Posts | Comments | E-mail /

ددرنيمو لسيزو د غميزو نه د خلاصون اساسي علتونه او دبرياليتوب رازونه

Posted by on Sep 28th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ليکوال سمونوال زيارت ګل  اژانس 

په افغانستان کې ښه حکومتداري او ښه مديريت تر هر څه د مخه استقرار پيداکړى او په دې باب اساسي پاملرنه وشي ترڅو ددولت او د خلکو ترمنځ دا موجوده فاصله لنډه شي ترڅو خلک ددولت په موجوده پاليسۍاعتماد او باور وکړي اود هېواد د جوړونې د پلانونو په رښتيني توګه ملاتړ وکړي اود ټوپک پر ځاى قلم او کاغذ په لاس کې واخلي، همدا د جنګ د ختميدو رښتينى سبب دى، جنګ او شخړې د ختميدو خوا ته ګام په ګام زرنژدې کیږي اوخلک د جنګ او ورور وژنې څخه کرکه او بدبيني کوي او د جنګ پر ځاى سوله عوض کیږي او سوله د جنګ ځاى اشغالوي . په اوسني وخت او زمان کې په دغه افغان مسلمانو خلکو رحم ددولتي چارواکو په علويت کې راځي او ددى مکلفيت لري ،چې په ټولنه کې عدالت تامين کړي . موږ په کمزوري مديريت نشوکولاى ،چې دخپلو خلکو اعتماد او باور په لاس راوړو . له بلې خوا دمدني ټولنو او دعلماوو شورا غړي او استاذي په دې موجوده شرايطو کې د افغانستان د سرتا سري او ګوټ، گوټ ،د ولاياتو او محلا تو څخه نه دي ټاکل شوي فقط په څو پېژندل شوو ګوتو شمارکسانو په عضويت اکتفا شوي ده، دوى اصلاً د مدني ټولنو او د علماو شورا غړي نه بلکه د افغانانو د حقوقي نظام په درد دوا کيداى شي د پورتنيو ټولنو او شوراګانو غړي بايد دولس انتخابي غړي شي ترڅو دوى وکولاى شي ،چې دخپلو فعاليتونواثرات په ټولنه کې منعکس کړي .

له بلې خوا اقتصادي ريفورم نشتوالى دى ،چې په افغانستان کې په کار نه دى اچول شوى . ترڅو د ټولو افغانانو اقتصاد پراختيا او انکشاف وکړي او هر څو ک په خپلو اوږو مطمئن شي. تراوسه ،چې پوره لس کاله تيريږي زموږ مالياتي سيستم شفاف نه دى اوسنى خصوصي سکټور زما په نظر رهبري شوى سکټور نه دى .په اقتصادي لحاظ موږ د غربت او نيستۍ خوا ته کشوي اود افغانانو د درد دوا نه شي کيداى .موږ بايد په افغانستان کې دولتي او خصوصي مختلط اقتصادي سکټور ولرو ،چې البته کوپراتيفي خدامت دولس په ګټه ترسره کړي، بيارغوانه چټکه شي او انعکاس يې ټولو نړيوال اژانسونو ته ورکړل شي ، او په دې اکتفاونه شي اوهمدا ډول موږ ټول افغانان د خپل ګران هېواد په جوړيدو بې پروا او لاس تر زنې ناست پاتې نه شو .ترڅود ښه نوم او شهرت خاوندان شو،د سبا غم وخورواو ځانونو ته د راتلونکې پانګه خوندې کړو. او ورسره په هېواد کې د امن د ټينګښت اود سرتاسري سولې نارې هم ووهو . ولې زموږ چارې عملي جامه نه لري په هېواد کې هغه وخت حقيقي سوله رامنځ ته کيداى شي ،چې يو سنجش شوى پلان موجود وي ،چې هغه کې حقوقي ، مدني ، نظامي ،سياسي ، اقتصادي او فرهنګي اړخونه په نظر کې نيول شوي او درج وي په دې اساس سولې ته هر څوک رجوع او تمايول کوي د جنګ د ختمولو او دله منځه تلو اصلى سبب همدا دى .

هر څوک خپل عمده هدف په سوله او روغه کې ويني او هرڅو ک د قانون په وړاندې مسوليت مني ، نو ناورينونه اوغميزى پاى ته رسيداى شي . نړيوالې ټولنې په دې موجوده حالاتو کې په افغانستان کې دملت جوړونې ته خاصه پاملرنه نه دې کړي فقط په امن باندې ټينګار کوى ملت جوړونه دافغانانو لپاره ژونداو بقا اهميت لري او د هرڅه د مخه دافغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه په داسې طريقه او اصولو پياوړى شي ،چې ملي بڼه ولري او ملي ارزښتونه ته وفاداره وي او په ملي احساس سمبال وي . اوددوى مقرارى او تعينات بايدد اهليت او شحصيت په نظر کې  نيولوسره وشي. که چپرې داسې ونه شي همدا قوتونه به په امنيتي او دفاعي لحاظ ورځ تر ورځې کم زورې کېږي.  خداى مه کړه زموږ شته اميدونه له خاورو سره خاورې نه کړي بايد هر څه د ملي او هېوادني هويت پر بنسټ ترسره شي .

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • بدون شرح
    • حامدکرزی د هندوانو او سیکانو له استازو سره په کتنه کې: تاسو د افغانستان د اتباعو په توګه د دې هیواد له نورو اوسېدونکو سره مساوي حقوق لری
    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد