Posts | Comments | E-mail /

د خوست د سیلابونو په تړاو ؛ ددې ولایت د والی دژورې خواږۍ اوهمدردۍ پيغام

Posted by on Aug 3rd, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

په ډيرې خواشينۍ سره بايد ووايو چې په  خوست کې دتيرې ورځې څخه راپدې خوا دپرلپسې بارانونو داوريدو او سيلابونو د راوتو له امله دخوست ولايت په مرکز ،صبريو ،عليشيرو ،ګربز،تڼيو او موسي خيلو ولسواليو کې ١١کسانو چې ماشومان او ميرمنې هم په کې شامل دي خپل خواږه عمرونه له لاسه ورکړي دي.

اناالله وانااليه راجعون

همداشان دملي پوليسو او مخکښ بشردوست کسانو په هڅو سره تر دې مهاله د٩کسانو ژوند ژغورل شوى  دى چې ماشومان اوميرمنې هم په کې شاملې دي دسيلابونو دراوتو  له امله  دځاني زيانونو ترڅنګ  په نوموړو او دخوست په نورو ولسواليو  کې دخلکو ته دمالي زيانونو داوښتو په لړ کې  کورونه ،کرنيزې ځمکې ،دوکانونه ،استنادي ديوالونه له منځ څخه تللي دي ،طبعي پېښې همېشه په ټوله نړۍ او هره سيمه کې رامنځته کيږي ،په خوست کې په داسې حال کې ياد ناورين را منځته شو چې دروژې مبارکې مياشتې وروستۍ تاريخي له فضيلتونو او روحمتونو څخه ډکې ورځې دي ،دخوست ولايت ټولو شريفو او متدينو خلکو ته په کارده چې له صبر او حوصلې څخه کار واخلي او دلوى خداى پاک ج سپېڅلي دربارته دعاګانې وکړي  ،په ژوند کې په انسانانو باندې هرډول امتحانونه ،ستونزې او غميزې راځې خو هغه څوک چې صبر ،حوصله او زغم ولري ،دلوى خداى پاک ج دربارته نږدي په دنيا او اخرت کې دالهي ثوابونو څخه برخمن کيږي.

دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې خلکو ته دمالي او ځآني زيانونو داوښتو له امله دخوست اداره او ولسونه سخت خواشيني شوي دي  ،خوست ولايت مقام سيمه ييزو ادارو ،امنيتي ارګانونو او داضطرار کمېټې ته دنده سپارلې چې په عاجله توګه خپلې مرستې تر زيانمنو کورنيو پورې ورسوي له مرکز او ولسواليو څخه داوښتو مالي اوځاني زيانونو په تړاو خپل دقيق ارقام راټول او تثبيت کړي .

زه دخوست ولايتي ادارې ،ولايتي شورا  او امنيتي ارګانونوپه استازيتوب خپل دژورې خواشينۍ او همدرد دۍ مراتب دخوست له ولسونو او هغه کورنيو سره شريکوم چې ځاني اومالي زيانونه ورته رسيدلي ،هغه کسانو ته چې خپل خواږه عمرونه يې دلاسه ورکړي دفردوس جنت  ،کورنيو او دوستانو ته يې دجميل صبر غوښتنه کوم ،ټولو سيمه ييزو ادارو ،امنيتي ارګانونو ،دګډې همغږۍ نظامي مرکز او داضطرار کمېټې ته لارښوونه کوم چې دژغورنې هڅې ګړندۍ او زيانمنو کسانو او کورنيو ته  دهراخيزه مرستو په رسولو کې نه ستړې کيدونکې هڅې ترسره کړي ،دامنيتي ارګانونو په ځانګړې توګه ملي پوليس هغه تلاشونه او کړنې ستايم چې په مرکز او ولسواليو کې يې دخلکو دژغورنې لپاره ترسره کړې دي ،همداشان دټولو هغه کسانو څخه چې دخلکو په ژغورنه او خلکو ته دمرستو په رسولو کې يې هراخيزه بشرددوستانه او مخکښ رول لوبولى قدرداني کوم ، له مرکزي او نړيوالو مرستندويه ټولنو غوښتنه کوم چې  دخوست له خلکو سره عاجلې او بيړنۍ مرسته وکړي ،دخوست ولسونو ته ددې ډاډ ورکوم چې هغه مسوولين چې په ولسواليو کې يې په خپل وخت دخلکو ترمرستې پورې ځان نه دى رسولى مجازات کړم .

دخوست ولايت دمرکز او ولسواليو له خلکو غواړم چې همېشه دسيلابونو دراوتو پرمهال خوندي ځايونو ته ځان ورسوي ،دپېښو،زيانونو او تهديدونو په ارتباط خپل ټول معلومات له سيمه ييزو ادارو ،امنيتي ارګانونو او ولايت مقام سره شريک کړي ،چې په اړه يې په خپل وخت له پلان سره سم اجراءت وشي.

دخوست ولسونو ته ددې ډاډ هم ورکوم چې ولايت مقام به دپخوا په شان ترخپلو بې وزله ،زيانمنو او اړو کورنيو پورې ځان ورسوي   او په هرحالت کې به خپل ولس  وژغوري او دزيانمنو کسانو لپاره به دهمکاريو او مرستو په جوړولو کې شپه او ورځ تلاش وکړي.

په درناوي

عبدالجبارنعيمي

خوست والي

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د افغانستان د کرکټ لوبډلې هند ته ماتې ورکړه
    • کشته شدن یک تن از قوماندانان طالبان در وزیرستان شمالی
    • توافق قریب‌الوقوع واشنگتن و بغداد برای تاسیس پایگاه نظامی در عراق
    • قوماندان کندک اول پولیس ملی ولایت هلمند از یک حمله انتحاری جان سالم بدر برد
    • در سیلاب های اخیر چین بیش از ۱۰۰ نفر کشته شده اند
    • سياسي ګوندونونه د ائتلافونو په درشل کې
    • کشته و زخمی شدن ۲۰ نفر در نتیجهٔ حمله انتحاری در مقابل ریاست امنیت ملی ولایت فراه
    • افشاگر اطلاعات محرمانه اردوی امریکا به ۳۵ سال زندان محکوم شد
    • خروج نیروهای سلواک از افغانستان
    • حامد کرزی با تیم های ملی فوتبال افغانستان و پاکستان دیدار کرد