Posts | Comments | E-mail /

دحرمينوهندار دحج يونليک پنځه شپیتمه برخه

Posted by on Aug 3rd, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

قاضي محمدحسن حقيار

دحرم ترکار لاندې پراختيا

حرم شريف د سعود  دکورنۍ په وخت کې دوه ځله پراخه شو خواوس هم تنګ اود حاجيانو اړتياووته ځواب نشي ويلى،دسعودي داوسني پاچا ملک عبدالله په امر د حرم د پراخولو کار پيل شوى دى، دحرم شمال اوشمال لوېديځ يا د باب عمرې خواته    ډېر ستر اوپراخ کار پيل شوى، داورېدلو له مخې، سعودي حکومت دحرم دپراختيا داستره پروژه دابن لادن کمپنۍ ، ته ورکړېده ،دې کمپنۍ د حرم شمال ته ټولې لوړپوړې ودانۍ نړولې او دغونډيو،هوارول يې پيل کړي دي،يوځل مې ديارلس بلدوزرونه او سکواتر وشمېرل چې په يو ځاى کې يې کار کاوه، دلته ډېر ستر ستر اوپرېمانه سيخان کارول کېږي، دکار ساحه،ډېره پراخه ده،دسيخانو له قوت اوډېر ښت څخه ښکاري چې دلته څو پوړيزه ودانۍ په پام کې دي،يوځل مې ٥٤کرنګونه وشمېرل چې دلته يې کار کاوه،دا  کرنګونه ډېر لوړ دي اوپه سر کې يې سره ګروپونه لګېدلي دي.

دوست مې شاهدصاحب راته وويل   چې  دا ودانۍ له درې پوړو لوړه جوړوي اوله حرم سره نښلول کېږي يوه نوې دروازه به ولري چې دملک عبدالله (باب عبدالله)په نوم به يادېږي، تر دې وړاندې، دحرم له پنځو مشهورو دروازو څخه يوه يې دملک عبدالعزيزپه نوم اوبله يې چې دملک فهد په وخت کې جوړه شوې دفهد په نوم يادېږي، له دې توسيع (پراختيا)سره به د حرم دتنګتياله پلوه د حاجيانو ستونزه تر ډېره حده هواره شي، داپراختيا د شاميه ساحې خواته ده،لومړى حکومت داکار دسعودي سروس کمپنۍ ته چې له نورو کمپنيوسره په ګډه يې کار کاوه ورکړ خو هغوى ناکام شول ،حکومت مجبور شو،چې دابن لادن کمپنۍ ته يې ورکړي.

وروسته مې په انټرنيټي سايټونو کې دحرم ددې توسيع په اړه  حيرانوونکى خبر ولوست ، هغوى دمعتبرومراجعو  په حواله ليکلي وو چې  دسعودي حکومت  له حرم سره دوه نيم سوه جريبه ځمکه نوره هم يوځاى کوي . پردې پراختياسل ميليارده ډالر لګوي او داستملاک شويوعمارواوځمکو د ودانۍ له بيې سربېره يې خاوندانو ته  دهرمترځمکې پر سر يولک او دري دېرش زره ډالر ورکوي. ددې خبر له مخې ، داپراختيا  چې په ٢٠٠٩ زېږديز کال پيل شوى دوه پړاوه  لري  حکومت تراوسه ددې پراختيا لپاره دوه زره ، درې سوه او پنځوس  لوړ پوړې او ټيت پوړې ودانۍ ، دوکانونه اودفترونه نړولي اوپه نږدې راتلونکي کې به  يوزر او نهه سوه نورې ودانۍ ،دفترونه او هوټلونه هم ونړوي   .

 دحرم خادمان او خدمات

دحرم شريف ټول خدمات که هغه د اوبوګيلاسونه دي ،که برېښنايي توکي که فرشونه، صابون شامپواونور ،ټول دابن لادن له کمپنۍ سره اجاره دي،دلته چې څوک يوځل په يو ګيلاس کې اوبه وڅښي نو هغه غورځوي،په سعودي کې په هوټلونوکې ډېر کار ېدونکي توکي هم يوځل مصرفه دي،په حرم کې چې هر چېرې د زمزم څښلو اسانتيا شته نو ښې خواته يې د نامصرفو اوچپ خواته يې دمصرف شويوګيلاسونو ځاى هم جوړ شوى دى، دلته هره ورځ ميليونونه ګيلاسونه مصرفېږي، دزمزم   څښلو سلګونه ځايونه دي خو هېڅکله به ديو شېبې لپاره هم د اوبو څښلو داځايونه بې ګيلاسه نشي ،دشاهدپه وينا، دحج په ورځوکې هره ورځ تر زر(١٠٠٠)مازدا موټرو مصرف  شوي او جارو شوي توکي چې دوه دريمه برخه يې داوبوګيلاسونه دي له حرم څخه وېستل کېږي.

شاهد وويل چې دحرم خدمات پخوا د (دل له)په نوم له يوې کمپنۍ سره اجاره وو خو اتلس کاله وړاندې دا اجاره دابن لادن کمپنۍ ترلاسه کړه  چې تر اوسه روانه ده او خلک او سعودي يې له خدماتوخوښ دي.

هغه زياته کړه چې دابن لادن کمپنۍ په پاکستان کې له ځينو کمپينو څخه مزدوران غواړي او هغوى يې ورته معرفي کوي ده وويل، چې څوکاله پخوا دابن لادن کمپنۍ له پاکستان څخه شل زره مزدوران راوغوښتل دا مزدوران يې ځينې دشاهي محلونو،ځينې د زندانونو،ځينې دهسپتالونو اوځينې دحرمينو  خدمت ته ورکړل او دا د هرچا خپل بخت دى چې نوم يې چېرې وځي شاهد خوښ وو چې د حرم دخدمت وياړ ورپه برخه شو،هغه وويل چې دابن لادن کمپنۍ دا خيريه کارونه وړياکوي اوله هيچايې هم بدل نه غواړي، شاهد وايي چې کمپنۍ دوى ته  درې نيم سوه رياله معاش او يونيم سل رياله د خوراک لپاره ورکوي او داوسېدو ځاى يې هم ورکړى دى،هغه دامعاش چې   هغه وخت ترې څلورزره پنځه سوه او پنځوس (٤٥٥٠)افغانۍ جوړېدې ډېرکم وباله او ويې ويل چې دايونيم سل رياله يې دخوراک لپاره هم بس ندي خودپاکستان له اوزګارتيا ورته ښې دي.

دحرم دپاکۍ ډېرې چارې دپاکستانيانو په لاس کې دي پاکوونکي ،باشيان او سوپروايزران ټول دوى دي خو امرين يې عربا ن دي ،په پاکوونکيو او اوبه برابروونکيو کې دبرما ،سريلانکا،هند،بنګله دېش او اندونيزيا اوسېدونکي هم شته دي.

نيم يې ستا اونيم يې زما

شاهد داومنله چې ځينې حرم ته راغلي حاجيان اوعمره کوونکي ورسره مالي  مرسته کوي خوهغه دامرسته خيرات باله او له حکومت او کمپنۍ څخه يې دمعاش لوړول غوښتل.

دحرم ځينې مستخدمين په ډېر مهارت او هوښيارتيا له خلکو مرسته اخلي ،په دومره خواږه انداز چې له مرستې پرته ورسره بله لار نلري يوځل ما او ماما مې  دابو جهل دکور په تشنابونوکې اودس کاوه، ددې ځاى د نظافت مسؤول يو پاکستانى صوفي وو هغه له خلکو سره دومره ښه چلند کاوه چې له مرستې پرته بله لار به چاته پاتې نشوه، کله به چې څوک په کومه څوکۍ ته ورته تيګې اودس ته کېناسته نو دى به ژر راغى هغه ځاى به يې صافي  اوپاک کړ، اودس کوونکي ته به موسک شوه،ستړى مشي به يې ورسره وکړه، هغه به دومره تر اغېزې لاندې راغى چې بېواکه  به يې  لاس جېب ته ورتاو شو.

دحرم له خدمت کوونکيوسره دخلکو په مرسته کې شک نشته،خوشاهدله يوبل راز اوپه حرم کې د چارو اکيو له فساد څخه هم خبرکړم،هغه وويل چې عرب امرين پوهېږي چې په کومو کومو ځايونوکې ښه مرسته کېږي اوپه کومو ځايونوکې مرسته کمزورې وي ،هغه وويل امرين دډېرو مرستو ياډېرو شيدې ورکوونکيو ځايونه ته خپل نږدې کسان ورکوي او بياهر ماسخوتن ،ورسره دمرستو پيسې نيموي،دهغه په وينا، هېڅ خادم ته هم دمرستو پيسې نه پرېښودل کېږي  خوله چا څخه کمې اوله چاڅخه ډېرې همدا امرين اخلي.

برج زمزم

باب ملک عبدالعزيز ته مخامخ دسعودي تر ټولو لوړ جوړ شوى برج (ټاور)  دزمزم برج په نوم يادېږي

  ،ددې برج ځينې برخې لاهم بشپړې ندي،دابرج په حقيقت کې شپږ برجه يا شپږ لوړپوړې ودانۍ دي ،دزمزم، دبرج لوړوالى دنقشې له مخې پنځه اتيا پوړه دى خو اوس دومره ندى، د شاهد په وينا ددې برج په پنځه شپېتم پوړ دحرم ساعت جوړ شوى دى،دساعت لوړوالى لس پوړه دى،يعنې پخپله ساعت دلسو پوړو ځاى نيولى دى،ساعت شمال،سهيل،لوېديځ،اوختيځ ته له ډېرو لېرې ځايونو څخه ليدل کېږي.

دساعت دعقربونو(ستنو)بګراونډ شوبيني شين دى، دساعت له پاسه ددرې پوړو نو په لوړ والي

يوه ګنبده هم په ډېره ښکلې بنه جوړه شوې ده.

شاهد کيسه کوله چې يوځل داساعت خراب شوى وو او انجنيرانويې ساعتګر او دقيقه ګر (دساعت ا و دقيقو ښوونکې ستنې)په کرنګونو راښکته کړې ،دهغه په وينا،دقيقه ګر يې دشل ټايريزه بار وړونکي موټر سره په اوږدو کېښود داستن له دې موټر څخه هم دوه متره اوږده او ساعت ګر ورسره برابر و،خوله لاندې ايله يو متر ښکاري،په کوم برج يا ودانۍ چې  داساعت جوړ شوى دېته برج الساعة (دساعت برج)هم وايي.

دزمزم ټاور زرګونه دوکانونه لري چې ګرانبيه توکي پکې پلورل کېږي ،همداراز ډېر عصري مېلمستونونه چې يوه خونه يې ديوې شپې  زرګونه  رياله بيه لري هم پکې شته دي  ،دزمزم په نوم ګرانبيه هوټل هم لري. ښاغلي متوکل صاحب راته وويل چې دحرم شاوخوا داسې مېلمستونونه هم شته دي چې ديو تن ديوې شپې تېرولوبيه يې څلېرويشت زره ډالره ده

ددې ودانيو کار اوس هم روان دى،شاهد وويل چې دابن لادن کمپنۍ له حکومت سره داسې قرار داد کړى دى چې دا شپږ واړه ټاوره به په شلو کالوکې جوړوي اوله جوړېدو وروسته به يې دېرش کاله ګټه همدا کمپنۍ اخلي،خواوس چې ددې کار دپيل لس کاله پوره شوي نو دبرجونو ډېر کار شوى ،ډېر پوړونه يې رسېدلي، دوکانونه او هوټلونه يې په کرايه ورکول شوي ،اوګټه اخستل ترې پيل شوي دي.

شاهد وويل چې تراوسه ددې ودانيو په جوړېدلوکې دکمپنۍ تر وړاندوينې ډېر زيات ،يعنې درې زروکسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د حرم دبرېښنا جريان هېڅکله هم نه پرې کېږي يعنې ٢٤ساعته پرېمانه برېښنا لري ، دبرېښناټول سستم تر ځمکې لاندې دى،په ځمکه،ديوال … دبرېښنامزي نه ښکاري،سعودي د اوبو برېښنانلري ټوله برېښنايې له تېلوده.

زمزم

دعميد په فرهنګ کې يې ليکلي چې زمزم ډېرو اوبوته وايي .همداراز ليکي چې زمزم هغې دعاته هم وايي چې زردشتيانو به دلمبلو ياخوراک په وخت کې کوله.

حضرت ابراهيم ع د الله ج په امر خپله يوه مېرمن هاجره چې دمصر اوسېدونکې وه، له خپل زوى حضرت اسمعيل ع سره له فلسطين څخه مکې معظمې ته راوستله  اودلته يې په بې اوبو اوبې وښوځمکه کې پرېښودله، تاريخ ليکي چې حضرت ابراهيم ع له دوى سره په خورجين کې راوړې لږه خرما او اوبه هم پرېښودلې دامهال حضرت اسمعيل تى خوره کوچنى  و،کله چې حضرت ابراهيم ع بېرته لاړ او دهاجرې اوبه ختمې شوې نو وارخطاشوه چې تنده هغه اودهغې تنکى زوى له منځه يونسي،نو  دصفا لوړې غونډۍ ته په دې هيله وختله چې که کوم انسان وګوري او اوبه ترې وغواړي خوهلته څوک نه و وروسته يې په شېله (خوړ)کې منډه کړه  اودمروې لوړې ته وختله چې که څوک ومومي او مرسته ترې وغواړي  خوهلته هم څوک نه و ،دې  تلولۍ بي بي اوه ځله دصفا اومروه ترمنځ منډه وکړه،او زوى يې هلته لرې داوسنۍ کعبې په څومترۍ کې چې هغه مهال دکعبې نښه هم نه وه، پروت و  په اوم ځل چې دمروې په لور ولاړه نويوغږ يې ترغوږ شو راغلله ګوري چې  يوه پرښته خپل وزر پرځمکه وهي چې له همدې ځايه اوبه راوځي لومړى يې له دې الهي ډالۍ څخه دحضرت اسمعيل تنده خړوبه کړه اوبيايې پخپله وڅښلې.

څه موده وروسته جرهم قبيله له يمن څخه راغلله اودلته مېشت شوه،حضرت اسمعيل ع دهمدې قبيلې له يوې انجلۍ سره واده وکړ او دزمزم پالنه دحضرت اسمعيل ع اولاد کوله.وروسته دا خدمت د جرهم قبيلې کاوه،خو دوخت په تېرېدلو خلکودزمزم سم خدمت نه کاوه، اوداکوهى وچ شو په دې منځ کې سلګونوکاله تېرشول، دزمزم کوهى هم له خلکوهېر شو ،يوځل د حضرت رسول اکر ص نيکه عبدالمطلب خوب وينې يوڅوک ورته په خوب کې همداځاى ښيي چې ويې کني ياژور يې کړي،سباچې خلک دهغه په امر داځاى  ژوروي نو دزمزم نښې ورڅخه څرګنديږي، خوچې نور يې هم ژوروي نو اوبه راوځي او زمزم بېرته فعالېږي، عبدالمطلب ټولو خلکوته ددې اوبو دکارولو اعلان کوي، خوساتنه يې پرخپله غاړه اخلي ،دهغه له وفات وروسته داکار دهغه زوى حضرت عباس کوي، دمکې له فتحې وروسته رسول الله ص هم داکار حضرت عباس ته وسپاره.

له زمزم کوهي څخه تر ١٣٧٣هـ س په سلواغو يابوکو اوبه راوېستل کېدلې ،په ١٣٧٣ او ١٩٥٣ز کې ورته ماشينونه او واټر پمپونه نصب او ذخيرې ورته جوړې شوې.

دحرم له وسعت سره د زمزم کوهى هم په مطاف کې راغى خو چارواکيو تر مطاف لاندې ورته ځاى جوړ کړ اوس طواف کوونکي نه پوهېږي چې دزمزم کوهي ددوى تر پښو لاندې دى.

زمزم دحاجيانولپاره آب حيات دى ،دسعودي په تودوخه کې چې طواف وکړل شي ،اوستړيا وي ،خوله روانه وي نو يخ زمزم ددنياله هرډول مشروب څخه ډېر خوندکوي ،ماته خويې آن اب کوثر رايادول ،دومره به مې وڅښل چې څومره به مې په خېټه کې ځايېدل، دا دزمزم ښه خاصيت دى چې څومره وڅښې خېټه نه پړسوي، ځانګړى خوندلري ډېرې خوږې لګېږي، او دنورو اوبوپه   څېر ژر انساني حاجت ته اړتيانه پېښېږي زمزم هم تنده خړوبوي اوهم لوږه اشباع کوي.

ماډېر زيات څښل اوډېر خونديې راکاوه،يواځې په حرم کې نه ،بلکې څوله زمزموډک بوتلونه مې خپلې خونې ته هم وړې وې . هلته مې هم زمزم څښل يوځل مې دوه بوشکې خونې ته وېوړې، او هلته مې پرې ښه ولمبل. ساينس پوهان وايي  په ښو او روغتيايي اوبو کې چې کوم مواد په کار وي هغه ټول په زمزم کې شته دي ، سعودي چارواکيودزمزمودسړولولپاره ځانګړي اوماډرن ګامونه اخستي دي، اتلس کاله پخوا به يې دااوبه په يخ يخولې خو اوس يې ډېر مجهز،پلانټونه (سړې خونې)ورته جوړې کړې دي، داسړې خونې ډېرې بريالۍ او دومره ځواکمنې دي چې شپږ اوه ميليونه حاجيانولپاره پرېمانه اوبه سړولى او ددوى تنده ماتولى شي.

دحرم دننه،مطاف ، بهرسالون ، لومړى پوړ دوهم پوړ اودريم پوړ په هر ځاى کې دزمزمونلونه په ځانګړي مهارت چې نه ليدل کېږي غځېدلي اوزمزم پريمانه موندل کېږي.

د زمزمو ستر ستر پايپونه دابوجهل  دتشنابونو خواته وېستل شوي دي چې حاجيان هملته خپلې بوشکې ډکوي موږ هم په نيمه شپه کې چې بيروبار نسبتاً کم وو په همدې ځاى کې خپلې بوشکې ډکې کړې.

ځينې خلک د پيسوپه مقابل کې هم نوروته بوشکې ډکوي ،په دې ځاې کې له لويوپايپونوکوچني پايپونه بېل شوي اوپه يوه وخت کې دوه درې سوه کسه ترې بوشکې ډکولى شي.

سعودي حکومت آن تر پنځوکيلو متروپورې دزمزم نلونه غځولي او آن غونډ يو او غرونوته يې خېژولي دي.

خو  زمزموخپله سپېڅلتيا او پاکي وساتله غرونو ته وختلې خوزور واکيو او خداى ګوټوته يې سرټيټ نکړ.

زمزم نه غوښتل چې دسعودي پاچايان اوشهزادګان پرې خپل ګناهونه ووينځي نو ضديې وکړ هغه شاهي محل ته ونه ختلې چې سعودي پاچايانودځان،خپلوکورنيو اونوروهېوادونو زور واکيو اوپاچايانو ته جوړ کړي دي دا شاهي محل له حرم سره نښتى باب الصفاخواته جوړ شوى دى،واکمنو ډېره هڅه وکړه چې دې محل ته زمزم وخېژوي ،ډېر قوي تکنالوژي يې وکاروله خو زمزم ور ونه ختل په داسې حال کې چې له دې محل څخه ډېرولوړو غونډيو،غرونواولېرې ځايونوته ختلي دي،اوهلته ترې خلک ټانکرونه ډکوي.

سعودي چارواکيو داخدمت کړى دى چې په مدني حرم يانبوي مسجد کې هم خلکوته زمزم ورسوي اود مسجد په هره برخه کې د زمزموترموزونه ايښي وي.

دزمزم اوبه له دومره کارَونې سره سره هم نه کمېږي.

له زمزم څخه يواځې دڅښلولپاره ګټه اخستل کېږي  ، دنور استعمال لپاره دبئرداؤد (داؤد کوهى)په نوم بل ژور اولوى کوهى دى ، دناباوري  رواياتوله مخې داکوهى حضرت داؤد ع وېستى دى،داکوهى دملک فهد په نوم دروازې ترڅنګ وېستل شوى دى ډېر ځواکمن اوپياوړي واټرپمپونه پرې لګول شوي چې دټول حرم تشنابونو اود اوداسه ځايونوته يې اوبه ورکړي او دحرم صفايي هم پر همدې اوبوکېږي.

په دې کوهي کې ډول ډول کيميکل اودواګانې ګډوي چې روغتيا ته زيان ونه رسوي، دشاهد په وينا، دا اوبه هم  له زمانو راهيسې کمې شوې ندي.

دوروستيومعلوماتو له مخې، دزمزم کوهى اوس په يوساعت کې ٣٩٦٠٠ليتره اوبه ورکوي داکوهى ترځمکې لاندې څو سترګې لري تر مطاف لاندې دکوهي خوله ١،٥٦متره ،ژوروالى يې  ٣٠متره، په کوهي کې دولاړو اوبو حجم٤متره  او په بيخ کې دکوهي قطر ١٣متره  دى ترې دې چې يوه سترګه يې د اذان دځاى لاندې ده.

دکوهي قطر له ١،٤٦تر ٢،٦٦متره دى.

دزمزم کوهى له کعبې څخه ٢١متره لېرې دمقام ابراهيم خواته دى، اوس پر دې کوهي د ٨ ،٨٨متره مربع په مساحت  يوه ودانۍ جوړه شوې چې دمطاف لاندې ده اوله مسعى څخه ورته تر ځمکې لاندې لار ورغلې ده.

دزمزم لپاره له حرم څخه څو کيلومتره لېرې د کدَى په نوم سيمه کې په ١٤١٥هـ س د ١٥٠٠٠٠يوسل اوپنځوس زره ليتروپه ظرفيت  ذخيره جوړه شوې ده ،له همدې ځايه دمدينې منورې په شمول نورو سيموته په بوشکو اوټانکرو کې زمزم وړل کېږي.

دزمزم اوبه دډېروښکاره اوپټوناروغيو درملنه ده اوپرځمکه دالله له نعمتونو څخه ګڼل کېږي.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • کشته شدن یک تن از قوماندانان طالبان در وزیرستان شمالی
    • توافق قریب‌الوقوع واشنگتن و بغداد برای تاسیس پایگاه نظامی در عراق
    • قوماندان کندک اول پولیس ملی ولایت هلمند از یک حمله انتحاری جان سالم بدر برد
    • در سیلاب های اخیر چین بیش از ۱۰۰ نفر کشته شده اند
    • سياسي ګوندونونه د ائتلافونو په درشل کې
    • کشته و زخمی شدن ۲۰ نفر در نتیجهٔ حمله انتحاری در مقابل ریاست امنیت ملی ولایت فراه
    • افشاگر اطلاعات محرمانه اردوی امریکا به ۳۵ سال زندان محکوم شد
    • خروج نیروهای سلواک از افغانستان
    • حامد کرزی با تیم های ملی فوتبال افغانستان و پاکستان دیدار کرد
    • آغاز جنگ پیاز در هندوستان