Posts | Comments | E-mail /

خوست والي:په هېوادنيو مسايلوکې له مجاهدينو سره مشوره غوره تګ لاره ده

Posted by on Nov 29th, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست ښار(واکمن):- لکه څنګه مو چې په هېواد کې دمقدس جهاد پرمهال دخپلې خاورې دازادۍ اوخپلواکۍ په سپېڅلې لاره کې قرباني ورکړې  په ورته توګه مو قوي  هوډ کړى  چې اوس مهال دخپل اسلامي نظام ترچترلاندې دهېوادپه ابادۍ ،ترقۍ ،بيارغونه،سولې ،امن اوثبات په ټينګښت کې خپل اسلامي مسووليت اداء کړو دغه څرګندونې دخوست ولايت دمرکز او ولسواليو يوشميرمخورو مجاهدينو دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي سره ديوې ليدنې پرمهال وکړې،دغه ليدنه  چې دقوس دمياشتې په ٩نېټه دسولې کوردغونډو په تالارکې ترسره شوه ،دمجاهدينو داسلامي شورا په چوکاټ کې دقاري عبدالولي په مشرۍ ګڼ شمير مجاهدينو برخه اخيستې وه.

په پيل کې مولوى ګل جمال ،قاري عبدالولي اويوشمير نورو مجاهدينوپه خپل وارسره خبرې وکړې ،دوى په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه چې په خپل هېواد کې دولسونودارادوپه ځواک سره رامنځته شوى اسلامي نظام لري اودهېواددټولو مجاهدينو ،علماوو اوقومي مخورو مشرانو سره دمشورو په اساس دولس خدمت کوي.

دوى وويل چې افغان ملت په اسلامي اوملي مسووليت سره دمقدس جهاد پرمهال خپله خاوره دپرديو له واکمنۍ اوغلامۍ څخه وژغورله اوپه دې لاره کې يې په ميليونونو شهيدان ورکړل ،دوى دشهيدانو ارمانونوډيرلوړ ياد کړل اوپه دې تړاو يې زياته کړه چې په خوست ولايت کې ټول مجاهدين په دې وياړي چې اوس هم په يووالي او داسلامي ورورلۍ په فضاء کې دخپل نظام دپياوړتيا لپاره کارکوي اودخپلې ولايتي ادارې سره اوږه په اوږه دولسونو دنيکمرغۍ ،هوساينې اوترقۍ لپاره مبارزه کوي.

دمجاهدينو استازو داهم وويل چې اوس مهال په خوست کې دمجاهدينو ،ديني علماوو او ولسونو درناوى ډيرزيات شوى ځکه چې ولايتي اداره ددغه ولايت دپرمختګ لپاره په روانوټولو مبارزو کې ددوى په همکارۍ اومشوره باندې اقدام کوي.

دوى په خپلوڅرګندونو کې دولايتي ادارې لخوا داداري فساد،ټولنيزو فسادونو،قومي شخړو،غصب ،مافيايي کړيو اوقانون ماتونکو ډلوپه وړاندې دروانې قانوني مبارزې ستاينه وکړه اوپه دې مبارزه کې يې خوست ولايتي ادارې ته دهرډول اسلامي اولسي همکارۍ ډاډ ورکړ.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په خپلو خبروکې دخوست ولايت دمرکز او ولسواليو دټولو ديني علماوو او مجاهدينوڅخه مننه وکړه چې همېشه يې دولايتي ادارې ترڅنګ دپرمختګ ،سولې ،امن ،اسلامي ورورولۍ ،يووالي  او فکري رغونې مبارزه کړې اودروانوټولو بدمرغيو اوناخوالو په وړاندې يې له نظام سره همکاري کړې ده.

خوست والي زياته کړه چې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دخپلو تګ لارو اوکړنلارو په اساس دهېوادپه ټولو ملي مسايلو کې دعلماوو اومجاهدينو له مشورو اوهمکارۍ څخه کاراخلي نو په خوست کې دولايتي ادارې تګ لاره هم داده چې ددغه ولايت دپرمختګ ،ولسي ستونزو دهواري ،امن اوثبات لپاره دمجاهدينو ،علماوو ،مخورو قومي مشرانو اوعلمي شخصيتونو دمشورو په اساس اقدام کوي.

خوست والي داهم وويل لکه څرنګه چې مجاهدينو دخپل هېواد دازادۍ او خپلواکې په لاره کې سترې اومقدسې قربانۍ ورکړې نو اوس بايد په ورته توګه دموجوده اسلامي نظام ترچترلاندې دملت جوړونې ،هېوادجوړونې  اوفکري رغونې لپاره کاروکړي اوپه اسلامي مسووليت دې دمسجدونو دمنبرونو او ولسي غونډو له لارې ولسونوته دسولې ،امن ،اسلامي ورورولۍ ،ترقۍ اوتمدن پيغامونه واستوي.

ښاغلي نعيمي زياتوله دا چې مجاهدين دهېواد دتاريخ وياړ اوسترقوت بلل کيږي کوم چې تل يې دحق اواز پورته کړى اودباطل پرضديې جدي مبارزه کړې  نو اړتيا ده چې په خوست کې ټول مجاهدين اوديني علماء دخپلې ولايتي ادارې سره په ټولو هغه مبارزو کې خپله همکاري نوره هم زياته کړې چې په دغه ولايت کې داداري فساد،قومي شخړو ،بديو ،ناوړو دودونو ،غصب اوقانون ماتونکو ډلوپه وړاندې په جديت سره روانه دي.

دخوست والي په خبره يوشمير کړۍ غواړي چې دمنفي تبليغاتو له لارې دولسونو ،مجاهدينو او ديني علماوو په منځ کې د بې باورۍ فضاء رامنځته اوپه دې سره خپلې شخصي نارواګټې خوندي کړي خوست والي دخوست ولايت دمجاهدينو څخه غوښتنه وکړه چې ددغه منفي تبليغاتو دمخنيوي لپاره له درايت اوڅيړنې څخه کارواخلي اوپه مسووليت سره ديادوکړيو ناروا کړنې وغندي.

ښاغلي نعيمي په خپلو خبرو کې دخوست ولايت مجاهدينو او ولسونو ته ددې ډاډ ورکړ چې ولايتي اداره به هيڅ چاته ددې اجازه ورنه کړي چې دخپلو شخصي ناروا ګټو دخونديتوب په خاطر دولسونو ګټو ته زيان ورسوي
بلکې ولايتي اداره به ټولې هغه کړۍ دقانون منګولوته راکش کړي کوم چې په خوست کې دپرمختګ ،ډاډمن امنيت ،ځوانانو دروزنې ،ښې حکومتدارۍ اوولسي نيکمرغۍ زغم نه لري.

ددغه ليدنې په وروستيو کې دخوست ولايت ټولو مجاهدينو اوديني علماوو خوست والي ته په خپلو چارو کې دلازياتو برياليتوبونو او ولس ته دخدمت لپاره دعا وکړه اوپه دعا سره دغه ليدنه پاى ته ورسيده.

واکمن

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی طی یک تماس تیلفونی عید سعید فطر را به رئیس جمهور ترکیه تبریک گفت
    • کنسرت عیدی در شهر کابل از طرف اعضای شورای علمای افغانستان متوقف شد
    • مسکو حاضر است در تامین امنیت افغانستان کمک کند: وزیر دفاع روسیه
    • رئیس جمهور حامد کرزی با جورج دبلیو بوش صحبت تیلفونی کرد
    • نگرانی چین در مورد قتل اتباع این کشور در شهر کابل
    • سفارت خانه های امریکا مجددا به فعالیت آغاز خواهند کرد
    • بدون شرح
    • د ګران افغانستان ویب پاڼې ته د اختر مبارکي ښکلی کارت
    • په خوست کې میشته پلي لوا د ولسمشر له خوا د زړه ورتوب په مډال ولمانځل شوه
    • خوست :په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينگښت په موخه لوى الله ته دعاګانې وشوې