Posts | Comments | E-mail /

دامريكا مرستيال ولسمشر جوبايډن اعتراف څه معنا؟

Posted by on Dec 21st, 2011 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

د امريكا مرستيال ولسمشر جوبايډن له نيوزويك اونيزې سره په مركه كې ويلي چې طالبان د امريكا دښمن نه دي القاعده د امريكا دښمن دى.

د نوموړي دغه څرګندونې ښيې چې له طالبانو سره ددوى خبرې له هغه پړاوه هم اوښتې دي چې رويترز خبرې آژانس د يوه امريكايي چارواكي له خولې خپرې كړې وې.

دا چې  د امريكا او طالبانو ترمنځ څه ډول خبرې جريان لري، پركومو ټكيو توافقات شوي او يا نه دي شوي او يا دا چې يوازې د امريكا او طالبانو ترمنځ خبرې او توافقات كولاى شي په افغانستان او سيمه كې بحران پاى ته ورسوي بېله خبره ده، اوس دلته څه نه پرې وايو، يوازې همدومره كافي بولو چې امريكا او طالبان هيڅكله هم په افغان لانجه كې دوه اصلي لوري نه دي چې د دوى ترمنځ تفاهم د لانجې د حل سبب شي، په ټوله كې لانجه د افغاني لوريو ترمنځ ده چې له هغو نه د سيمې او لويو هيوادونو استخباراتي او سياسي كړۍ ګټه اوچتوي.

امريكا د افغانستان د بحران په حل كې مرسته كولاى شي خو ددې لانجې اصلي لورى نه دى.

په هر صورت د امريكا د مرستيال ولسمشر جوبايډن دغه خبره ارزوو چې طالبان د امريكا دښمن نه دي، القاعده ده.

كه امريكا په رښتيا د خپل مرستيال ولسمشر پر دې خبره ودريږي دا چې تر اوسه پورې دلته څومره وحشتونه شوي دي تير په هير، تر دې وروسته په افغانستان كې د امريكا او ناټو لپاره د يوه ډز جواز نشته.

د افغان ولس  پر كليو او كورونو چاپې او بريدونه بايد پاى ته ورسيږي، ځكه چې طالب د امريكا دښمن نه دى او القاعده په افغانستان كې نشته.

د القاعده بنسټګر او مشر اسامه بن لادن په ايبټ آباد كې ووژل شو، د هغو تر ۹۰ سلنه زيات مشران په پاكستان كې وژل شوي او يا نيول شوي دي.

پخپله د لويديزو او سيمه ييزو رسنيو راپورونه دي چې د سيف العادل او يو شمير نورو مشرانو په شمول د القاعده يو شمير نور مهم كسان په ايران كې اوسيدل چې ښايي ځينې يې تر اوسه هلته ديره وي، بيا په افغانستان كې د امريكا او ناټو د پوځونو غومبر د څه لپاره دى؟ د كوراكور لټون، د شپې بريدونه او چاپې او دا دومره وحشت د څه لپاره دى او ددې معنا څه ده؟

امريكايي چارواكي چې اوس پر دې اعتراف كوي چې طالبان يې دښمنان نه دي نو ددوى قانوني، اخلاقي او انساني مسؤوليت همدغه دى چې زموږ كلي او كور كې د خپلو هغو پوځيانو جلب راونيسي چې له وژلو او وحشت پرته نور هيڅ نه پيژني.

كه دغه وحشتونه او بريدونه دوام كوي معنا يې دا ده چې امريكا افغان ولس ته ددښمن په سترګه ګوري او بس.

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “دامريكا مرستيال ولسمشر جوبايډن اعتراف څه معنا؟”

  1. Vote -1 Vote +1نورزی جهانی says:

    قدرمنو لوستونکو، ځني محترم لیکوالان طبعی میلان دي ته لري چي د دریم شخص خبري په خپل میل سره ژباړه کړي او خپل په خوشئ تحریف کړي، او ګمان هم په دي کوي چي تر اصلي ویانډ د موضوع په تحریف بهتره پوهیژي. د بیلګي په توګه په پورتني مطلب کي د امریکا د ولسمشر د مرستیال جو بایدن مطب له اصلي کلام څخه یوازي ځني ټکي اخیستل شوی او پري تحلیل شوی د ئ. دوستانو هغه څه چې د ولسمشر مرستیال د طالبانو په هکله ویلی دا دي چې که چیرې طالبان وسله پر ځمکه کښیږدي او د القاعدې ډله سره اړیکې پرې کړي او د افغانستان اساسي قانون او په ځانګړي ډول اقلیتونه او د ښځو حقوق ومني هغوی لزوما زمونږ دښمنان ندي.
    همداراز په افغانستان کي د امریکا سفیر شاغلی کراکر هم واي ” طالبان د خوښې واک لري: چې جګړې ته دوام ورکړي اویا د شرایطو په منلو له افغاني ټولنې سره بیا یوځای شي.
    د ملي جوړجاړی له پیل څخه موږ خپل ملاتړ له دغه بهیر څخه اعلان کړی دی، او ویلی مو دی چي د جوړښت لپاره مخالف ډله دي باید توپک پر ځمکه پریږدي او د افغانستان د نافد قانون څخه اطاعت وکړي. دوستانو، دا مو هیر نشي چي د سپتامبر یوولسم پيښي طراحان د افغانستان له خاوري څخه یی استفاده کړي، طالبانو نه یوازي چي زموږ درخواست د القایده شبکه د تسلیمولوی رد کړ، بلکه القایده ډلي ته یی پناه ورکړ، او دغه سبب شو چي موږ سرتیري افغانستان ته واستوو. په افغانستان کي زموږ تګلاره د یاغیانو سره په مبارزه کي په دوه اساس استوار دي، جنګیدل او خبري کول. موږ د افغانانو سره اوږه په اوږه تر هغه پوري د شورشیانو په وړاندي جنګیژو ترسو هغوي افغان ولس ته ګواښ نه وي، او به عین حال کي هغه شورشیان چي غواړي خپل وسلحه پر ځمکه پریږدي او د افغان مدني ټولني سالم غړي شي موږ د هغوي سره د افغان حکومت په مشري د خبرو اترو ملاتړ کوو.
    دوستانو په پاي کي غواړم تاسو ته د امریکا د دفاع وزارت ویانډ کپتین جان کیربی نقل قول زموږ د فوځ دریځ د طالبانو په وړاندي وکړم، ” که چیرې طالبان د افغانستان پر بیګناه وګړو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او زمونږ پوځ له ګواښونو سره مخ کړي نو فکر کوم چې دا هغه ډله ده چې مونږ به ېې په وړاندې ودریږو. هغه داسې وویل: مونږ به د طالبانو د پرشا ټمبوني په لار کې په زیار سره کار وکړو چې تر یو ځایه مو هغوی پرشا بیولي دي او هره ورځ د هغوی په وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکوو. د هرې ورځې په تیریدلو مونږ د هغوی توان چې د افغان وګړو زیانمنول دي کمزورې کوو. سره له دې، هغوی سیاسي موخې هم لري چې په همدې دلیل د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په مرسته د افغانستان حکومت په مشرتابه د سولې او بیا یوځای کیدلو ځانګړی بهیر پیل شوی دی.
    په درناوي
    نورزی جهانی
    د امریکا مرکزي قومانداني
    https://www.centcom.mil

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    ځوانيمرګ

    March 3rd, 2012

    لنډه کيسه:::::  سهراب سهار د ښوونځي له فراغت وروسته مې د[...]

    په امنيتي ارګانونو کې موجودې غټې ستونزې

    March 3rd, 2012

    علي عباس بدر دهېواد په تېر لس کلن تاريخ کې د پلازمينې س�[...]

    زموږ قومونه او بهرني استخبارات

    March 3rd, 2012

    رفيع الله زيار افغانستان هغه هېواد دى، چې د تاريخ په ا[...]

    تناقض در گفته های مقامات در نشست ایکو

    March 3rd, 2012

    کوهستانی مقامات دولتی در نشست ایکو در خصوص اوضاع مربوط[...]

    متن کامل مصوبه شورای سرتاسری علمای افغانستان

    March 3rd, 2012

    ۱۲حوت ۱۳۹۰    الحمد لله وحده والسلام علی من لا نبی بعده[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars