Posts | Comments | E-mail /

سلطان ټیپو شهید «یو ستر تاریخي او په زړه پورې داستان» څلورمه برخه

Posted by on Jun 30th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 د الماس ایم اې  لیکنه

داستاد قریب الرحمن سعید  ژباړه


ددې نه علاوه  دشاهي  توپخاني  سرجن  جان موډي  په خپل یوبیان کي ویلي وو :

« د وژل شوو ښځو او کوچنیانو  شمیره یواځي  شپږ  کسان وو »

ددغو متضادو  بیانونو څخه دا ډاګیزه کیږي  چې انګریزانو دکلا په  عوامو ، ښځو ، کوچنیانو  او زړو  باندی  چې هرڅه کړي هغه  کم  دي …دانګلیسي حکمرانانو  اودهغوې دلښکرو داستانونه دومره  وحشیانه اوویرونکي دي  چې د تصور څخه یی دانسان  ویښته  را زیږه  کیږي .

(۹)

سلطان ټیپو ته د انګریزانو د ظلم او تیري  ټولي قصي  یو  په یو ور رسیدلې ،  او په اوریدو یی دهغه د غضب  درجه  نوره  هم  زیاتیده . بالاخره  یی دصبر کاسه  ډکه شوه او د زمري په څیر په غرهار او درزهار د «بدنور» میدان ته ورسید. دانګریزانو ځواکونه  هم دهغه په مقابل کي  په لیکو کې منظم شول . په همدي وخت کې سلطان دیوه جنګي چال څخه  کار واخست .

هغه انګریزانو ته  فریب  ورکړ اودهغوې تر شایی  ځان ورساوه ،هغه غوښتل دهمغه لورې پرې حمله وکړي ،خوپه دي  وخت کې انګریزانو ته دهغه دغه  دا حرکت  ډاګیزه  شو چې سلطان د شا له اړخه  په هغوې  حمله کونکي دي ، جنرال  میتهوز  سمدلاسه  خپل  فوځونه  بیرته کلا ته  ستانه کړل  اوهملته یی ځان  کلابند کړ . سلطان ټیپو هم  مخته  راغي او د انګریزانو عسکر یی  هملته  کلابند اوپه هغوې یی دخپلې توپخاني  ګولۍ ور  و ورولې .

ویل کیږي چې  هلته د کلا ددیوال  تر څنګ  یو ستر  کوهي  وو، چې دکلا د خلکو اوعسکرو  داوبو د څښلو   یواځنۍ سرچینه وه ، دبله اړخه دسلطان د ځواکونو له لورې په  کلا باندی  شپه  او ورځ  د توپ ګولۍ  وریدلي.

ددي  ګولیو د  ورولو په پایلو کې د کلا ددیوال هغه برخه  چې  کوهي  یی تر څنګ  وو را پریوته او  کوهي  بند شو . دکوهي دبندیدو سره سم  دهرې لورې د اوبو د نشتوالي  له امله خلکو  چغې او فریادونه  پیل کړل .

دکلا نه بیرون  یو  تالاب  وو،  انګریزي  ځواکونه دتندي څخه بې  هوشه  شوي وو ، یوه شپه هغوې د کلا ددیوال  دلویدلي  برخې څخه را بیرون شول  او داوبو څخه یی  لوښي  ډک کړل  او بیرته یی  یوړل . دزیاتې تیارې په  واسطه  سلطاني لښکرو  په لمړۍ شپه  هغوې و نه شو کتلاې ، خوبله شپه سلطاني  لښکر په دې اړه متوجه  شو ، کله چې په بله شپه بیا انګریز  لښکرې د اوبو د لوښو دډکولو له پاره د کلا ددیوال  څخه  را ووتل  او په لویو  لویو  ډرمونو او بیلرونو کې یی داوبو د ډکولو کار پیل کړ نو سلطاني  لښکر چې هغوې ته په تاک  کې ناست وو، دحملي لاندی  راغلل  .

داوبو وړونکو انګریزانو شمیره  ددرې زرو  شاو خوا کي وه ، هغوې غوښتل  چې مقابله وکړي خو د لږې مقابلي وروسته یی  ځواک  له  لاسه ورکړ اوبیرته دکلا په لور و تښتیدل .  په دې  تیښته کې هغوې په خپله  په سلګونو  خپل ملګري تر پښو لاندي کړل، هغوې  چې خوندي پاته شوي وو ، دسلطاني  لښکر د ګولیو د باران  لاندي راغلل . پایلي یی داشوې چې دبیرون  راوتولو  ځواکونو ګڼ  شمیر  له منځه  ولاړل او ډیره  لږه شمیره یی بیرته  کلا ته  په  تیښته بریالي شول .

د اوبو د نشتوالي په اساس د کلا دخلکو  حالات  ورځ په ورځ  خرابیدل . دهغوې سره د وسلي د تسلیمیدو پرته بله  لاره  هم نه وه . په همدي خاطر  جنرال  میتهوز  د کلا  د نائب   محمدعلي  په  واسطه  د سولي دخبرو کولو وړاندیز وکړ .

جنرل میتهوز  دخپله اړخه  دغه لاندي شرایط  و لیکل او سلطان ته یی را ولیږل . اوسلطان ته یی  دا ډاډ ورکړ چې که چیري  سلطان دا شرایط و مني نو کلا  اوښار به ورته په  خپله  تسلیم کړي .

شرایط:

1-   کله چې انګریزی  ځواکونه د کلاڅخه بیرون  وځي نو د ښار خلک او دسلطان  فوځي  ځواکونه به په هغوې باندي  توکاڼي نه تو کوی  او نه به  ورته  کنځلي  اوبد رد  وایی  او نه به یی زخمي کوي .

2-   انګریزي ځواکونه به  یواځي خپل  ذاتي  سامانونه  له ځانه  سره اخلي ، ټوپکونه ، توپونه  او نور عسکري او غیر عسکري سامانونه به سلطاني  لښکر ته ورحواله کوي .

3-   دانګریزي ځواکونو سره  چې دسلطنت  کومه  شتمني ، مالونه اوسامانونه  دی هغه  به ټول سلطان ته بیرته  ورکول کیږي ، که چیري دکوم فوځي  سره مال  یاسامان  را څرګند شي نوهغه ته به سخته سزا ورکول  کیږي .

4-   انګریزي  فوځ به په  پوره خوندیتوب سره  تر سمندره  پورې  رسول کیږي .

5-   دسلطنت  څو بحري  جهازونه  دي  دانګریزي ځواکونو د انتقال  له پاره  ورکړل شي ، تر څنګ دی  یی دهغوې دسفر له پاره  څه غله ،او نور داړتیا  وړ سامانونه  ورکړل شي ، چې ددې ټولو قیمت به  د ځواکونو دمنزل ته  درسیدو وروسته  سلطان ته  ورکړل  شي .

6-   هغوې چې  د وچې  له لارې  خپل منزل ته تلل غواړي د هغوې  د ساتني  له پاره دې تر بمبئ پورې یو ه  ساتونکي ډله  وګمارل شي .

7-   د سلطنت  دوه  کسه  ستر  منصبداران  دې  د انګریزانو د خوندي وتلو اوپه  جهازونو تر سپریدو  پورې د انګریزانو سره یرغمل  اوسي .

دا شرایط  جنرال  میتهوز  ولیکل او دلاسلیک وروسته یی سهار وختي  سلطان ته ولیږل ، سلطان هم له ځنډ پرته هغه ومنل  اولاسلیک یی کړل . دا ژمنلیک  په فارسي او انګلیسي ژبو لیکل شوې وو. په دې توګه د ۱۸    ځان ځارونکوورځو  وروسته  سلطان  په کلا باندي بیرته ولکه وکړه . دهمدي فتحې په وخت کي یوه شاعر في البدیه  دا تاریخ  ویلي دې :

«حیدرنګر ګرفته ،  ۱۱۹۷هجري قمري»

(۱۰)

د سلطان ټیپو او جنرل  میتهوز  ( چې د دحیدرنګر په کلا کی  کلابند وو ) تر منځه  چې کوم  تړون  وشو  دهغې څخه  ډاګیز یږی  چې  دانګریزي  فوځونو ژوند په مکمله توګه د  سلطان په رحم وکرم پورې  تړلې وو اودهغه د سترګو په یوې اشارې  سره  هغوې ټول له منځه  تللاې شول .

خو…. سلطان ټیپو په همغه وخت کې هم  د همغسې  شرافت او  ترحم  نه  کار واخست لکه څنګه  یی چې  خدای بخښلې پلارنواب  حیدر علي خان  د مدراس  د سولي په وخت  ترې کار اخستي وو . دسولی په دې تړون کي هم داسي اسانه  شرایطو هم  شتون  درلود چې  وروسته پرې پخپله مسلمانانو نیوکې  کولې  او ویلې یی چې  سلطان  ته په  کار نه وو چې  دانګریزانو په څیر د سفاک او فریب کاره  ځواکونو سره   داسي یو   ژمنلیک  لاسلیک کړي .

خوبیا هم  انسان  به څه  وکړي  چې وایی  « په غلا غلا  ځي  خو په چور و چپاول  سره  نه ځي » مصداق  انګریزی  قوم  له پاره ددنیا د ټولو  قومونو دا  متفقه پریکړه  ده  چې  انګریز  د نړۍ تر ټولو زیات  مکار ، فریب ورکونکي  اواحسان   هیرونکي  قوم  دي . ځکه چې  د سولي  ددي اسانه شرایطو  سره سره بیا هم  دې قوم د خپلې مکارۍ اوفریب کارۍ  لمن  پرې نه ښوده  اوپخپله په خپل  جال کې را و نښتل .

په تاریخ  کې دې تړون  ته د « بنګلور » تړون وایی .

په دې تړون کې یو شرط  داو چې انګریز  قوم  به  دخپل  ذاتي سامان  نه پرته  دکلا د نظامي او مالي  وسایلو څخه هیڅ  شي هم له ځانه سره   نه اخلي  او که چیري څوک  دداسي  جرم  مرتکب  شي نو سخته سزا  به ورته ورکړل شي . خو ددي څرګندو شرایطو   سره سره  انګریزی  ځواکونو خپله مکاري او فریب کاري  وکړه  او د لوټ ماراو چور وچپاول  څخه یی کار واخست .

سلطان  دتړون  سره سم  ، د کلا څخه  د انګریزي ځواکونو د وتلو نه مخته  خپل  یو سردار هلته ور ولیږه ،اوهغه ته یی حکم  وکړ چې ولاړ شی اوپه خزانه  باندی ولکه وکړي  اودخلکو څخه  وپوښتي چې انګریزانو خو په کوم څیز کي خیانت  یا مالي فساد نه دې کړې . دخلکو څخه  خو په دي اړه  کوم معلومات  تر لاسه  نه شو  خوکله یی چې خزانه وکتله  ، نو هغه یی بلکل  خالي  وموندله  .

په دې  خبره باندی سلطان ډیر په غضب شو او میتهوز یی را وباله  او سختې پوښتنې یی ورڅخه وکړي .

« جنرال  میتهوزه !  څه  شوي دي چې خزانه بلکل  خالي پرته ده . په داسي حال کي چې په هغې کې  د کروړونو  روپیو تر څنګ  هیرې او جواهرات  هم  موجود وو؟

میتهوز  له یوې مخې منکر شو او ویی ویل  چې  زما په ګډون هیچاهم  دحیدرنګر  خزاني ته  لاس  نه دي وروړې. دسلطان  قهر او غضب نور هم زیات شو «  که چیرې تاسو لاس  نه وي  وروړي نو ایا خزانه  فرشتو له ځانه سره  یوړه …؟» « زه په دې اړه هیڅ  معلومات  نه لرم » میتهوز بلکل  انکاری شو .

سلطان حکم وکړ چې  «د انګریزانو دهر عسکر کالي او وجود  و پلټئ ،»  هماغه  وو چې انګریزي ځواکونه یی په کتارونو کې و درول  او دهغوې دکالیو او وجودونو پلټنه یی پیل کړه .

اوس نو ددې قوم او ددي قوم د وګړو مکاري  ووینئ .

دهر عسکر  پلټنه چې کیدله دهغه څخه به د هیرو او جواهراتو  ډکې کڅوړې تر لاسه کیدې ، دکالیو نه  علاوه  انګریزی  ځواکونو د ډوډیو په لوښو ، په پایپونو او چلمونو کې ….ان  تر دې  چې دخپل ځان  سره د وړونکو  وزګړیو او پسانو په غاړو کې  یی هم هیرې او جواهرات  ټومبلي  وو .

د ځواکونو د کالیو د پلټني څخه چې د هیرو او جواهراتوکومي  کڅوړې تر لاسه شوي وې    هلته په فرش  باندی  یی یو ډیرې  جوړ کړ . په دې وخت کې دسلطان غصه  اخر ته ورسیده او یوه چغه یی کړه او ویی ویل :

« تاسو څومره مکار اوبی ایمانه  خلک یاست ، تاسو خو په تړون  باندی د عمل کولو  نه مخته دهغې  بیخ  راوویست . تاسي زمونږ دهیواد اوسیدونکو ته داحمقانو په سترګو وینئ ، تاسو زمونږ د نرمۍ او ترحم څخه  غلطه ګټه اخستي  ده ، تاسې ددې وړتیا نه لرئ  چې  له تاسې سره کوم مراعات وکړل شي،مونږ ددي تړون د منسوخیدو اعلان کوو . »

دتړون دمنسوخیدو وروسته سلطان  حکم وکړ چې :

«انګریز فوځ  او جنرل میتهوز  سرنګاپټم ته  ورسوئ ،او ټول په بندیخانه  کي واچوئ »

په دې توګه  هغه انګریزي  فوځ  چې  پرته له کوم زیانه  تر بمبئ پورې  رسیدلې شو ، دخپلې بې ایمانۍ اومکارۍ په  اساس  بنديخانې ته ولاړ ل .

دحیدرنګر  باغی  قلعدار ایاز خان  لا دمخه  دمنګلور په لور تښتیدلې وو، کله چې هغه ته په حیدر نګر د سلطان  ولکه او د انګریز  فوځ  دبندي کیدو خبر ورسید نوهغه  دمنګلور څخه  هم وتښتید او سورت  ته یی ځان ورساوه .خوکله یی چې هلته هم ځان خوندي و  نه کوت  نو په بمبئ کی  یی انګریزانو ته ځان ورساوه .

جنرل میتهوز ددې ماتې اوبندي کیدو څخه دومره زړه ماتې شو چې په بندیخانې کې ناروغه او بیا څو ورځي  وروسته  هملته ومړ .

انګریزانو دمیتهوز په مړینه  ډیره واویلا وکړه ، هغوې دا الزام  هم  ولګاوه چې  سلطان هغه ته  زهر ورکړي دي. حال داچې که سلطان غوښتلې هغه  له منځه یوسي  نو بیا به یی زهر ولې ورکول ، هغه خو کولې شول چې هغه د تړون  څخه  دبغاوت  په  جرم  په ګولیو سوري سوری کړي .

(۱۲)

دحیدرنګر دسوبې وروسته سلطان ټیپو د منګلور په لور  وخوځید. په  لاره کي  یی ورته جاسوسانو  خبر ورکړ چې  جنرل  کیمبل  د یوه  ستر لښکر سره  یو ځاې د حیدرنګر په لور روان دې ترڅو  هلته دانګریزي  ځواکونو سره مرسته وکړي .

سلطان سمدلاسه دکرنل کیمبل باندی دحملي کولو حکم وکړ ، په دې وخت کې دسلطان سره ټول ټال یولک او څلویښت زره  وسلوال  ځواکونه  وو .

سلطان   په میدان کي د یوه  تالاب  په څندو باندي  سنګرونه و نیول  او خپل توپونه یی  نصب کړل ، اوس نو هغه د کرنل  کیمبل  انتظار  ویست ، کیمبل هم مخته راغې  ، مورچې یی و نیولې او  د جنګ  له پاره یی ځان تیار کړ.

سلطان خپلې توپخاني ته اشاره وکړه ، توپخانې  دومره ګولۍ وویشتلې چې اسمان یی  ددود  څخه ډک کړ.

کیمبل هم  په ځواب کې  د توپ ګولۍ را ورولې . ددواړو لښکرو تر منځ  تر  ماسپښین پورې  دغه ډول  جنګ روان وو . خوپه دي وخت کې د انګریزانو  دتوپونو ګولۍ ختمي  شوې او کمیبل دمیدان  نه تیښتي ته اړ شو. دهغه  درې زره عسکرو  خپلې وسلې کیښودې او بندیان کړل شول  په دي جنګ نور  زر کسه  انګریزي عسکر هم  و نیول شول .

لکه څنګه  چې مخته وویل شول چې سلطان دمنګلور په لور روان وو چې په دې منځ کي یی دکرنل کیمبل سره  هم نښتې راغلې ، خو د کرنل کیمبل نه د فارغیدو  سمدلاسه وروسته هغه بیرته منګلور ته ولاړ او دهغه ځآې  جنګي کلا یی کلابنده کړه .

د کلابندۍ درې میاشتې تیرې شوې وې  چې  موسمي بارانونه  پیل شول ، بارانونه دومره زیات شول چې سیلابونه یی راوویستل ،او ټوله  سیمه یی د اوبو لاندي کړه . په  همدې وخت کې سلطان ته خبر  ورسید چې دښمن  ته دسمندر  دلارې  بسپنه را  رسیږي . سلطان سمدلاسه  خپلې پنځه  شپږ  جنګي کیشتۍ  سمندر ته  روښکته کړې  او بیا همدې کشتیو د دشمن دکومک  ټولې لارې و تړلې .

د منګلور دکلابندۍ د اوږودوالې یو  علت  داو چې  په دي وختو کې د انګریزانو اوفرانسویانو تر منځ د «ډارسایی»  تړون  لاسلیک  شوي وو . ددې تړون د شپاړسمې مادې په  اساس  ددې دواړو  قومونو تر منځ  جنګ  بندي  شوي وه ، که څه  هم دا جنګ  بندي په اروپا کي  شوي وه خو دې دواړو ډلو په هند کي هم  دخپلوخپلو لورو څخه  جنګ  بند کړې وو . دسلطان په لښکروکی فرانسوي  عسکر هم وو  نو ددي تړون  نه دخبریدو سمدلاسه وروسته  هغوې هم جنګ  بند کړ ، ځکه دهغوې تر مخه  انګلیسان وو .  دفرانسویانو همدغه  چپه خوله  جنګ بندۍ د منګلور د کلابندي د اوږدیدو سبب وګرځیده .

دسختو بارانونو سره سره بیا هم  سلطان دمنګلور په کلابندې کې کومه نرمی  را نه وستله . ترڅنګ یی  دفرانسوي ځواکونو  چپه خوله اوربند هم له نظره  و غورځاوه .

هر څومره چې جنګ اوږدیده  په هماغه اندازه د کلا په اوسیدونکو  کي  بې اطمیناني  زیاتیدله . دمدراس  والي  میګارنټي  څو ځلي  هڅي وکړې چې سلطان  دسولي  د تړون  په لاسلیک کولو  راغب کړي  خو دکلکتي اوبنګال  والي  لارډ  غوښتل چې  دسلطان سره دهغه دشرایطو په رڼا کي سوله وکړي . هغه دهمدي کار له پاره دکلکتي څخه  نیغ  په نیغه  خپل دوه کسه کمیشنران  سلطان ټیپو ته را ولیږل  خوهغوې  د سختو بارانونو په واسطه په لاره  کي بند پاته شوي وو .

سلطان دمنګلور کلابندي نوره  هم سخته  کړه . ددې سختۍ د ویرې د منګلور اوسیدونکو په «ډنډیګل»  کي  دانګریز  فوځ  د کرنل  فلرټن  نه دکومک  غوښتنه وکړه . کرنل  فلرټن  ددي خبر سره  سم  خپل فوځونه تیار کړل  او  د ډنډیګل  څخه  راووت . خو هغه د منګلور په ځآي د سرنګاپټم په لور ولاړ .

کرنل فلرټن  فکر کاوه چې د منکلور په  لور ، چې  درې  درنیم  سوه  میله  لرې  واټن  لري ،  دتلو په ځآې به  دسرنګاپټم په لور  حرکت  وکړي  چې دا  به هم ګټور وي  او هم به  په سرنګاپټم باندي  یرغل د منګلور په  نسبت  اسانه وي . کله چې  ددې پیښې خبر سلطان ته ورسید  نوهغه د دارالسلطنت د خوندي پاته کیدو په خاطر د منګلور کلابندي پاې ته ورسوله  او دارالسلطنت  ته ولاږ

کرنل  هم دخپل پلان  سره سم  پالاګهات  ته  ورسید  اوپه هغه سیمه یی ولکه وکړه ،بیا مخته ولاړ ، دا هغه وخت وو چې د  بنګال د لارډ هټینګز   دواړه  کمشنران  هم  سرنګاپټم ته رسیدلي وو اودهغه  ځای والي  معین الدین سیدصاحت  سره یی د سولې خبرې اترې پیل کړې وې او دا خبرې  یی نورې هم پسې  غځولې .

په همدي وخت کې سید صیب   ته دکرنل فلرټن  له خوا د  پالاګهاټ د نیولو خبر  ور  سید.

سید صیب  ددي خبر داوریدو سره سم د سولي خبرې و ځنډولې  اوکرنل فلرټن ته یی  دیوه لیک  په واسطه خبر ور ولیږه  چې  هغه دې بیرته  ډنډیګل ته  ستون  شي . خو مغرور  فلرټن ددي لیک  د لوست  زحمت هم و نه ویست  او هغه یی  دلیک  راوړونکي ته بیرته  ورکړ . اوس نو دهغه لښکر ګوتمبور ته  را رسیدلي وو . اوهغه په دې ډاډمن وو چې ډیر ژر به  په  سرنګاپټم باندي هم ولکه  وکړي .

په کوټمبور باندي د ولکې کولو په وخت کې  کرنل  فلرټن  ته د دواړو کمشنرانو لیک  هم ور رسیدلې وو، په دې لیک  کی  یی هغه  ته  ویلي وو چې ددې  نه مخته  را نشي ،ځکه چې د سولې خبرې اتري په  خپلې   اخري  مرحلي کې  دي . خو کرنل  فلرټن ددي لیک  هم پروا  و نه کړه   او د سرنګاپټم  د نیولو له پاره یی خپل ځواکونه رامخته  کړل .

د لارې په اوږودو کې  کرنل  فلرټن د فریډرک شوارز  پادري سره  ولیدل . شوارز  په دی وخت کې  ددې دواړو کمشنرانو یو پیام  له ځانه  سره  درلود او د سلطان په لور  روان  وو . هغه د  کرنل  فلرټن  سره د مخامخ کیدو په وخت کې وویل :

« کرنل صیب !  دا ډیره  د افسوس خبره ده  چې هلته دسلطان سره د  سولې خبرې روانې دې او ته دنوي سلمي  سوبي په فکر کی یی . تا په دې  وخت کې  پالاګهاټ او کوتمبور و لړزول ، ایا  ته په دي پوهیږي چې سلطان به ددي خبرې دخبریدو نه وروسته  دسولې په دی کاغذ  لاسلیک وکړي ؟  زما په  فکر  چې هیڅکله به یی  هم ونه کړي .، پادري  په خپله  پوښتنه هم وکړه اوځواب  یی هم ووایه . دهغه په دې خبره باندی کرنل و خندل او بیا یی په  ډیره هوښیارانه توګه وویل چې :

« پلاره !  زه اوس  ستا سره هیڅ کومک  نه شم کولې . یعنې  تاته  په دې اړه  ځواب نه شم درکولې .»

پادري تریو تندي  یوې لورې ته شو او بیا یی کرنل ته شا واړوله او په  همدي وخت کې د سلطان په لور ور روان شو.

(۱۳)

هغه وخت چې په سرنګاپټم کې دسیدصیب او دواړو کمشنرانو تر منځ د وسولې خبرې روانې وې  او ترڅنګ یی کرنل  فلرټن هم دخپلو ځواکونو  سره یوځاې د سلطنت سیمي  یو په بل پسې ولکه کولې  اودمخته تللو پیغامونه یی را رسیدل . په همدې  وخت کې سید  صیب ته دسلطان  له اړخه  یو ډیر مهم پیام ورسید، دا پیغام روشن  خان له ځانه سره  راوړې  چې په کي  سیدصیب ته داسي لیکل شوی  وو .

«سیدصیب ! تاسي ته داندیښنې کولو  اړتیا نه شته ، ما د کرنل فلرټن د وړاندي تګ د مخنیوي  له پاره  د څلور زرو سپرو یوه ډله در استولې  ده ، دا  ډله به  په « ګریټ هلي ګهاټ »  سره نژدې د  فلرټن  دتم کیدو  له پاره  ور ورسږی .»

سید صیب  ددي پیغام د اوریدو سره سم د دواړو کمشنرانو سره  خپلې دسولې خبرې  بندي کړې ، دواړه کمشنران   په پوره ناهیلۍ سره  دسلطان سره دکتلو  له پاره و  روان  شول .

د بله اړخه  کرنل کیمبل اودهغه  عسکر د کلابندۍ څخه  نور ډیر نا ارامه  شوي وو،داسې  ډاګیزه کیږي چې  په همدي وخت  کي کیمبل د کومې  لارې نه   جنرل  میګلوډ دخپل  کومک  له پاره را بللې وو .

کرنل میکلوډ  په څو  بحري جهازونو کې  فوځي اوخوراکي توکي  بار  او دمنګلور ساحل ته یی   را ورسول ، خو هغوې ته په وچه  داسې کوم ځاې تر سترګو نه شوچې هلته  دغه  توکي  دکشتیو څخه  کیباسي  او دکلابند شوو خلکو بسپني ته یی ور  ورسوي .

یوه ورځ هغوې خپل جهازونه   دساحل  سره نژدي کړل اودسامانونو او فوځیانو د  ښکته کولو کار یی پیل کړ. خو ډیر ژر یی احساس کړه چې د هغوې د کلابند کیدو هڅي کیږي . ددي احساس سره سم یی خپل سامانونه  بیرته په  جهازونو کې  کیښوول او فوځیانو یی  جهازونه بیرته  دسمندر منځ  ته یوړل  اودا یی مشهوره کړه  چې په ساحل باندي دسامانونو او توګو د کیوستلو  له پاره  مناسب ځاې  او معقول  انتظام  نه و.

په سمندر کې  دیوې  اونۍ  د سرګردانۍ نه وروسته  کرنل میکلورډ  د«کنانور»  په لور وخوځید، دهغه ځآي راني د میکلورډ جهازونه ، عمله  او څه  فوځیان  له ځانه سره  قید کړل . خو کرنل میکلورډ په اسانۍ سره په  کنانور باندی ولکه وکړه اوخپل ملګري یی د قید څخه ازاد کړل ، او کنارنور څخه یی  لاسته راغلی  شتمني او وسایل  دخپل ځان له  پاره غنیمت وګرځول ،  کله چې ترې  د بمبئ  حکومت ددې  غنیمت  حساب و غوښت  نو ده  ورته  ولیکل چې :

«ما د غنیمت دمالونو نیمایی برخه  یعنې ۲۳۱۲۱ روپۍ دخپل ځان له پاره ایښي    اوپاته نیمایی مې  په عسکرو  اویا هغه چا چې په دي کي  یی حق وو وویشلي .»

(۱۴)

دمنګلور د کلا   د کلابندۍ پیښه هم ډیره په زړه پورې وه . سلطان هلته یو بازار  جوړ کړې وو، خلکو ته  د سامانونو  د اخستلو اجازه  ورکړل شوې وه خو ددي سره  سره  بیا هم د کلا  هغه نیمایی  ابادي چې  ددې کلابندۍ څخه  په تنګ  راغلي وو ،هغوې  په تنګ  شول او  دروازه یی پرانستله  او دسولي بیرغ یی ورپاوو. سلطان  راوتلي  ټول خلک بندیان کړل  چې په دي ډله کې کرنل کیمبل هم شامل وو.

کرنل کیمبل ته دکلا  دکلابندۍ په همغه لمړیو شپو کې  دسِل  ناروغتیا پیدا شوې وه ،  په دی خاطر  سلطان  هغه  ته  دخپل یوشمیر فوځونو سره یوځاې د بمبئ په لور د تللو اجازه ورکړه . خو بدقسمته  کیمبل  په لاره کي دهمدي  روپیښي  ناروغتیا له امله و مړ .

ددواړو کمشنرانو هیئت  منګلور ته راورسید ، دسلطان  له اړخه  دوه  کسه  افسرانو دهغوې  ښه راغلاست  وکړ ، هیئت چې  د سلطان تر مخه کومه تحفه وړاندي کړه  په هغې کې  دنورو قیمتي شیانو  نه علاوه  یو څادر،یوه توره ، یو فیل  اودوه آسونه  شامل وو .

ددي هیئت سره  دسولي خبرې پیل شوې :

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد
    • پاپ فرانسیس رهبر کاتولیک های جهان عید فطر را به مسلمانان جهان تهنیت عرض داشت
    • کشته شدن دو تن از اعضای ایرانی گروه طالبان در ولایت فراه
    • افغانستان خواهان ایجاد دفتر مذاکرات صلح با طالبان در افغانستان است: وزارت خارجه
    • دخوست ولایت د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې د١٣٩٢ او ١٣٩٣کالونو انکشافي پلانونه وڅيړل شول
    • خروج عساکر بلغاریا از افغانستان
    • تنزیل نیروهای امریکائی از 68000 به 60000 طی یک ماه گذشته
    • افغان لوړپوړي چارواکي اخترچېرته لمانځي!!
    • افغانستان نمیبیا ته بله لویه ماتې ورکړه
    • تصویر