Posts | Comments | E-mail /

په خوست کې دفني اوحرفوي زده کړو دشپږ مياشتنې کورس څخه ٢٠٠کسان فارغ شول

Posted by on Aug 5th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

2

خوست –افغانستان (واکمن) : دخوست ولايت په ګربز او ځاځي ميدان  ولسواليو کې دسولې دولايتي کمېټې په مالي تمويل او دکار،ټولنيزو چارو شهيدانو اومعلولينو  رياست په چوکاټ کې   ٢٠٠ځوانانو ته دشپږو مياشتنيو  فني او حرفوي زده کړو څخه وروسته ديولړ مراسمو په ترڅ کې دفراغت سندونه ورکړل شول ،هغه مراسم چې په همدې موخه دګربز ولسوالۍ دغونډو په تالار کې جوړ شوي وو ،دخوست ولايت مقام په استازيتوب په کې بريالي روان ،دسولې ولايتي کمېټې مشر مولوى حنف شاه حسيني ،دکار،ټولنيزو ،شهيدانو اومعلولينو چارو رئيس کمال الدين ځدرآڼ ،دسيمې ولسوال محمد اکبر ځدراڼ ،ديني علماوو ،مخورو مشرانو او په لسګونو ځوانانو برخه اخيستې وه.

دکار ،ټولنيزو چارو شهيدانو اومعلولينو رياست رئيس کمال الدين ځدرآن په ځاځي ميدان او ګربز ولسواليو کې دفني او حرفوي زده کړو دشپږ مياشتنې پروګرام بشپړ ګزارش وړاندې کړ نوموړي وويل چې دحرفوي اوفني زده کړو دغه شپږ مياشتني کورسونه يې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په لارښوونه او دسولې دولايتي کمېټې په مالي تمويل سره په لاره اچولي  وو چې ګڼ شمير ځوانانو په کې دخياطۍ ،نجارۍ ،ګلدزۍ ،موبايل جوړونې او په تعيراتو کې دبرقي سيستم دفعاليدو زده کړې وکړې  او په برياليتوب سره يې  دزده کړه لپاره ټاکل شوې موده بشپړه کړه  او دکورس دفارغينو لپاره په هره برخه کې سامان الات اخيستل شوي هم دي  دنوموړي په خبره فارغ شوي کسان اوس کولى شي هرچيرته دکار په کولو سره خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

نوموړي وويل چې دکار ټولنيزو  شهيدانو او معلولينو چارو درياست په چوکاټ کې به  په راتلونکې کې ورته نور د لوړو زده کړو کورسونه جوړ شي  .

دسولې دولايتي کمټې مسوول مولوى حنيف شاه حسيني بيا دخپلو خبرو پرمهال له خلکو وغوښتل چې دسولې دټينګښت سره مرسته وکړي او هغه کسان چې دنورو په اشاره دخپل خاورې او ولس پرضد جګړه کوي له جګړې را وګرځوي او دخپل خاورې او ولس خدمت ته يې متوجه کړي.

مولوى حنيف شاه حشيني زياته کړه په دې خاطر يې په يادو دوه ولسواليو کې دځوانانو لپاره دفني او حرفوي زده کړو کورسونو دجوړيدو په برخه کې مرسته کړې چې ددغه ولسواليو ځوانان زيات له دولت سره همکار او په خپلو سيمه کې دسولې ،امن اوثبات دټينګښت لپاره کار کوي.

دخوست ولايت مقام په استازيتوب بريالي روان لومړى په نوموړو ولسواليو کې دحرفوي او فني زده کړو له شپږ مياشتني کورس څخه د ٢٠٠ځوانانو دفراغت مبارکي دخوست ولسونو ته وړاندې کړه او  دولايتي ادارې دټولو هغه تګ لاور او کړنلارو په اړه يې رڼا واچوله چې دخوست ولايت دپرمختګ ،بيارغونې ،امنيت اوترقۍ لپاره يې ترکار لاندې لري  ،نوموړي وويل په ګربز ا وځاځي ميدان ولسواليو کې چې په خوست کې دسولې ولسوالۍ دي  د٢٠٠ځوانانو لپاره دحرفوي اوفني زده کړو کورسونه ځکه جوړشول چې له يوې خوا ددغه ولسواليو  ولسونه له دولت سره همکاري کوي  او دبلې خوا دخوست ولايت مشرتابه ديادو ولسواليو له خلکو سره ژمنه کړې وه چې دسولې په نوم نومول شويو ولسواليو کې به ګټورې پروژې اوپروګرامونه پلي کوي ،دبريالي روان په خبره په دغه کورسونو کې دشهيدانو دکورنيو غړو او معلولينو هم زده کړې کړي چې په ياد کورسونو باندې ټول  (١١٦٩١٢٥٠) يو لس ميليونه ،شپږلکه ،يونوي زره ،دوه سوه پنځوس افغانۍ لګښت راغلى دى او هره مياشت فارغو ٢٠٠کسانوته ٥٠٠٠افغانۍ معاش هم ورکړل شوىدى.

بريالي روان وويل دولايتي ادارې لخوا هڅې روانې دي ترڅو دخوست ولايت په ټولو ولسواليو کې دمرکزي ادارو او نړيوالو مرستندويه ټولنو په همکارۍ سره داسې ګټورې پروژې پلي چې هم خلکو ته په کې دکارکولو زمينه مساعده شي او هم دخلکو په وړاندې پرتې ستونزې پرې هوارې شي ،ښاغلي روان دافغانستان دسولې دعالي شورا تګ لارې دسولې دتامين لپاره غوره وبللې او ديادې شورا له شوې مرستې يې مننه وکړه.

همداشان نوموړي په خلکو غږ وکړ چې په ولسواليو کې دنوم ليکنې مرکزونو ته مراجعه وکړي اودرايې کارتونه واخلي اوپه راتلونکې ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي  ،ددې ترڅنګ يې له علماوو ،مشرانو او ځوانانو وغوښتل چې دامنيتي ارګانونو سره دامنيت په ټينګښت او دسولې اوثبات په تامين کې دخپلو سيمه ييزو ادارو سره ولسي همکاري وکړي او ناروا کړنو اوعملونوپرضد مبارزه وکړي.

دسيمې ولسوال محمد اکبر ځدراڼ دخپلو خبرو پرمهال په نوموړې ولسوالۍ کې دسولې دولايتي کمېټې په مالي تمويل سره  دحرفوي او فني زده کړو په پروګرام خوښي څرګنده کړه او دغه کار يې دګربز ولسوالۍ له خلکو سره دولايتي ادارې يوه پيرزونه ياده کړه ،ښاغلي ځدراڼ وويل که خلک له خپل دولت سره په هره برخه کې همکار شي ورته ډير نور ګټور پروګرامونه به هم پلي شي ،نوموړي دګربز له هغه ځوانانو چې حرفوي اوفني زده کړې يې کړې وغوښتل چې دخپلو زده کړو څڅه ګټه پورته کړي او له همدې لارې يوه مړۍ حلاله نفقه ترلاسه او له هغه کړنو ځان لرې وساتي ،چې په ټولنه کې ستونزې پيدا کوي.

دمراسمو په وروستيو د نجارۍ ،خياطۍ ،ګلدوزۍ ،موبايل جوړونې او په تعميرونو کې دبرق دسيستم دفعاليدو دکورسونو په  فارغينو باندې دفارغت سندونه وويشل شول ،همداشان په ټولو فارغينو باندې  دنجارۍ ،ګلدزۍ ،خياطۍ ،موبايل جوړونې او برقي سيستم دجوړيدو سامان الات او لوازم هم ووېشل شول ،مراسم په هېواد کې دتل پاتې سولې ،امن اوثبات په ټينګښت سره پاى ته ورسيدل.

واکمن

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • په خوست کې دهیواد دخپلواکۍ ٩٤کليزه په شانداره مراسمو کې ولمانځل شوه
    • احتمال آزادی زندانیان بیشتر طالبان از زندان های پاکستان
    • حامد کرزی برای گرامیداشت از نود و چهارمین سالگرد استرداد استقلال کشور در پای منار استقلال اکلیل گل گذاشت
    • په پکتيکا ولایت کې د هیواد ازادۍ څلورنويمه کليزه ولمانځل شوه
    • پروژه استخراج نفت دریای آمو متوقف شد
    • احتمالا خانم دایانا توسط نیروهای خاص انگلستان به قتل رسیده است: روزنامهٔ میر ور
    • تلاش طالبان برای گشایش دفاتر این گروه در ترکیه و عربستان
    • لوی څارنوال افغانستان از وظیفه اش برکنار شد
    • ترور یک تن از مشران قومی ولایت غزنی توسط گروه طالبان
    • د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې مدیر ووژل شو