Posts | Comments | E-mail /

افغانستان او اندونیزیا د سیاسي، تجارتي او فرهنګي همکاریو توافقنامې لاسلیک کړې

Posted by on Nov 10th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

جګارتا:- جمهور رئیس حامد کرزي او د اندونیزیا جمهور رئیس سوسیلو بمبنګ یودهویونو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره په سیاسي، سوداګریزو او فرهنګي برخو کې، په پیاوړې توګه ژمن شول.

د افغانستان او اندونیزیا د مشرانو او لوړ پوړو چارواکو له خبرو وروسته، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ډاکټر زلمي رسول او ډاکټر مارتي ګاوه، د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د افغانستان- اندونیزیا د دوستۍ او همکارۍ، د سیاسي او خدمت پاسپورتونو لپاره د ویزې د رفع کولو او د دوه اړخیزه مشاورتونو توافقنامې لاسلیک کړې.

دغه راز ددې مراسمو په ترڅ کې، د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د فرهنګي پروګرامونو د تبادلې د تفاهم یادښت، د اطلاعات او فرهنګ د وزیر ډاکټر سید مخدوم رهین او د اندونیزیا د معارف او فرهنګ د وزیر ډاکټر محمد نوح تر منځ لاسلیک شو.

وروسته د اندونیزیا جمهور رئیس د افغانستان د  اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزي سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل: موږ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په اړه موثرې خبرې درلودې او دا چې څه ډول وکولای شو د اقتصاد، معارف، فرهنګ او نورو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ پراخه کړو. موږ اړوندو وزیرانو ته دنده وسپارله چې د نننیو خبرو پایلې تعقیب کړي او د عملي کولو په برخه کې یې اقدام وکړي.

دغه راز د اندونیزیا جمهور رئیس د بالي د ډیموکراسۍ ټولنې په پنځمه ناسته کې د حامد کرزي د ګډون له امله مننه وکړه، ویې ویل چې د افغانستان د جمهور رئیس خبرې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ د اصولو او ارزښتونو د اهمیت او تطبیق په اړه د قوي پیغامونو درلودونکې وې.

ده د حامد کرزي د مشرۍ ملاتړ وکړ او هیله یې وکړه چې افغانستان به د جمهور رئیس کرزي تر قوي مشرۍ لاندې پر ستونزو برلاسی شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د خپلو خبرو په ترڅ کې اندونیزیا د افغانستان د خلکو پخوانی دوست وباله او د ډیموکراسۍ د تعمیم او دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په برخه کې یې د جمهور رئیس سوسیلو بمبنګ د نوښتونو ستاینه وکړه.

حامد کرزي وویل چې د اندونیزیا له جمهور رئیس سره یې کتنه، نه یوازې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لامل شوه، بلکې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د اړیکو د قوي او پیاوړي تهداب سبب هم شوه.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې د نوموړو سندونو د لاسلیک او مذاکراتو وروسته د “په راتلونکي یوه لسیزه کې د افغانستان او اندونیزیا د اړیکو پیاوړتیا” تر نامه لاندې خپره شوه، راغلي:

- د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د اوقیانوسیه آسیا په سیمه کې د ډیموکراتیکو ارزښتونو د پراختیا لپاره د بالي د ډیموکراسۍ ټولنې د پنځمې ناستې د جوړېدو هرکلی وکړ.

- اندونیزیا ژمنه وکړه چې د افغانستان سره د تخنیکي همکاریو، ظرفیت لوړولو، د نهادونو د پیاوړي کولو، کرنې او ښځو د توانمندۍ په برخو کې ملاتړ کوي.

  – دواړو هېوادونو ددوستۍ د نوې موافقتنامې چې د ۱۹۵۵ کال د موافقتنامې ځای یې ونیو، هر کلی وکړ. د دوستۍ ددغه موافقتنامې په اساس به ددواړو هېوادونو تر منځ سیاسي، اقتصادي، سوداګریزې، فرهنګي او اکاډمیکي همکارۍ پراخه شي.

-دواړو هېوادونو د فرهنګي پروګرامونو له لارې د کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا موافقه وکړه او د اندونیزیا په پوهنتونونو کې یې د لا ډېر شمېر افغان محصلینو د منلو هر کلی وکړ. دغه راز اندونیزیا اعلان وکړ چې حاضر دي تر څو افغان استادانو ته په دغه هېواد کې روزنه ورکړي.

- د افغانستان جمهور رئیس اندونیزیایي سوداګرو او پانګوالو ته بلنه ورکوي تر څو په افغانستان کې پانګونه وکړي او دغه راز پدې ګډه اعلامیه کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو سکتورونو تر منځ پر تبادلاتو ټینګار شوی دی.

- د افغانستان او اندونیزیا جمهورو رئیسانو د قانون د تنفیذ په برخه کې د پرسونل د ظرفیت لوړلو د یادښت تفاهم چې له مخې به یې ۵۰ ملي پولیس د ترافیکو د مدیریت، د عامه نظم د پولیسو او جنایي تحقیقاتو په برخه کې د اندونیزیایي پولیسو لخوا په ممکنه فرصت کې روزي، هرکلی وکړ.

- د دواړو هېوادونو مشرانو د تروریزم او له ملتونو لوړ د سازمان شویو جرمونو پر خلاف د مبارزې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.

- افغانستان او اندونیزیا د قانون د تنفیذ، د سرحدونو د کنټرول او د سفر د اسنادو د بررسۍ او ساتنې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو د پروګرام، ژمنه وکړه.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    دستگیری چند تن از اعضای ارشد گروه حقانی در ولایات پکتیا، لوگر و قندهار

    November 13th, 2012

    کابل:- نیروهای ائتلافی تحت  رهبری ناتو تایید کردند دو ر�[...]

    د افغانستان او هند ترمنځ دکانونو، د ځوانانو د روزنې او د اقتصادي او ټولنیزې ودې په برخه کې د تفاهم څلور یادښتونه لاسلیک شول

    November 13th, 2012

    نوی دهلی:- د جمهوررئیس حامدکرزي او د هند د صدراعظم من م�[...]

    یک مبلغ معروف سعودی دختر خورد سال خود را به قتل رساند

    November 13th, 2012

    ریاض:- منابع امنیتی در پادشاهی سعودی از دستگیری پدرِ د�[...]

    ظرف چند هفته آینده درباره تعداد نیروهایی که قرار است پس از سال 2014 در افغانستان باقی بمانند، تصمیم‌گیری خواهد شد: پانه تا

    November 13th, 2012

    سیدنی:- وزیر دفاع امریکا اعلام کرد که ظرف چند هفته آیند[...]

    از انتخاب مجدد بارک اوباما خرسندیم و فقط تحت نظارت رهبران طالبان با امریکا مذاکره خواهیم کرد: شبکهٔ حقانی

    November 13th, 2012

    کابل:- یکی از  قوماندانان ارشد شبکه حقانی امروز(سه‌شنب�[...]