كابل (ويسا): پرون دملي امنيت مسوولينو د تيرې چارشنبې په ورځ د شير پور په سيمه كې د يوناما پر ميلمستون د بريد د اصلي طراحانو دنيولو خبر وركړ، د ملي امنيت رئيس امر الله صالح پرون رسنيو ته وويل چې ددې ډلې يو تن قاري امين الله د بريد پر سبا د حج لپاره سعودي عربستان ته ولاړ چې د جدي د پوليسو په مرسته يې په جده كې ونيو او هيواد ته راوستل شو.
امر الله صالح ادعا وكړه چې بريد د مولوي جلال الدين حقاني ګروپ په وزيرستان كې ډير دقيق طرحه كړى و. ددې بريد قربانيان افغانان او د يوناما د افريقايي او اسيايي هيوادونو اتباع وو.
طالبانو ددې بريد پر سبا رسنيو ته وويل چې دا د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د انتخاباتو پر بهير لومړى ګوزار و، دې بريد نه يوازې دا چې د طالبانو ماهيت په باب پوښتنې زياتې كړې دي بلكې سياسي شناندي ددې بريد اصلي موخه د انتخاباتو د پروسې ګډوډول او له اصولي لارې د مشروع زعامت مخه نيول بولي او دا په لوړه كچه د افغان ولس د برخليك په اړه ډير لويه توطيه بولي. له همدې بريد وروسته انتخاباتو په اړه د امنيتي ننګونو پلمو هم د بيلابيلو لوريو له خوا زور اخيستى دى.