Posts | Comments | E-mail /

د كندهار په چاودنې کې ۲۷تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

Posted by on Aug 5th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

1

کندهار:- د كندهار  په  چاودنې کې ۲۷تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

چاودنه نن سهار نهه بجې دكندهار لويديځ ته د باغ پل په يوه دوديزه ميله كي سوې ده

دكندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي چاودنه د ملكي وګړو په منځ هغه وخت رامنځ ته سوه كله چي په لاسي ګاډي كي چاودېدونكو توكو ته چاودنه وركول سوه هغه وايي چاودنه د باغ پل په سيمه كي چيري چي هره دوشنبه دكندهار ښار او ولسواليو په سلګونه كسان راغونډيږي رامنځ ته سوې ده د فيصل په خبره په چاودنه كي تر دې دمه ۴تنه وژل سوي او ۲۳نور ټپيان سوي چي ټول ملكي وګړي دي. هغه وايي چاودنه ډيره درنه وه نو كيداي سي د مرګ ژوبلي شمېره نور هم لوړه سي

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree