Posts | Comments | E-mail /

حامد کرزي د استرالیایي ځواکونو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه

Posted by on Aug 30th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د خبرپاڼې پر اساس، جمهور رئیس حامد کرزي په ارزګان ولایت کې د استرالیایي پوځیانو په وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړه.

د ارزګان ولایت د چارواکو د معلوماتو له مخې، یو کس چې د ملي اردو یونیفورم یې په تن و، پرون ماښام ددغه ولایت په “سرخ ریز” پوځي قرارګاه کې پر استرالیایي ځواکونو ډزې وکړې چې له امله یې دری استرالیایي پوځیان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی چې اوس مهال د ناپېیلو هېوادونو د غورځنګ د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه ایران ته تللی دی، دا پېښه په کلکه وغندله او دا یې د هغه چا کار وباله چې نه غواړي افغانستان د ځواکمنې ملي اردو او ملي پولیسو خاوند وي.

حامد کرزي زیاته کړه: د افغانستان د ملي ځواکونو لخوا پر بهرنیو قواوو بریدونه چې په دې وروستیو کې رامنځ ته کېږي، دداسې کسانو کار دی چې غواړي د افغانستان د ملي ځواکونو او نړیوالو متحدینو تر منځ بې باوري رامنځ ته کړي.

د یادولو وړ ده چې له څه کم دریو لسیزو راهیسې ځینو بهرنیو کړیو په منظم ډول دا هڅې کړي دي چې افغانستان په خپلو پښو ولاړه او پیاوړې اردو ونلري او اوسنۍ هم د هماغو کړیو کړنې دي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree