Posts | Comments | E-mail /

افغان ولس سوله غواړی که جګړه ؟:دوهمه برخه

Posted by on Jul 31st, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

لیکوال: ابراهیم نعیمي

د(۲۰۱۱زکال) دسپټمبردمیاشتي یولسمه نیټه هغه ورځ ده چې ترسړې جګړې وروسته په نړیواله کچه ستربدلون رامنځته شو. لویدیزاروپایې هیوادونه چې په سرکې امریکاوه دبنسټپالو ګوندونوپه مقابل کې په ځانګړې توګه دالقاعدې سره چې لارښوونه یې عربي الاصله اوسامه بن لادن کوله دټکرډګرته په بیړه لکه دوه پهلوانان راووتل .

داځل تاوتریخوالۍ ځانګړې اوبیله بڼه لري . یولورې دنړۍ سوپرطاقتونوخومقابل لورې یوازې مذهبي عقاید اویادمذهبي عقایدوڅخه ګټه اخیستنه دلڅولغړوولسونوهڅونه دجګړې وډګرته ګڼل کیدای شي . مخکې له دی نه چې دموضوع وتل ته ورننوزم . دواړه لورې به په لنډډول تاسو دروپیژنم :
اوسامه بن لادن اوملاتړې یې
کله چې دومه نړیواله جګړه په (۱۹۴۵زکال) پای ته ورسیده ، نړۍ په اساسي توګه پردؤ اړخونووویشل شول .
۱ ـ ختیزیانې سوسیالیستي بلاک دشوروي اتحادترمشرۍ لاندي
۲ ـ لویدیزیانې کپیټالسیتي هیوادونه دامریکاترمشرۍ لاندي
دواړوبلاکونوپه نوی بڼودنړي دفقیروهیوادونودمهارکولولپاره هڅې اوکوښښونه پیل کړل چې زه یې دتفصیل څخه ډه ډه کوم .
ددواړوطاقتونوترمنځ شخړه دسړې جګړې په نامه وپیژندل شول .
په نړۍ کې اسلامې ګوندونه مخکې رامنځته شوې ول . خولویدیزوهیوادونودامریکاترمشرۍ لاندي دنوروهڅوپه بغل کې مسلمانان دپخوانې شوروي اتحادپرضدلمسول . په دغه توګه یې په کراره د تمدن اوچټکوتخنیکې پرمختګونوڅخه کرکه ډیره شوه . داسلامي ګوندونود مبارزې تیره څوکه شوروي اتحاداودهغوي ملاتړوته متوجه وه چې دلویدیزوهیوادونولخوایې هم تریوې کچې ملاتړ کیده . کله چې په (۱۳۴۳ لیږدیزلمریزکال) په افغانستان کې اساسي قانون جوړ شو. دسیاسي ګوندونودجوړولولپاره په نیمه رسمي ډول لارپرانیستل شول . په دی ترځ کې کیڼ اړخې ، منځلاری اواسلامي بنسټپاله ګوندونه جوړشول . داسلامي بنسټپالو ګوندونوپه جوړولو کې غلام محمدنیازي ، برهان الدین رباني (دسولې دعالي شورااوسنۍ مشر) ، عبدالرسول سیاف (دولسي جرګې اوسنۍ غړی) رغنده رول درلود.اوپه فعالینوکې ګلبدین حکمتیارداسلامي ګوندمشر ، احمدشاه مسعود ( مړدی) ، حبیب الرحمن (مړدی) ، ډاکټرعمراونوروډیره اغیزه درلوده. دهمهاغه وخت څخه لویدیزوهیوادونوداسلامي ګوندونوسره تریوې کچې مرستې کولې چې په مقابل کې پخواني شوروي اتحاداو نورو سوسیالیستي هیوادونودخپلوملاتړوسره مرستي کولي . په افغانستان کې دغه بهیردسرولښکروتریرغل پوری په پرتلیزه توګه همداډول دوام درلود. کله چې پرافغانستان د(۱۳۵۸ لیږدیزلمریزکال) دلیندۍ د میاشتي په شپږماښام توره تیاره خپره شوه اود افغانستان پراستقلال اودمځکې پربشپړتمامیت سرولښکرویرغل وکړ. دپولې هاخوادافغانستان داسلامې ګوندمشرانو چې ددوادخان دجمهوریت په دوران کې تښتیدلي ول ، دپاکستان د څارګرې ادارې په مستقیمه لارښونه یې په فعالیت باندي پیل وکړ. په (۱۳۵۹لیږدیزلمریزکال) دامریکاترمشری لاندې لویدیزواروپایي اواسلامې هیوادونودپاکستان دڅارګرې ادارې له لاري په مرستوپیل وکړ. ددی مرستولویه برخه وژونکې وسلې وي . هیره دی نه وی چې دشوروی اتحادلوری هم په لویه کچه دوخت دولت ته وژونکی وسلي ورکولې په حقیقت کې ددومخالفو نظامونودجګړې ډګرافغانستان وه.زمادبحث اصلی موضوع داده چې :
ـ دبنسټپالو ګوندونووده اودنشه ای توکوپه عامولوکې دافغانانواوکه دبهرنیانواغیزه ډیره وه ؟
- ایاداافغانان ول چې جګړه یې غوښتل که دبهرنه زموږپرولس جګړه وتپول شول ؟
پورته دوپوښتنوته به په ځواب ویلوپیل وکړم :
احمدرشید دپاکستان پیژندل شوی ژورنالیست دخپل کتاب ( طالبان اوافغانستان ) په (۱۹۴ – ۱۹۵) پاڼوکې چې په ډنمارکې ژبه ژباړل شوی دی په دی اړوندلیکلی دی ، ولولئ :
« د سې ای اې ریس ویلیم کیسې پریکړه وکړه چې دپاکستان دڅارګرې ادارې پخوانۍ ابتکار چې په (۱۹۸۲زکال) کې وړاندی کړی وه ، ومنی . هغه داوه : دټولې نړۍ بنسټپال به پاکستان ته راوبولوچې دافغاني مجاهدینوترڅنګ په افغانستان کې جګړه وکړي . دپاکستان دوخت ولسمشرجنرال ضیاالحق په دی اندوه چې دنړۍ بنسټپال دپاکستان ترمشرۍ لاندې راټول کړی نوبه په مرکزی اسیاکې یواسلامي غورځنګ جوړکړی . امریکاغوښتل چې دنړۍ ټول اسلامي هیوادونه دامریکاترمشری لاندی دافغانستان دحکومت اودشوروی اتحادپرضد جګړه وکړی … پاکستان خپلو سفارتونوته په ټوله نړۍ کې لارښوونه وکړه چې ټولواسلامي بنسټپالوته چې په افغانستان کې جګړه وکړی ، بیله پوښتني ویزه ورکړی … لنډه داچې دلسو (۱۹۸۲ – ۱۹۹۲ ز) کلونوپه موده کې (۳۵۰۰۰) کسان د(۴۳) هیوادونوڅخه چې دنړۍ په مختلفوبنسټپالو ګوندونو پوری تړاودرلود ، پاکستان ته راغلل . دوخت په تیریدوسره داشمیره (۱۰۰۰۰۰) کسانوته جګه شوه … ددوی په منځ کې اوسامابن لادن هم شامل وه . ددغوهیوادونوڅخه یوه هم دافکرنه وه کړی چی بنسټپال به خپلې موخې لری اودخپلوموخود بریالیتوب لپاره به یوورځ ددوی پرضدوسلوته لاس واچوي .»
یادونه :
دپورته کره معلوماتوڅخه څرګندیږي چې لویدیزوهیوادونودپاکستان په مشوره اودامریکا د څارګرې اداری په لارښوونه دنړۍ بنسټپال یوازي دخپل سیال شوروي اتحاددنړولولپاره راټول کړل . دوی ته دمیلیونونوافغانانوقرباني ورکول کوم ځانګړي ارزښت نه درلوداونه یې هم فکر ورباندې خراب وو. داټولې بدبختیاني یې زموږخوارولس اودنړۍ ولسونوته راوړي خودا حیرت ځای دادی چې ملامتي پرافغان ولس اویادنړۍ پرمسلمانانوتپي . که نن دطالبانو څخه شکایت کوی هم بې ځایه پلمه ده . که امریکادانه مني چې دوی دطالبانوسره مستقیمي مرستي کړی دی ، دپاکستان مسقیمه ونډه خوبه دطالبانوپه پیاوړتیاکې مني . ایاپاکستان دامریکا دډیرو کلونومتحداوهمکاراوحتی ګوډاګی نه دی ؟ داخوترلمرسپینه خبره ده . ددی فورمولې څخه په ښکاره څرګندیږي چې دطالبانودغورځنګ په پیاوړتیااوبیاپه نسکورولوکې دامریکامسقیم لاس وه اودی . اوس لاهم خدای خبرچې دروانې ډرامې څخه موخې څه دی یانې دپردې ترشاه څه جریان لری .
دومې پوښتنې ته به په راتلونکې برخه کې ځوابونه ولټوم . پای نوربیا…

 

فرستادن/حفظ کردن

2 Responses for “افغان ولس سوله غواړی که جګړه ؟:دوهمه برخه”

  1. Vote -1 Vote +1احمد says:

    بله دا چی احمد رشید د پاکستان د استخباراتو غړی دی او افغانانو د نوموړی څخه کرکه لری او دا به ښه نه وی چی افغانان په خپلو لیکنو کی د پاکستان د جاسوس په حواله دغه او هغه څخه یادونه وکړی

  2. Vote -1 Vote +1احمد says:

    ښاغلی لیکوال صاحب سلامونه ومنی
    مخکی هم ما د تاسو څخه پوښتنه کړی وو هغه دا چی تاسو په لومړنی برخه کی مو ویلی وو چی طتلبانو سره د پښتنو مشرانو مرسته کړی وو چی سمه نه دی
    او نباید چی د طالبانو نوم د پښتنو په خوا یاد کړی شی
    ځکه دا جریان د پښتنو ضد جریان دی
    په دویمه برخه کی مو لیکی د اسلامی بنسټپالو ګوندونو په جوړولو کی غلام محمد نیازی او نورو برخه درلود
    چی سمه نه دی غلام محمد نیازی د اسلامی ګوندونو سره کومه اړیکه نه درلود
    بله دا چی تاسو یادونه مو کړی
    چی د اسلامی ګوندونو سره د هماغه لومړی وختونو کی لویدیز هیواونه تر یوی ګچی مرستی کولی چی سمه نه دی که تاسو کوم اسناد لری مهربانی وکړی په ارقام او اسناد یی بیان کړی چی د کوم ګوند او د چا لخوا په اولو وختونو کی داسی مرستی شوی

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • لوی څارنوال افغانستان از وظیفه اش برکنار شد
    • ترور یک تن از مشران قومی ولایت غزنی توسط گروه طالبان
    • د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې مدیر ووژل شو
    • القاعده قصد بم گذاری در شبکه ها ریل و تونل های اروپا را دارد: ررونامهٔ بیلد
    • غوث زلمی کیست؟
    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور