Posts | Comments | E-mail /

له تاریخ سره زموږ چلند

Posted by on Aug 30th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 غفور لیوال        

ما تل فکر کاوه  هغه خلک، چې  د خپل هېواد ګټې یې په پردیو پلورلي، په دې او هغه نامه یې  خلک وژلي، هېواد یې وران کړی، ملي شتمنۍ یې لوټلي او دهېواد پر پېغلو یې تیری کړی، هېڅ د تاریخ د قضاوت پروا نلري. ما ویل دوی به له ځانه سره وايي : زه بابا ! تاریخ یې لا چا راایستلی دی، اوس مزې کوه، تاریخ به بیا خپل کارکوي او… مګر ځینې پېښې داسې ښيي، چې دوی تر دې هم زورور دي، او ډېر ځله یې زړه غواړي، چې تاریخ هم په زوره هغسې مسخ کړي، چې دوی یې غواړي، زه لا هم نپوهیږم، چې دوی د تاریخ له ریښتیني قضاوته ویره لري، که نه، غواړي خلکو ته وروښیي، چې ګورئ  موږ ته  دا د تاریخ  قضاوت ډیر نېغ نېغ مه کوئ، که غوسه مو راغله نو د تاریخ قضاوت به هم په زوره په خپله ګټه مسخ کړو، په پیسو به یې واخلو او که نه کېده نو وبه یې وژنو…

د تاریخ لیکنې مېتودولوژي حکم کوي، چې د تاریخ  علمي روایت او ثبت غوره دی نه د ثبتوونکي یا راوي قضاوت، پېښې باید له خپلو عواملو او څرنګوالي سره ثبت شي او د ښه او بد حکم له قیدونو څخه پرته د لوستونکیو قضاوت ته وړاندې شي، په بله مانا تاریخ نه نقاشي کیږي، بلکې عکاسي کیږي. په تاریخ لیکنه کې د لیکونکي تخییل، وهم، ګومان، احساسات، پلوي، ښکنځلې او ستایینې ځای نلري. ریښتینی سیاستوال د دې پر ځای، چې د تاریخ د مسخ کولو هڅه وکړي باید خپل اعمال سم کړي.

ستونځه ،

ستونځه دا ده چې زموږ ګڼ سیاستوال د تاریخ پر تولید، خوندي کولو او مصرف سم نپوهیږي، د خپلو اعمالو پر مهال یې د تاریخ قضاوت هېر وي، خو همدا چې وګوري له ظلم، تیرې، هېواد ورانولو او وژنو پرته کوم ویاړ نلري نو د تاریخ پر مسخ کولو پیل کوي او بالاخره چې تاریخ مخې ته کیږدي هم، پند اوعبرت نه ورڅخه اخلي او تیرې تېروتنې بیا تکراروي. راځئ د تاریخ تولید، خوندي کول او مصرف وپیژنو :

۱- پېښې دتاریخ خام مواد دي، کرکټرونه پیښې رامنځته کوي یا د پېښو ماهیت ټاکي، پېښې په یوه ځانګړي زمان یا مکان کې پېښیږي، چې دا یې قیدونه دي  او په لوی سر کې دا ټول د تاریخ د تولید توکي دي. ټول آرشیفي مواد او د تاریخ مادي توکي د تاریخ استنادي مرستیال وسایل دي .

۲- هغه پروسه چې پورته تولید شوي تاریخي اسناد ( پرته له لاسوهنې او مسخ کولو څخه ) خوندي او نورو نسلونو ته یې لیږدوي  ورته د تاریخ خوندي کول وایي، د تاریخلیکنې میتودولوژي پر دې برخه ډیر ټینګار کوي، چې د تولید شوي تاریخ ډیره برخه  سمه خوندي پاتې شي .

۳- د تاریخ مصرف، هغه نسلونه چې تاریخ لولي او زده کړه ورڅخه کوي، پند ورڅخه اخلي، خپل ملي هویت  پکې ویني او ښه یې تکراروي، له بدوڅخه یې ډډه کوي، دوی  د تاریخ مصرفوونکي دي .

موږ د تاریخ د تولید پر مهال، د خپلو اعمالو پروا نکوو، د ځواک نشه دومره زوروره وي، چې خپل منفي اعمال هم راته شهکارونه ښکاري، ځکه خو د تاریخي پېښو د کرکټرونو په توګه ډیره ځله د منفي ماهیت خاوندې پېښې رامنځته کوو.

 د تاریخ د خوندي کولو پرمهال خپل بد شهرت راپورې اورشي او بیا نو لستوڼي را بډ وهو او هڅه کوو، چې تاریخ یا پټ کړو، یا یې د استناد د کمزوري کولو لپاره مادي توکي له منځه یوسو او یا یې هم مسخ کړو ( مانا داسې یې تحریف کړو، چې موږ د تاریخ د مصرف پر مهال د خلکو له سترګوڅخه ځان پټ کړی وي ) .

د تاریخ د مصرف په اړه هم موږ د افراط یا تفریط  ستونځه لرو، یا دومره د تاریخي پیښو او کرکټرنو په سپینولو یا تورولو پورې ونښلو، چې نن او سبا بیخي رانه هېره شي او یا هم تاریخ داسې هېر کړو، چې بیا یې د ځان په اړه له قضاوت څخه ویره هم نه را په یادوو. تاریخ مصرفول همدومره ارزښت لري، چې زموږ ګډ (ملي ) هویت راوپیژني او له ښو یا بدو یې عبرت واخیستلی شو. د یوه نامتو پوه دا خبره په زړه پورې ده  چې: (( هغه خلک چې هرڅه یوازې او یوازې په خپل تاریخ کې لټوي، داسې دي لکه دوی چې په تیاره کې مخ په وړاندې روان وي، خو څراغ یې خپلې شاته  نیولی وي. ))

موږ د تاریخ په اړه دوه ډوله برخورد لرو، یا بې تفاوته یو یا هم احساساتي، د تاریخ په اړه عقلي قضاوت نه کوو. له تاریخ سره بې تفاوتي د تاریخ د ورکېدو یا ناسم خوندي کېدو او مسخ کېدو ویره رامنځته کوي، له تاریخ سره احساساتي چلند هم د مسخ کېدو ترڅنګ په تاریخ کې د ځان ورکولو ګواښ رامنځته کوي او له نن یا سبا جوړولو څخه مو غافله کوي

له تاریخ سره عقلي او هوښېار چلند همدا دی، چې د تولید پر مهال یې خپل اعمال او پرېکړې سمې کړو، د خوندي کولو پر مهال یې ډیره هڅه وکړو چې ریښتینی او سم خوندي شي او د مصرف پر مهال یې د تجربو او روښانه هویت د یوې لويې زیرمې  په توګه داسې وکاروو، چې د نن او سبا په رڼولو او جوړولو کې مرسته راسره وکړي. زما په نظر په ملي کچه زموږ ډیرې ګډې ستونزې له تاریخ سره زموږ د ناسم چلند له امله رامنځته کیږي. ژوندي او هوښېار ولسونه په دې پسې ډېر ګرځي، چې او س څه لري او سبا ته باید څه ولري، او د دې لپاره د خپلې پرون بریالۍ تجربې را اخلي او له نابریالیو یې دماتې په توګه پند اخلي .

وړاندیځ

سرکار باید یو بېپرې علمي ـ تخصصي بنسټ وګوماري چې تاریخ د تاریخلیکنې له میتودولوژي سره سم خوندي کړي، په بله ژبه موږ باید د خپل تاریخ د نقاشي کولو پر ځای د پېښو دعکاسي کولو کمال راخپل کړو . د پوهنې ملي بنسټونه باید راهسکېدونکو نسلونو ته تاریخ هغسې، چې دی، وروپېژني او په نصاب کې د تاریخ د سم مصرف له منطق سره سم داسې روزنیز ارزښتونه خوندي شي، چې له تاریخ سره عقلي چلند دود کړي، چې ورو ورو له تاریخ سره د بې تفاوته  او یا هم احساساتي چلند ځای ونیسي .

او تر هرڅه ډیر مهم، دا چې د تاریخ له قضاوت څخه ویره باید موږ سمو او د ټول هېواد په ګټه سیاسي پریکړو ته مجبور کړي. دا باید زده کړو، چې  د تاریخ  د مسخ کولو په تیزابو د خپل تور مخ د مینځلو پرځای باید هڅه وکړو تاریخ ته خپل مخ سپین وروړو، زموږ سیاستونه باید همداسې وي، په دې اړه یوه پراخ بحث ته اړتیا شته، راځئ پرې راګډ شئ!

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree