Posts | Comments | E-mail /

په شمالي وزیرستان کې د القاعدې يو مهم غړي د ووژل شو

Posted by on Jan 21st, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

اسلام اباد: د امریکا په بې پیلوټه هوایي برید کې د القاعدې د يوه مهم غړي اسلم اعوان د وژنې خبر ورکړل شوى دى.

د پاکستان د يوه خبري اژانس د راپور له مخې، امريکايي چارواکي ادعا لري، چې د القاعدې دغه مهم قوماندان پر شمالي وزيرستان د روانې زېږديزې مياشتې په لسمه، يوه هوايي بريد کې وژل شوى دى.

راپور کې راغلي، چې د يوه امريکايي چارواکي په وينا، اسلم اعوان د خيبرپښتونخوا ايالت ايبټ اباد اوسېدونکى و او د عبدالله خراساني په نوم هم پېژندل کېده.

نوموړي چارواکي زياته کړې، چې اسلم اعوان په مصر هېواد کې د څه مودې لپاره د ډاکټر په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

دغه خبر په داسې حال کې خپور شوى، چې د پاکستان دولتي او پولټيکلۍ چارواکو د القاعدې د دغه مهم غړي د وژنې تصديق نه دى کړى.

ويل کېږي، چې دغه بريد له ميران شاه څخه پنځه کيلومټره سوېل لوري ته په چشمه پل کې پر يوه کور ترسره شوى و، چې په ترڅ کې يې د درېيو عربي جنګياليو په ګډون ٤ تنه نور هم وژل شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې په روانه اونۍ کې د امریکا په بې پیلوټه هوایي برید کې د پاکستان د طالبانو تحریک د مشر حکیم الله مسعود د وژل کېدو اوازې هم خپرې شوې وې.

د ایسوسي ایټډ په نوم امریکایي اژانس د مرغومي په ۲۵مه، د پاکستانيو استخباراتي سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې د پاکستانيو طالبانو د تحریک مشر حکیم الله مسعود د مرغومي په ۲۲مه، په امریکایي بې پیلوټه هوایي برید کې وژل شوی دی.

خو د پاکستانيو طالبانو د تحریک ویاند، رسنیو سره د خبرو پرمهال د حکیم الله مسعود وژنه رد او زیاته کړې وه، چې د بې پیلوټه هوایی برید پرمهال حکیم الله مسعود په هغې سیمه کې نه و.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    ځوانيمرګ

    March 3rd, 2012

    لنډه کيسه:::::  سهراب سهار د ښوونځي له فراغت وروسته مې د[...]

    په امنيتي ارګانونو کې موجودې غټې ستونزې

    March 3rd, 2012

    علي عباس بدر دهېواد په تېر لس کلن تاريخ کې د پلازمينې س�[...]

    زموږ قومونه او بهرني استخبارات

    March 3rd, 2012

    رفيع الله زيار افغانستان هغه هېواد دى، چې د تاريخ په ا[...]

    تناقض در گفته های مقامات در نشست ایکو

    March 3rd, 2012

    کوهستانی مقامات دولتی در نشست ایکو در خصوص اوضاع مربوط[...]

    متن کامل مصوبه شورای سرتاسری علمای افغانستان

    March 3rd, 2012

    ۱۲حوت ۱۳۹۰    الحمد لله وحده والسلام علی من لا نبی بعده[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars