Posts | Comments | E-mail /

د افغان مشرانو وژل ، دهیواد بې ثباته کول دي !

Posted by on Sep 26th, 2011 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

اداره

له هغې ورځ راپه دې خوا ،چې په هبواد کې د نوي نظام سياسي واک ښاغلي حامد کرزي په لاس کې اخېستى ، نو په پرله پسې ډول  د سولې او امن د تامين او ټينګښت په موخه هڅه اوهاند کوي . روانې جګړې نه يوازې زموږ هبواد بلکې ټوله سيمه او ان نړيواله ټولنه هم اغبزمنه کړې او دادترهګرۍ کړکبچ اوخطرنړۍ له يوې نه بلې ورځې ته په خپلو خونړيو منګولو کې رانغاړي . د افغان جګړې ښکاره ببلګه دامريکې پر متحده ايالتونو باندې د ٢٠٠١ زېږديز کال د سپټمبر مياشتې د ١١ نېټې پېښې دي ،چې په ترڅ کې يې دواشنګټن او نيويارک ښارخورا وياړمنې ودانۍ او آسمان څکي برجونه والوزول شول . په افغانستان کې د لوېديځ ترسياسي ملاتړنظام لاندې د واکمنۍ له لس کلن بهير وروسته لاهم په هېواد کې خونړۍ جګړه روانه ده ،چې د هرې ورځې په تبرېدا سره نوي اړخونه او ابعاد ځان ته غوره کوي .دافغان دولت مشر حامد کرزي په ځلونو ددولت مخالفينو ته د سولې او امنيت  د ټينګښت په لړکې دروغې جوړې په موخه د خبرو او مذاکراتو وړانديزونه کړي ،چې هر ځل د مخالفينو له خوارد شوي دي . دافغان کشالې د سياسي حل په لړکې ولسمشر حامد کرزي د سولې عالي شورا جوړه کړه ،چې مشرى يې ارواښاد استاد برهان الدين رباني ته وروسپارل شوه . استادرباني په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت په لړکې له هېوادسربېره په سيمه ييزه کچه پراخې هڅې پيل کړې ،چې تر ډېره په خپلو دغو هڅو او کوښښونو کې بريالى ؤ ، خو د افغانستان دښمنان هېڅ کله نه غواړي،چې پر دغه تاريخي ، ستراتېژيکه او مهمه سيمه کې سراسري سوله او امنيت خپلې وزرې خپرې کړي . د هېواد روانې اوږدې غميزې اوس سيمه ييزه بڼه  ځان ته غوره کړې ،چې په دغه جګړه کې سيمه ييزهېوادونه او نړيوال زبر ځواکونه شريک دي ،اود خپلو لنډه مهاله او اوږده مهاله ستراتبژيکو موخو ته درسبدا لپاره يې پر افغان خاوره سياسي سيالي متمرکزه کړې ،چې ددغې جګړې اصلي قربانيان د ډيورنډ کرښې دواړوغاړو ته افغان ، پښتون ولس دى . دافغانستان د سولې شورا او دهغې محترم مشراستاد برهان الدين رباني په پوره اخلاص او صداقت سره هڅه کوله ،څو د افغان دولت او دمخالفينو ترمنځ د يوۀ مشر او بې پرې منځګړي په توګه خپل رښتينى ملي ،افغاني او اسلامي رول ولوبوي . مرحوم استاد په افغان  خاوره کې د دايمي امن د تامين لپاره د افغانستان له ګانډويانو سربېره د سيمې هېوادونو سره هم اړيکې ټينګې کړې وې اوګڼ شمېر هېوادونو ته يې سفرونه هم وکړل او په دغه پاکه او سپبڅلې لاره کې يې په خورا ستړياوتې توګه هڅه او هاند کاوۀ. د ځينو سياسي کارپوهانو په وينا استاد رباني د دولت مخالفينو سره دروغې جوړې په برخه کې ډېرپرمختګ کړى ؤاو دا بهير د پردې ترشا په خورا چټکۍ او شدت سره پر مخه روان ؤ،چې له امله يې د ډېرو افغانانو سره په هبواد کې د همېشني امنيت او سولې په اړه هيلې پيداشوې وې . خو له بده مرغه د تبرې سه شنبې په ورځ د سولې عالي شورا رئيس ارواښاد استاد برهان الدين رباني په يوۀ ترهګر يز ځانمرګي بريدکې په شهادت ورسبد. داستاد شهادت په کورنۍاوبهرنۍ کچه د غندنې پراخ غبرګونونه راوپارول او د استاد رباني مړينه يې د سولې پروسې سرببره د ټول افغانستان لپاره يوه لويه ضايعه وبلله . دافغانستان د سولې عالي شورا مشر ارواښاداستادرباني شهادت ددولت او مخالفينو ترمنځ د سولې خبرو روانه پروسه ټکنۍکړه اوګڼ شمېر افغان سياستوالو، دګوندونو مشرانو د اودپارلمان غړوددولت مخالفينوسره دسولې خبرو پر روان بهيردبياکتنې غوښتنه وکړه ،چې دغه حالت په کورنۍ کچه يوه  ژوره ناهيلي او خپګان رامنځ ته کړ.

هرڅه،چې وي ، دافغانستان دښمنان په خپل پلان کې بريالي شول . د سولې هغه پروسه،چې دمرحوم استاد رباني ترمشرۍ پيل شوې وه،اوسمهال له جدي ستونزو اودټپ درېدا حالت سره مخ شوه ،چې دروند زيان به يې افغان دولت اوملت ورکوي،خوله دې سربېره داستاد شهادت په کوردننه قومي اختلافونه هم راپورته کړې ،چې دغې چارې د هېوادملي وحدت ته زيان ورساوۀ . دافغانستان تاريخي دښمن په يوۀکاڼي دوه مرغۍ ووېشتې ، يو يې د سولې پروسه د ځنډ او خنډ سره مخ کړه اوبل يې په افغانستان کې ملي وحدت زيانمن کړ.اوس افغان دولت مشرانو،سياستوالو،ګوندونومشرانو،دپارلمان غړو،اوټولنيزو متنفذوشخصيتونو ته لازمه ده،چې دافغان ملت ترمنځ دملي وحدت دټينګښت اوساتنې په موخه خپل ملي ، افغاني اواسلامي دنده په رښتينې توګه ترسره کړي . هبواد د خپل سياسي ژوندانه له خورا حساس پړوا څخه تبريږي،نو پر همدې اساس بايد د افغانستان ددښمنانو ټولې توطيې اودسيسې په ګډه سره شنډې کړي اوافغانستان له سياسي اوپوځي بې ثباتۍ اوګډودۍ څخه وساتي . ټولوافغانانوته ښايي،چې په دغه حساسوتاريخي شېبوکې دګران افغانستان دلويواوملي ګټوپه خاطرسره يولاس اويوموټى شي . افغان ولس کولاى شي، دملي وحدت په مټ د هبواد کورني او بهرني دښمن ټولې دسيسې شنډې کړي اوافغانستان له روان ناورين څخه په بريمن ډول سره راوباسي .

اداره !

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    ځوانيمرګ

    March 3rd, 2012

    لنډه کيسه:::::  سهراب سهار د ښوونځي له فراغت وروسته مې د[...]

    په امنيتي ارګانونو کې موجودې غټې ستونزې

    March 3rd, 2012

    علي عباس بدر دهېواد په تېر لس کلن تاريخ کې د پلازمينې س�[...]

    زموږ قومونه او بهرني استخبارات

    March 3rd, 2012

    رفيع الله زيار افغانستان هغه هېواد دى، چې د تاريخ په ا[...]

    تناقض در گفته های مقامات در نشست ایکو

    March 3rd, 2012

    کوهستانی مقامات دولتی در نشست ایکو در خصوص اوضاع مربوط[...]

    متن کامل مصوبه شورای سرتاسری علمای افغانستان

    March 3rd, 2012

    ۱۲حوت ۱۳۹۰    الحمد لله وحده والسلام علی من لا نبی بعده[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars