Posts | Comments | E-mail /

د کندهار ځانمرګي برید د ۱۲ ملکي وګړو مرګ ژوبله را منځته کړه 

Posted by on Sep 30th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کندهار:-افغان چارواکي وايي چې د نن سهار په  ځانمرګي بريد  کې درې ولسي وګړي وژل شوی او نهه تنه نور  ټپيان  شوی دي .

بريد د کندهار ښار سوېل ختيځ ته د هوايي ډګر پر سړک شوی دی .

خبر زیاتوی چې دغه پېښه نن سهار په ١٠:١٥ بجو د پوليسو روزنيز مرکز ته څېرمه رامنځته شوه .

راپور وایی چې په دې چاودنه کې درې  ملکي وګړي  وژل شوي او نهه نور ټپيان دي .

ټپيان  په  هوايي ډګر کې د بهرنيو ځواکونو نظامي روغتون ته وړل شوي، خو د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه کوم راپور نه دی ورکول شوي.

وسلوالو طالبانو ددې ځانمرګي بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.

د والي وياند زلمی ايوبي وايي يوه ځانمرګي بريد خپل سراچه ډوله موټر هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو کاروان ته نژدې والوزاوه خو هغوی ته يې زيان و نه رساوه.

طالبانو تر اوسه پورې د بريد په اړه څه نه دي ويلي .

دغه بريد داسې مهال کېږي چې بهرنيو ځواکونو له تېرې جمعې راهيسې په کندهار ولايت کې د طالبانو پر ضد د ښامار د ګزار په نوم عمليات پيل کړي دي .

ددغو عملياتو ډېر پام ژېړۍ ولسوالۍ تته دی چې له پيله راهيسې څو تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي .

بهرني ځواکونه وايي د طالبانو مشران ډېر وخت له دغه ځايه د بريدونو پلانونه جوړوي او پر لويو لارو بريدونه کوي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک