Posts | Comments | E-mail /

په خوست کې شويو اورښتونو او سیلابونو خلکو ته د سراو مال درانه مرګ ژوبله اړولي ده

Posted by on Aug 5th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خبرليکوونکى :فدامحمدساحل

2

خوست ښار:- دخوست ولایت  په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې د دوامدارو بارانونو د اورېدو او پرلپسې سېلابونو د راوتو له کبله د روان لمريز کال د زمري مياشتې په ١٣ مه نېټه  پدې ولايت کې دسيمه ايزو،ملي او نړيوالو رسنيو خبريالانو ته  دخوست ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول او وياندوى مبار زمحمدځدراڼ د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د اوښتي ځاني او مالي زيان په هکله مالومات وړاندې کړل.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل (( له بده مرغه د تېرو دوو ورځو د دوامداره بارانونو د اورښت او پرلپسې سېلابونو د راوتو له کبله دخوست ولايت په مرکز متون ، مټه چينه او د تڼيو، ګربزو، عليشېرو، صبريو، باک او موساخېلو ولسواليو کې زموږ خلکو ته د سراو مال درانه زيانونه اوښتي دي.چې پدې لړ کې ١٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي، چې ١٢ يې شهيدان او پاتې ٧ تنه يې ټپيان دي، چې د سيمې د خلکو او ملي پوليسوپه همکارۍ ژغورل شويدي .)).

ځدراڼ زياتوله، په شهيدانو کې شپږ تنې مېرمنې، درې ماشومان او پاتې يې لويان دي.

د والي وياند مبارزمحمدځدراڼ د مالي زيان په هکله هم مالومات وړاندې کړل او ويې ويل :

په مرکز او يادو شويو ولسواليو کې تر زرو (١٠٠٠) جريبونو زياته کرنيزه ځمکه په بشپړ ډول له منځه تللي، شاوخوا ٥٠ کورونه تخريب او يا هم زيانمن شوي او ددې ترڅنګ د صبريو ولسوالۍ د خلبيسات په بازار کې ٣٠ دوکانونه تخريب شوي او له منځه تللي دي.

د نوموړي په خبره د سېلابونو د راوتو پرمهال په ولايت مقام کې د ولايتي ادارې رهبري بېړنۍ يا اضطراري غونډه رابللي او ټولو ملکي او نظامي ارګانونو ته يې دنده سپارلي، چې د سېلابونو سيمو ته ځانونه ورسوي او  له خلکو سره هر ډول لازمه همکاري ترسره کړي.همداشان په خوست کې د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې ته لارښوونه شوي، چې له ټولو زيانمنو کورنيو سره ژرترژره  د لومړنيو اړينو توکو مرسته ترسره کړي.

د ولايت مقام وياند مبارزمحمدځدراڼ د مرکزي حکومت له وزارتونو، ادارو او نړيوالې مرستندويه ادارو غوښتنه وکړه، چې په خوست کې د دغه ستر ناورين د پېښېدو له کبله چې  زيات شمېر ځاني او مالي زيان يې اړولى دى، داسې مرستې وکړي، چې د زيانمنو کورنيو شته ستونزو ته مثبت ځواب ووايي او د ورپېښو سختو ګواښونو وژغورل شي.

د ځدراڼ په خبره دخوست خلکو استنادي دېوالونو ته سخته اړتيا درلوده،د دوى د غوښتنو او اړتياوو پر بنسټ په مرکز او ولسواليو کې استنادي دېوالونه جوړ شوي وو، مو له بده مرغه د سېلابونو په ترڅ کې ګڼ شمېر استنادي دېوالونه تخريب شو ي او له منځه تللي دي، نو په همدې برخه کې دې مرکزي حکومت او مرستندويه ټولنه د پام وړ مرستې او کومکونه وکړي، ترڅو دوباره يې د جوړولو چارې پيل او بشپړې کړي.همداشان ٥٠ کورونه، ٣٠ دوکانونه او تر زرو جريبونو زياته کرنيزې ځمکې تخريب ددې ولايت دخلکو لپاره ستره اقتصادي او اجتماعي ضربه ده، په کار ده، چې مرکزي حکومت او نړيوالې مرستندويه ادارې يې پدې برخه کې لازمې مرستې ته ورودانګي.

د کنفرانس په وروستۍ برخه کې د ښاغلي مبارزمحمدځدراڼ په ټولو خلکو غږ وکړ، چې په سېلابونو کې دې د لرګيو او خساکو د ناچيزې ګټې تېرشي، ځکه چې همدا کړنې د انساني تلفاتو باعث ګرځي.

مطبوعاتي کنفرانس د ژورنالستانو د پوښتنو او د قناعت ورکوونکو ځوابونو په ورکولو سره پاى ته ورسېده.

 

 

 

 

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • په خوست کې دهیواد دخپلواکۍ ٩٤کليزه په شانداره مراسمو کې ولمانځل شوه
    • احتمال آزادی زندانیان بیشتر طالبان از زندان های پاکستان
    • حامد کرزی برای گرامیداشت از نود و چهارمین سالگرد استرداد استقلال کشور در پای منار استقلال اکلیل گل گذاشت
    • په پکتيکا ولایت کې د هیواد ازادۍ څلورنويمه کليزه ولمانځل شوه
    • پروژه استخراج نفت دریای آمو متوقف شد
    • احتمالا خانم دایانا توسط نیروهای خاص انگلستان به قتل رسیده است: روزنامهٔ میر ور
    • تلاش طالبان برای گشایش دفاتر این گروه در ترکیه و عربستان
    • لوی څارنوال افغانستان از وظیفه اش برکنار شد
    • ترور یک تن از مشران قومی ولایت غزنی توسط گروه طالبان
    • د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې مدیر ووژل شو