Posts | Comments | E-mail /

د امريكا د مشرانو جرګې رپورټ: په ۲۰۰۱ كال امريكايي پوځيانو اسامه بن لادن نيولاى شواى

Posted by on Nov 29th, 2009 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

رويټرز: د امريكا د سنا په نوي راپور كې راغلي چې يو وخت د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن په افغانستان كې امريكايي پوځيانو نيولاى شواى، خو دا كار يې ونه كړ.

راپور زياتوي چې د القاعده مشر د تورې بوړې په غرونو كې نيول كېداى شواى، خو امريكايانو دا كار ونه كړ او اوس دوى افسوس كوي، ځكه د نوموړي په تېښته افغانستان ته يو ځل بيا بې ثباتي راغله.

په ۲۰۰۴ كې د امريكا ولسمشريزو ټاكنو ته ډيموكراټ كانديد كيري ويل چې د بوش اداره د القاعده ډلې د مشر په نيولو كې د سپټمبر د ۱۱مې له پېښو يوازې درې مياشتې وروسته پاتې راغله.

راپور تر ډېره د ولسمشر بوش د وخت چارواكو او پوځي مشرانو لكه د دفاع وزير ډونالډ رمسفلډ او پوځي قوماندان ټومي فرانكس ته ګوته نيسي. په رپورټ كې راغلي: ((د جګړې له ډګره د القاعده د مشر لرې كول، د امريكا په ګټه وو او كولاى يې شواى اته كاله مخكې هغه څه پاى ته ورسوي له څه سره چې موږ اوس لاس او ګرېوان يو، اسامه بن لادن د پاكستان پر لور وتښتېدو او لا زيات ترهګر پرې راټول شي)).

رپورټ زياتوي: ((د اسامه د نيولو ناكامي هغه لويه غلطي او د چانس له لاسه وركول وو چې كولاى يې شواى افغانستان او نړۍ د تل لپاره له ترهګرۍ څخه خلاص كړي.))

رپورټ وايي چې اسامه بن لادن د تورې بوړې په غرونو كې اوسېدو او امريكا هغه مهال كولاى شواى د څو زره سرتېرو په استولو دغه سيمه محاصره كړې او دى يې نيولى او يا هم وژلى واى.

د رپورټ په وينا د ۲۰۰۱ كال د دسمبر په ۱۶مه اسامه بن لادن او ساتونكي يې له تورې بوړې راووتل او د پاكستان پر خاوره ورغلل، چې ويل كېږي تر اوسه همالته په سرحدي سيمو كې ژوند كوي.

هغه مهال د امريكا د دفاع وزير ډونالډ رمسفلډ وويل چې دوى ته د اسامه بن لادن مشخص ځاى نه و معلوم كنه دوى به نيولى و او دا يې هم ويل چې دوى د هغوى په هكله بشپړ شواهد نه درلودل.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد
    • د آی او ایم له خوا د ٢٦ سېلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه
    • هند دې د پوځي مرستو بهیر ګړندی کړي
    • د ولسي جرګې د يوه غړي دوه ساتونکي ووژل شول
    • بدون شرح
    • حامدکرزی د هندوانو او سیکانو له استازو سره په کتنه کې: تاسو د افغانستان د اتباعو په توګه د دې هیواد له نورو اوسېدونکو سره مساوي حقوق لری
    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو