Posts | Comments | E-mail /

چې داسې دوستان وي دښمن ته څه حاجت؟

Posted by on Dec 30th, 2009 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

په كونړ كې د نړيوالو ځواكونو ړندې بمبارۍ د افغان ولس د بيلابيلو لوريو توند غبرګونونه را و پارول، ولسمشر كرزي د دې بريد غندنه وكړه، ولسي جرګې سخت غبرګون وښود او د دې پيښې او دې ته ورته پيښو سپيناوى يې و غوښت ولس پرې خپه او له نړيوالې ټولنې او افغان چارواكيو نه نور هم ناراضه شو.

د ځينو راپورونو پر بنسټ دهمدې پيښې پر سر د ولسمشر كرزي او نړيوالو ځواكونو ترمنځ اختلاف هم راغلى دى، خو دغه مساله ولې يوازې د ولسمشر او ناټو ځواكونو ترمنځ د اختلاف سبب و بلل شي؟

كه ناټو ځواكونه او يا په مجموع كې نړيواله ټولنه دا هيله لري چې دوى به ړندې بمبارۍ كوي، دوى به د افغان ولس د كور، جومات او حجرې حريم تر پښو لاندې كوي، دوى چې هر څه كوي بايد ولس، ولسمشر او نور چارواكي چوپ وي، نو دا خو د افغانانو په فطرت كې نشته، دا يوازې د ولسمشر غبرګون نه دى، د ولسي جرګې وكيلان د كونړ د بمبارۍ په احتجاج كې د ولسي جرګې له غونډې ووتل، جرګې د دې پيښو سپيناوى وغوښت او زموږ ولس د دغسې پيښو د دوام له امله داسې غبرګون ته چمتو دى چې نړيوال به يې په خوب كې هم تصور و نه كړاى شي.

ښايي په افغانانو كې ډير لږ داسې كسان وي چې د كونړ په څېر په بې رحمانه بمبارۍ كې د مظلومو هېوادوالو پر شهادت سخت خپه نه وي او اعتراض و نه كړي.

دا به د ناټو او نړيوالې ټولنې شعوري او يا لا شعوري اشتباه وي چې پر دې مساله له حامد كرزي سره اختلاف ښيي، معنادا چې دوى د ولس پر اعتراض او توند غبرګون سترګې پټوي او د يوه ترخه واقعيت د مسووليت د منلو او د هغو د اساسي سمون پر ځاى مساله بيا هم يوه سياسي اختلاف ته بيا يي!!

واقعيت دادى چې له نړيوالې ټولنې نه په افغانستان كې لاره وركه ده، د دې پر ځاى چې خپله معقوله لاره و مومي خپل اهداف و ټاكي او له افغان ولس سره په همغږى ګامونه واخلي په تيارو كې ګوزارونه كوي، دهغو ناكامو تجربو تكرار ته اړم دي چې دوى يې د افغان ولس په نظر كې د مرستندويانو له مقامه د تيري كوونكيو دريځ ته را غورځولي دي.

د نړيوالې ټولنې وسله والو ځواكونو دافغانستان د دولت د ټولو كورنيو او بهرنيو مخالفينو كار آسانه كړى دى، كه همدغه ړندې بمبارۍ وي، كه همدغه له افغان دولت سره نه همغږي وي او همدغه نړيوال ځواكونه وي چې د دوست اودښمن له پيژندلو پرته خپلې وژونكې وسلې چلوي، طالب او القاعده ته هيڅ حاجت نشته چې له بل ځايه اكمال شي، يا له بل ځايه د بريد لپاره څوك و ګوماري، افغان ولس به كه په تش لاس وي هم له مجبوريته د دوى په وړاندې را پاڅي، په دې وروستيو كې د كونړ د پيښې په اړه د ولسي جرګې وكيلانو په يوه تلويزيوني بحث كې همدغه ګواښ كاوه او دا سل په سلو كې رښتيا هم دى.

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “چې داسې دوستان وي دښمن ته څه حاجت؟”

  1. Vote -1 Vote +1عبدالله says:

    بنام الله
    سلام به ملت مسلم افغان
    موضوع بالا عادلانه وبی طرفانه قضاوت نشده از کرزی مزدور تااندازهءدفاع کرده وی را ملامت ندانسته این کاملاَ غلط بوده وخیانت به ملت افغان است همین کرزی این قاتلان ملت را دوست میگوید همین کرزی توسط همین قاتلان وحشی به قدرت رسیده همین کرزی به گردن بوش قاتل ودشمن مسلمان مدال انداخت وبخاطر کشتار ملت افغان ازوی سپاسگذاری کرد همین کرزی بی وجدان خواستار قوای ایشتر اشغال گرا ن شد تا زیادترازین ملت افغان تلف شوند تا کرزی منافق بتواند زنده مانده وعیش خود را اذامه بدهد
    اینکه کرزی بی شرف مثل همیشه محکوم واین آن میگوید همه اش مداری گری بوده وفریب دادن است هرافغانیکه ایمان ووجدان دارد حرفهای وی را باورنمیکند وهرکسیکه به گفته ها ووعده های کرزی باور دارد بی شعوراست
    دربالا ازولسی جرگه وغیره گله گذاری شده این شکایتها درست است اما چطور میتوان از کسانیکه حیات شان وابسته به اشغال وهمینگونه بربریت ها است شکایت کرد؟اینها همه نوکران هستند اگراینطورنیست چرا برای یک ماه تحریم نشست نمیکنند؟ چرا به جاده هانمیروند؟چرا آشکارا اعتراض نمیکنند؟وچرا خواستار خروج این وحشی ها که فقط برای نابودی ما درینجا هستند,نمیشوند؟
    چون اینها همه خاینین وطن فروش هستند
    تهداب این رژیم مزدور به اساس دروغ , خیانت وتقلب گذاشته شده ما نمیتوانیم از اینها که همه نوکربیگانه گان هستند انتظاری داشته باشیم یگانه راه نجات ازین فلاکت ازبین بردن این خاینین وباداران جلاد شان است وبس
    مرگ به خاینین ووطن فروشان
    باعرض حرمت

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد
    • احزاب افغانستان نامزد واحد در انتخابات ریاست جمهوری معرفی می‌کنند: احمد ضیا مسعود
    • ناټو: د امنيتي تړون لاسليکول د افغانستان او امريکا ترمنځ دوه اړخيزه اړيکه ده
    • سیلابونو په پکتيکا ولایت کې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي
    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو