Posts | Comments | E-mail /

امريکايي ځواکونه د دی خبری پخلي کوي چی په ارزګان کې یی ولسي خلک وژلي دي

Posted by on May 29th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:-په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو له لوري په ارزګان ولايت کې د فبروري پر يوويشتمه د ولسي وګړو د زيانونو په تړاو څېړنو او موندنو درې مياشتې وخت ونيو .
دغو ځواکونو پخپلو موندنو کې چې اوس يې تازه يې خپرې کړې دي ويلي ، د امريکايي ځانګړو ځواکونو په عملياتو او د الوتکو په بمبارۍ کې تر 23 پورې ولسي افغانان وژل شوي او 12 نور پکې ټپيان شوي ول.
امريکايي ځواکونه وايي د خپلو څېړنو پايلې يې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سټېنلي مکريسټل ته هم سپارلې دي . په موندنو کې ويل شوي چې پېښه د ځواکونو په روزنه ، د اړيکو په ټينګولو او پرېکړه کولو کې د يو شمېر نيمګړتياوې له امله رامنځته شوې ده .
د امريکايي ځواکونو له لوري خپره شوې ويناپاڼه وايي ښاغلي مکريسټل د يادو لاملونو د تعقيب امر کړی دی. دغه راز هغه ويلي په افغانستان کې د دوی تر ټولو مهم ماموريت دادی چې افغانان وساتي خو د ده په ويناپه بې غوري سره د ولسي خلکو وژل او يا ټپي کول زړه ماتوونکي دي.
ښاغلي کرېسټل ويلي دوی به د خلکو د باور د ترلاسه کولو لپاره ټول هغه څه وکړي چې کولای يې شي. ددغو پلټنو مشري امريکايي جنرال ټيموتي مکهيل کوله.
پلټنو پايلې ښيي پر هغو دريو ګاډو باندې چې تر 30 زيات ولسي وګړي پکې سپاره ول ، د امريکايي ځانګړو ځواکونو او امريکايي هوايي ځواک له لوري په تېروتنه سره د اورپکو په ګمان بريد پرې وشو.
د ناټو ځواکونو له لوري په خپره شوې ويناپاڼه کې ويل شوي چې د پېښې په تړاو په افغانستان کې دامريکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال مکريستل سمدستي له ولسمشر کرزي سره وليدل ، د څېړنو او موندنو پر پايلو يې خبر کړ او بښنه يې وغوښته. دغه راز د ناټو ځواکونو يو وياند وين شينکس وايي چې دقربانيانو کورنيو ته يې تاوان هم ورکړی دی :( ( د هغو کسانو کورنيو ته چې له بده مرغه په دغې پېښه کې وژل شوي دي وار له مخې يوه اندازه پيسې د تاوان په توګه ورکړل شوې دي. زه اندازه نه شم ويلای ځکه چې دا د هرې پېښې په څرنګوالي پسې اړه لري.))
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو او هوايي بمباريو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله پر يوه نانديريزه مسله اوښتي او ان ويل کېږي چې په تېرو څو مياشتو کې د واشينګټن او کابل د اړيکو دخړ پړتيا يو لامل هم دغه چاره وه .
خو د ناټو ځواکونو وياند وايي چې دوی لا هم د جګړې په حال کې دي او ددې ضمانت نه شي کولای چې بيا به ولسي خلکو ته زيان نه اوړي: ((موږ ددې ضمانت نه شو کولای چې زموږ په عملياتو کې به ولسي خلکو ته زيان نه اوړي. موږ ډېره هڅه کوو چې بيا دغه ډول پېښه تکرار نه شي او يا چاته زيان ونه رسېږي .خو موږ د جګړې په حالت کې يو او ددې کار ضمانت نه شو کولای . ))
ولسمشر کرزي په بيا بيا له بهرنيو ځواکونو څخه غوښتي چې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله ور وا نه ړوي . نوموړي امريکا ته پخپل وروستي سفر کې له خپل امريکايي سيال ښاغلي اوباما سره هم د ولسي وګړو خونديتوب په اړه خبرې اترې وکړې.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه
    • د منګلو او مقبلو ځوانان: دمنګلو او مقبلو ترمنځ شوي پرېکړه حکومت بايد ژرترژره تطبيق کړي.
    • نواز شریف به کابل دعوت شد
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • ویب سایت روزنامهٔ نیویارک هک شد
    • پاکستان: طالبان تمایلی به مذاکره با دولت کابل ندارد
    • طالبان در ورطهٔ اختلافات می سوزند
    • حمله انتحاری شهر کابل را تکان داد
    • جمهوررئیس حامدکرزی پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته، هېواد ته راستون شو