Posts | Comments | E-mail /

دسالنګ لويه لاره وتړل شوه

Posted by on Feb 26th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- دسالنګ  لويه لاره له نن سهار څخه د سخت توپان او په څو سيمو کې دواورې ښوئيدنې له امله   وتړل شوه .
دسالنګونو دساتنې او څارنې آمر جنرال رجب باختراژانس ته وويل په سالنګونوکې له پرون سهار څخه دواورې سخت اورښت پيل شوي دي او په جنوبي سالنګ  کې ١٣٠ سانتي متره واور ه شوې ده او په شمالي سالنګ  کې دسخت توپان په نسبت په  لسو سيموکې واوره ښويدلې ده .
  ده وويل نن سهار له څلورو بجو او ديرشو دقيقو څخه دغه لويه لاره دترافيکو پرمخ  تړل شوې ده او اړوندو کارکوونکو وکولاي شول چې ددغې لويې لاري  يوه زيا ته برخه پاکه کړي .
جنرال  رجب زياته کړه چې په سالنګونو کې په څو نورو سيموکې هم دواورې ښوييدنې احتمال شته او  داحتياط  درعايتولو په خاطر وسايطو ته دتګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي .
حنرال رجب  زياته کړه چې دايساف دځواکونو دهواپوهنې دخبرځايونو دخبر له مخې  تر راتلونکو دوو ورځو پوري په سالنګونو کې دواورې داورښت دوام احتمال شته . له دې امله هيوادوال بايد په دې لاره  دسفر نيت ونه کړي .
ده ټينګار وکړ چې  دسالنګ دلويې لاري تړلتيا به دواورې ښوييدنې داحتمال په خاطر تر څو ورځو پوري دوام وکړي .
له دې امله هيوادوال بايد دموټر چلوونکو او دترانسپورتي شرکتونو په خبره سفر ونه کړي .
له دې پرته به له ستونزو سره مخامخ شي .  ده زياته کړه چې ټول مسافر وړونکې اوبار وړونکې وسايط دسالنګونو له خطرناکو ساحو څخه خوندي ساحو ته ليږدول شوي دي او دواورې ښوييدنې له پلوه کومه انديښنه نشته .
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • افشا گر اطلاعات محرمانهٔ اردوی امریکا تقاضای تغییر جنسیت کرد
    • طالبان پاکستان از پيشنهاد مذاکرات صلح با دولت این کشور استقبال کردند
    • باز داشت قوماندان امنیه ولایت نیمروز به اتهام قاچاق مواد مخدر
    • باميانو کې تښتول شوي بهرنيان راخوشي شول
    • دخوست ديني علماوو او مخورو مشرانو سوګند وکړ چې دقومي شخړو اومنازعاتو مخه به نيسي
    • حامد کرزی با خادم الحرمین الشریفین صحبت تیلفونی کرد
    • عبدالحۍ حبيبي لیسې ته د اته ويشت مليونه افغانيو په لګښت درې پوړيزه جوړه شوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه
    • حامد کرزی: کارت رای دهی بگیرید، رئیس جمهور و حکومت آینده را تعیین و مملکت تانرا مستحکم سازید
    • مسلميار: شیرزی او ولایتي اداره یې د غفلت په خوب ویده دي
    • د افغانستان د کرکټ لوبډلې هند ته ماتې ورکړه