میدان ښار:- د میدان وردګو ولایت مقام د خبرپاڼې پر اساس، دې ولایت په مرکز میدان ښآر کې دغازي کریم خان دتفریحي پارک د(۱۷۵۰) مترو په اوږدالي او ددرې نیم مترو په لوړوالي دښاروالۍ دانکشافي بودجې څخه د څه کم (۱۶) میلیونو افغانيو په لګښت چې ورسره به نورې اسانتیاوې هم وي دپیل چارې یې دولایت والي محمد حلیم فدایي،ولایتي شورا ریس شیرشا بازون، دمیدانښار ښاروال انجینیر محمود،دملي امنیت ریس او د دادارو دیو شمېر ریسانو لخوا پیل شوې.
دښاروال انجینیر محمود په ویناء د غازي کریم خان دتفریحي پارک احاطوي دیوال به (۱۷۵۰) مترو په اوږدوالي، د درې نیمومترو په لوړوالي، دیومتر په پلنوالي چې ورسره به دساتوونکو خونې،پخلنځي، ښایسته کوونکي بریښنایي ګروپونه د احاطوي دیوال ترڅنګ دوه متره پلې مزایق لارې او نورې اسانتیاوې پکې شاملې دي چې دښاوالۍ د(۱۵۷۱۶۹۹۵۰) میلیونو انکشافي بودجې څخه په دریو میاشتو کې په پاخه او اساسي ډول جوړیږي،
دښاروال په وینا چې په دغه پروژه کې به تر ډيره دسیمې دتیږو څخه کار واخیستل شي او هم هره ورځ په دغه پروژه کې نژدې (۱۸۰) تنو ښاریانو ته دکار زمینه برابره شي.
د ولایت والي د دغه پروژې دپرانیستې پرمهال وویل چې ددغه پروژې په بشپړیدا سره به د میدانښار ښکلاء څو چنده شي او هم دمیدان وردګو ولایت سربېره د پلارمینې کابل څخه کورنۍ د روخصتیو په ورځو کې دمیلو او تفریح په موخه راځي او ددې له امله به د ښاروالۍ په عوایدو کې هم پام وړ بدلون رامنځته شي.