Posts | Comments | E-mail /

نن د بهرنيو چارو وزير پاکستان ته سفر کوی

Posted by on Nov 30th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل : د رارسیدلو خبرونو پر  اساس  د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول په يوه رسمي سفر  نن پاکستان ته سفر کوی.

 په کابل کې د پاکستان سفارت د مطبوعاتي دفتر اعلامیه وایی، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول له يوه لوړ پوړي پلاوي سره سبا اسلام اباد ته ځي.

 سرچينې زياته کړې، چې نوموړي ته د دغه سفر بلنه د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر ورکړې ده.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سفر پر مهال به ډاکتر زلمى رسول له پاکستاني مشرانو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړوند موضوعاتو خبرې وکړي.

 د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر هم اسلام اباد ته د ډاکتر زلمي رسول سفر تاييد کړى دى.

 د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې پاکستان ته ځي، چې د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني هم له يوه لوړ پوړي پلاوي سره شاوخوا دوه اونۍ مخکې اسلام اباد ته تللى و او له پاکستاني چارواکو سره يې د سولې پر پروسې خبرې اترې کړې وې.

 د دغه سفر پر مهال پاکستاني چارواکو د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره د منځنۍ کچې ٩ تنه طالب بنديان خوشې کړل.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی طی یک تماس تیلفونی عید سعید فطر را به رئیس جمهور ترکیه تبریک گفت
    • کنسرت عیدی در شهر کابل از طرف اعضای شورای علمای افغانستان متوقف شد
    • مسکو حاضر است در تامین امنیت افغانستان کمک کند: وزیر دفاع روسیه
    • رئیس جمهور حامد کرزی با جورج دبلیو بوش صحبت تیلفونی کرد
    • نگرانی چین در مورد قتل اتباع این کشور در شهر کابل
    • سفارت خانه های امریکا مجددا به فعالیت آغاز خواهند کرد
    • بدون شرح
    • د ګران افغانستان ویب پاڼې ته د اختر مبارکي ښکلی کارت
    • په خوست کې میشته پلي لوا د ولسمشر له خوا د زړه ورتوب په مډال ولمانځل شوه
    • خوست :په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينگښت په موخه لوى الله ته دعاګانې وشوې