محمد نعمان دوست
تازه له هريپور کمپ څخه د جلوزو کمپ ته راغلي وو او هره ورځ مو د مجاهدينو په لاس ازاد شوي وطن ته د تګ شيبې شمارلې .
انتظار ډېر تريخ وي او هغه هم چې کله اوږد شي، زه چې کله مهاجر کېدم د شاوخوا پنځو کلونو وم او بيا له دولسم ټولګي څخه دمهاجرت په دوره کې فارغ شوم .
مهاجرت ډېر تريخ و، هره شيبه به وطن را يادېده، کله چې به مې چېرې روانې اوبه وليدلې څنګ ته به يې کيناستم او د خپل کلي تنده به مې پرې ماته کړه .
يو شي هلته ډېر ښه و او هغه دا چى هغه مينه چې موږ مهاجرو په خپلو منځونو کې لرله اوس دلته د خپلو خپلوانو تر منځ نشته او دا ځکه چې هلته هدف يو، و.
که څه هم په هريپور کمپ کې زموږ ګاونډيان ټول د نورو ولايتونو وو، خو دومره سره خواږه وو لکه ټول چې مو نږدې خپلوان وي، د اخترونو په ورځو به څو ورځې حجرې له ميلمنو ډکې وې، لکه ګلدان کې چې رنګارنګ ګلان ايښي وي، دهرځاى او ژبې خلک به سره راټول وو.
١٣٧١ کال لومړى ورځې وې چې هريپور مو پرېښود، په اټک را واوښتو او د جلوزو د استقبال کمپ ته راغلو .
دلته موږ په يوه کرايي کور کې اوسېدو، کور له هديرې او يوه خوړه چې کاڼي يې يواځې د باران له او بو سره اشناوو، اخوا و.
چې کله ور تلو نو په يوه سور ږيري او نوراني سړي مې سترګې ونښتې، ورور مې ويل دا زموږ استاد دى او مولوي رحيم الله زرمتى نوميږي، دده نوم مې په ذهن کې و او هغه وخت مې بيا را ياد شو چې کله په کابل کې د اطلاعاتو او کلتو ر وزارت کې ور سره مخ شوم، هغه مهال دى ددې وزارت مرستيال و.
موږ چې دې کورته راغلو لوى اختر ته ايله څو ورځې پاتې وې، ماته د هريپور وختونه را ياد شول، د اختر لپاره مې ښه پرېمانه وچه ميوه، کلچې او کيک راوړل، د هريپور په فکر کې وم، خو باور وکړئ ټوله ورځ مې سترګې ستړې شوې خو هيچا زموږ دروازه بيرته نه کړه، شايد دا هم د تنظيمي ماحول برکت وو .
سبا بيا تر يوه وخته په تمه وم، څوک را نغلل له کوره ووتم، په مخامخ هديره ورګډ شوم. هر قبر ته دريدم او د اختر مبارکي مې ورکوله .
هديره له بيرغونو ډکه وه او داسې شور يې کاوه لکه د مرغانو سيل چې تېرېږي. له ځينو قبرونو اوسپنيزې پنچرې را تاوې وې او ځينې بيا همداسې عادي وو.
د هر قبر شناخته مې کتله، د شهيد عمر، ځاى او د شهادت نېټه مې له سترګو تيروله، حيران وم ماويل که ټول پغمان دلته ښخ دى او هلته به هيڅ ځوان نه وي پاتې.
څومره چې مې سترګو کار کاوه، بيرغونه او قبرونه مې ليدل، بيرغونه ورخطا، ورخطا رپيدل او داسې يې ښودله چې په کې پراته جسدونه د خپلې سرښندنې په پايلو شکمن دي.
لږ وړاندې لاړم، هلته درې خړو قبر ونو ته چې د تيږې وړې شناختې پرې ښخې وې پښه نيولى شوم، په شناخته په شين رنګ ليکل شوي و و، عبدالله عزام او دواړو غاړو ته يې د زامنو ( محمد او ابراهيم ) قبرونه وو .
يوه شيبه ودرېدم، حيران وم، ژوند راته يوه عجيبه تماشا ښکاره شو، ماويل چېرې نازولي عرب او چيرې دا خړه دښته ؟
فلسطينى عبدالله عزام ستر عالم او ليکوال و، خو خپل ارام ژوند يې پرېښى و او له مجاهدينو سره اوږه په اوږه د سره ځواک پر وړاندې جنګېده .
دغه عرب د ١٣٦٨ کال د ليندۍ په ٣يمه، له خپلو زامنو سره يو ځاى په پېښور کې په داسې حال کې چې جمعې لمانځه ته روان وو، په يوه چاودنه کې شهيد شو .
لمر په ډوبېدو وو، خو لا له شهيدانو سره زما د اختر مبارکي نه وه خلاصه شوې، هغوى هير کړاى شوي وو، ځکه ټول ماته په تمه وو او بيرغونو يې راته د راتګ بلنه را کوله .
نور ستړى شوى وم، لوږې او تندې سست کړى وم د ګام پورته کولو وس مې نه درلود، ټوله ورځ مې هديره کې تېر ه شوې وه.
يو لوى قبر ته مې ډډه ووهله، له دغه قبر نه شنه اوسپنيزه پنجره را تاوه وه او جنډې پرې رپيدلې.
کله به مې مخکې پرتو سلګونو شهيدانو ته کتلې، د هغوى تنکى ځوانۍ به مې ذهن کې تصوير شوې، زړه به مې ډک شو چيغه به مې ستونۍ کې تاوه راتاوه شوه خو چې شونډو ته به مې راغله، يو دم به غلى شوم او يوه بله څپه به مې په ذهن راغله، ځان سر ه به مې ويل:
که دغه قرباني نه وى او دا هديرې په شهيدانو ډکې نه وى، اوس به ټول د سره ښکيلاک تر ګونډو لاندې وو .
خير دى، ددوى وينو رنګ راوړ، د سره پوځ تالي څټي هم ختم شول او دادى واک مجاهدينو ونيو او د شهيدانو ارمانونه پوره شول.
خو حالات بل ډو ل شول، هغه خلک چې في سبيل الله جهاد ته يې ځوانان را بلل د قدرت په نشو کې ډوب شول.
له هغه وخته دادى ډېر کلونه تېر شول، خو چې اوس کله ملي شورا او يا نورو غونډو کې د هغو ډلو مشران خوا په خوا په څوکيو ناست ووينم د کومو تر منځ چې دغه شان هديري ډکې شوې، زړه مې را ډک شي خو دا ځل هيڅ داسې ارمان په مخ کې نه وينم چې زړه پرې ډاډه کړم او د ژړا مخه ډب کړم .
يادښت:
تبصرې ازادې دي، خو د کلام عفت حتمي دى