Posts | Comments | E-mail /

د هر قوم دښمن د ټول ولس دښمن دى

Posted by on Jan 15th, 2012 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

د جرمني د برلين له غونډې وروسته چې په كابل كې د دې غونډې افغان برخوالو كوم وضاحتونه كول او د غونډې له اصلي اجنډاؤ او خبرو يې ځانونه تيرول امريكايي سرپرستانو يې بيا بر عكس په خپلو مركو كې هرڅه افشا كړل.

امريكايي كانګرس مينانو له رسنيو سره په مركو كې برالا وويل چې دوى د افغانستان په حاكميت كې د پښتنو مخالف دي، دوى همدغه غيرپښتانه غواړي سره منظم او را ټول كړي، داناروراباكر او د لويي ګومرټ هر يوه اوس هم او پخوا هم د خپلې پښتون دښمنۍ پټولو هڅه نه ده كړې.

خو واقعيت دا دى چې داناروراباكر او لويي ګومرټ اوس هم نيم رښتيا ويلي دي، هغوى نه په افغانستان كې د پښتنو حاكميت مني او نه د تاجك، ازبك، او هزاره. د پښتنو پر خلاف كركه خو برالا يادوي  خو په يوه شريك كور كې د يوه ورور دښمن د نورو څنګه دوست كيداى شي؟

كه افغانستان يو كور او زموږ ورونه قومونه پكې د ورونو په څير ژوند وكړي، آيا د يوه ورور قوم دښمن د نورو دوست كيداى شي؟

آيا د نورو ورونو په وړاندې ديوه ورور بد ويل د نورو سپكاوى نه دى؟ آيا احمد ضيا مسعود، جنرال دوستم، محقق، ذكي او امرالله دغه توهين درك نكړاى شو چې دوى پخپله لاسونه ورته پړقول؟

دلته زموږ مخاطب  نه روراباكر خيل دي، نه ګالبرايټ خيل،نه د هغو پوځيانو قوماندانان چې هره ورځ د افغان ولس مړو او ژونديو ته سپكاوى كوي، مخاطب مو خپل دغه ښاغلي دي چې د هيواد او ولس ګډو ډيرو بدو دښمنانو ته جينګې خولې ولاړ وي او پر هغوى داسې هيلې تړي چې هيڅكله به هم تر سره نه شي.

افغانستان كه سره متحد او يو كور ؤ، هر افغان به پكې ښاد او سرلوړى وي، كه خداى مه كړه ددغه كور ملي يووالى مات او د پرديو دتوطيو ښكار شي  ټول به په ماتم كې ډوب وي او ددې ولس د هر وګړي لعنت به پر همغو څيرو وي چې له پرديو  سره يې د كور د حريم په ماتولو كې لاس كړى دى.

دولس په وينو، مرګونو او ماتمونو كې را لوبيدلي او پړسيدلي ياران خو د آخرت او الهي عذاب په غم كې نه دي، ځكه چې هغه د سبا خبره ده چې خداى خبر دى ډير به پرې باور هم نه لري، راځو ددې اوسنۍ نړۍ واقعيتونو ته چې هره ورځ مو په مخكې تيرېږي. لويديزوال د خپلو ګټو نه پرته بل هيڅ نه پيژني، هغوى زموږ د نړۍ خلك په سړيو كې نه شميري، يوازې د وسيلې كار ترې اخلي، يوازې د بحران جوړولو د مزدورو څيرو حيثيت ورته لري، چې كه يې فرضاًواك ته رسوي هم د خپل هدف له پوره كيدو وروسته هغه څه ورسره كوي چې له فرديناند ماركوس نه نيولې تر زين العابدين بن علي، حسني مبارك او نورو پورې ورسره شوي دي.

موږ دغه د پرديوت په مټ د واك او ځواك پر ليوالو غږ كوو چې لږ را په خود شئ، د افغان ولس د يوه قوم دښمن «چې هر يو وي» زموږ د ټولو دښمن دى، كه پر دښمن ددوست ګومان وكړئ پخپله به يې شومې پايلې وګورئ.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    بانک روسیه 'حسابهای کارمندان سفارت ایران را مسدود می کند

    March 2nd, 2012

    مسکو:- سفیر ایران در روسیه گفته است که بانک محل نگهداری �[...]

    په خوست کې شاوخوا پنځه ميليونه نيالګي اېښودل کېږي

    March 2nd, 2012

    خوست ښار : د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا پنځه �[...]

    دملي دفاع وزیردتیښتې نوښت دناټودمشرانو هم خوښ شو

    March 2nd, 2012

    لیکوال: ابراهیم نعیمی زمادلاندې لیکنې ددوهمې برخې بڼه [...]

    ته ولې خفه يې؟!

    March 2nd, 2012

    لنډه کيسه           رفيع الله روشن نن يې دخبرو پيل په �[...]

    اسير شوى قلم

    March 2nd, 2012

    ادبي ټوټه::::رفيع الله روشن دورځې نهه بجې وې چې دڅلورو د�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars