Posts | Comments | E-mail /

د سيمه ييزوارګانونو خپلواکې ادارې مشر هم له دندې ګوښه کیږي

Posted by on Aug 30th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

.
کابل(عابد):- ويل کېږي، چې جمهور رئیس به پخپله کابينه کې ژور بدلون راولي، پدې بدلون کې به يو شمېر لوړپوړي چارواکي تبديل او ځيني نور به بيا له دندو ګوښه شي، د يو شمېر نورو چارواکو تر څنګ د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئيس د ګوښه کېدو اوازې هم خپرې دي، جمهوري رياست ته نږدې سرچينو د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي چې فراهي په خپلو اړونده چارو کې پاتې راغلی، نږدې مشاورين يې په فساد ښکيل دي، او په ولاياتو کې د شته ستونزو هواري لپاره یې ګړندي ګامونه ندي اخيستي.
د سرچينې په وينا چې عبدالخالق فراهي اوس مهال د کابينې غړی دی او د امنيت په شورا کې هم په دوامداره توګه ګډون کوي، خو تر دې دمه يې د ولاياتوستونزې په جدي ډول په دې غونډو کې ندي مطرح کړي، سرچينې زياتوله، چې د سيمه ييزو ارګانونو اداره بايد د ولاياتو، مرکز او نړيوالو مرستندويه ټولنو تر منځ د پل حيثيت ولري خو ليدل کېږي، چې تراوسه داسې څه ندي شوي، سرچينې وويل؛ د فراهي د ګوښه کېدو شايد يو علت هم همدا وي، چې دې ته نږدې کسان (مشاورين) يې د اقتصادي منابعو لرونکي ځايونو(ښاروالان او ولسوالان) مرکز ته غوښتل له هغوئ به يې خپل باج اخيسته پداسې حال کې، چې ولايت مقام به په جریان کې نه وه، د سرچينې په وينا چې د ترلاسه شويو اوپراتيفي معلوماتو پر پناء دې ادارې د تجارتي مرکز بڼه خپله کړې، خو ويې نه ويل چې پکې څه روان دي.
سرچينې په ولاياتو کې راپورته شوې ستونزې هم د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ځينو کړيو طرحه شوې برنامه وبلله او ويې ويل چې پدې اداره کې داسې اشخاص هم شته، چې د واليانو پرخلاف خلک هڅوي ترڅو په مقابل کې يې ودرېږي، چې ژوندۍ بيلګې يې په هلمند، پکتيکا، پکتيا او يو شمېر نور ولاياتونه دي، ده وويل په اوس وخت کې ولاياتو ته ډېر کار کول پکار دي، ځکه چې له يوې خوا نړیوال له هېواده وځي، له بل پلوه بنسټيزې پروژې پلي کول او ناراضه وروڼه سولې ته هڅول پکار دي، چې سيمه ييز ارګانونه خپلواکه اداره پدې برخه کې پاتې راغلې، سرچينه وايي واليان د دې ادارې د حمايت څخه بې برخې شوي او زړه ماتې شوي وه، همدا لامل وګرځيده، چې د بغلان والي څو څو وار دې ادارې ته مراجعه کړې وه، خو ستونزې يې نوې حل شوې ځکه يې د بي بي سي دري سره مرکه وکړه او د خپلې بې واکۍ څخه يې فرياد وکړ.
د يادونې وړ ده، چې ولسمشر دوه مياشتې وړاندې درې ګوونو قواوو ته په خپله وينا کې وعده ورکړې وه، چې هېواد به نور له بحران څخه ساتي او په ټولو ادارو کې چې اوس مهال ستونزې موجودې دي، ژور بدلون راولي.
هيره دې نوي، چې عبدالخالق فراهي تر دې وړاندې په پېښور کې د جنرال قونسل دنده په غاړه درلوده.
فرستادن/حفظ کردن

2 Responses for “د سيمه ييزوارګانونو خپلواکې ادارې مشر هم له دندې ګوښه کیږي”

  1. Vote -1 Vote +1mohmend raz m. says:

    TO MR,HAMID KARZI,IF YOU REMEMBER IN HAYAT HOTEL IN NEWYORK
    YOU SAID,AFGAH S ALWAYS TAKE HAND LONG TO THE PEOPLE GAVE ME SOME THING,YOU PUT HAND IN POCKET,I WANT CHANGE AFGHANISTAN,
    IN THE NEXT I WILL GAVE SOME HELP TO THE OTHER COUNTRY.WHEN?
    NEED TO CHOICE A ENJINER MINISTER FOR DEP.OF ENERGY&WATER,
    WHO CLOSE ALL WATER WHICH RUNNING TO PAKISTAN&IRAN.
    BUILD PROJECT FOR ELECTRICITY&FISHING,AND CLOSE WATERFOR
    AGRICALTURE,THANK YOU
    RAZ MOHAMMED KAMAWALL NEWYORK

  2. Vote -1 Vote +1mohmend raz m. says:

    must replace the ismail khan minister of energy&water;he is old man,need to become retired,stay at home,do rest,he is honest to iran,
    afghanpeople need some young minister,honest to the afghanistan,
    all water running to pakistan and iran.
    ,minister must work for people,close all water which runnig to pakistanand iran,
    for agricalture and make projects for electricity,project for fish and more,
    thank you

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د پاکستان سفر او د ټال چال زړه لوبه
    • به احتمال قوی امروز پنجشنبه بر سوریه حمله خواهد شد
    • په خوست ولایت کې د قانون ماتوونکو او جګړه مارو افرادو د نيولو په هکله جدي پریکړې
    • کشته و زخمی شدن ۵۹ نفر در حمله بر مرکز پی آر تی در ولایت غزنی
    • د افغانستان راتلونکی جمهوررئیس باید داسې یو شخص وي چې ټول ملت ورباندې راټول شي: کرزی
    • شجاعي ځورولي به له طالبانو مرسته وغواړي
    • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۳۶ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
    • برگزاری گردهمایی مهم موافقین و مخالفین کرزی
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه
    • د منګلو او مقبلو ځوانان: دمنګلو او مقبلو ترمنځ شوي پرېکړه حکومت بايد ژرترژره تطبيق کړي.