Posts | Comments | E-mail /

باید ترهګري د افغانستان له پولو څخه د باندې په نخښه شي.: کرزي

Posted by on Sep 30th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د خبرپاڼې پر اساس، جمهوررئیس حامدکرزي د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام صاحب درې د شهیدانو له ورثوو سره د کتنې پرمهال هغوی ته یو ځل بیا د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.

په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهوررئیس د نورلام صاحب په دره کې د نړیوالو ځواکونو د ورستۍ هوایي بمبارۍ له امله ملکي وګړو هغه هم یو شمېر میرمنو او نجونو ته پر اوښتې مرګ ژوبلې باندې خواشیني څرګنده کړه، وې ویل: ما تل له امریکایي چارواکو سره په کتنو او نړیوالو غونډوکې په دې باندې ټینګار کړی چې ترهګري د افغانستان په کلیو او بانډو کې نشته، باید ترهګري د افغانستان له پولو څخه د باندې په نخښه شي.

حامدکرزي وویل: د نړیوالو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې یې د ملکي وګړو د سر او مال په خوندي ساتلو باندې په وار وار ټینګار کړي او په دې باب یې له امریکایي چارواکو او حتی تیره چهارشنبه یې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې کړي چې هغوی ورته له دا ډول پیښو څخه د مخنیوي ډاډ ورکړی دی.

د هېواد جمهوررئیس په دغه کتنه کې د چارو د ادارې لوی رئیس صادق مدبر ته لارښوونه وکړه چې د نورلام صاحب د درې د شهیدانو له ورثوو سره لازمې مرستې وکړي.

په دې کتنه کې د شهیدانو د ورثوو په استازیتوب مولوي صراحت الله خبرې وکړې او د هېواد د جمهوررئیس د خواخوږۍ له څرګندولو او له دغې پیښې څخه وروسته په سمدستي ډول یې د شهیدانو له ورثوو سره د ټلیفون له لارې د هغه له خبرو کولو او سیمې ته د یو پلاوي د استولو له امله مننه وکړه.

مولوي صراحت الله د دا ډول پیښو په مخنیوي باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل: د نورلام صاحب دره یوه غرنۍ سیمه ده او خلک یې خپلې ټولې اقتصادي ستونزې له غره څخه د لرګیو، وښو او جالغوزو د راوړلو او مالدارۍ له لارې حلوي نو که چیرې د نړیوالو ځواکونو لخوا پر موږ باندې کله په یوه نوم او کله هم په بل نوم بمبارۍ کیږي موږ مجبوره یو چې خپل کور کلی پریږدو.

مولوي صراحت الله د دغې پیښې د عاملینو او د ناسمو معلوماتو د ورکوونکو د محاکمې غوښتنه وکړه.

بیا په قومي چاروکې د جمهوررئيس سلاکار او سیمې ته د لیږل شوي پلاوي مشر شجاع الملک جلاله جمهورریس ته د دغې پیښې په اړه معلومات ورکړل، وې ویل چې د روان کال د وږي د میاشتې پر ۲۶ شپه امریکایي ځواکونو په هغو نجونو او میرمنو چې یو شمېر یې د ښوونځي زده کوونکې هم وې او غره ته د جالغوزو د راوړلو لپاره روانې وې، بمباري کړې چې له امله یې اووه نجونې او یو هلک شهیدان او۱۵ میرمنې ټپیانې شوې.

جلاله وویل: په ختیځ زون کې د امریکایي ځواکونو مسوول له استول شوي پلاوي سره دکتنې پرمهال د دغې پیښې رامنځته کیدل یوه تخنکي تیروتنه وبلله او د سیمې له خلکو او پلاوي څخه یې بخښنه وغوښتله.

د دغې کتنې په پای کې د افغانستان د جمهوررئیس د حکم له مخې د شهیدانو او ټبپیانو له کورنیو سره نغدي مرسته هم وشوه.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد
    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد
    • احزاب افغانستان نامزد واحد در انتخابات ریاست جمهوری معرفی می‌کنند: احمد ضیا مسعود