    • امریکا آمادهٔ پذیرش یک رئیس جمهور زن است:- میشل اوباما
    • کشته و زخمی شدن ۱۰ نفر در نتیجهٔ انفجار ماین کنار سرک در ولسوالی مارجه ولایت هلمند
    • ولسوال نام نهاد طالبان برای ولسوالی بغلان مرکزی کشته شد
    • سازمان امنیت ملی امریکا پروگرام های نظارتی خود را قانونی اعلام کرد
    • آغاز تمرینات نظامی تحت عنوان رفاقت نظامی ۲۰۱۳
    • نیروهای کودتاچی مصر مسجد فتح قاهره را تحت محاصرهٔ خود در آورده اند
    • طالبان ۱۰ تن از کارکنان یک شرکت سرک سازی را در ولایت هرات گلوله باران کردند
    • باز داشت ۱۰۰۰ تن از هواداران اخوان المسلمین در مصر
    • تعداد از مشاورین امریکایی برای مهار تهدید روز افزون القاعده در عراق مستقر می شوند: وزیر خارجه این کشور