Posts | Comments | E-mail /

دخوست په ولايت کې دسيلابونو د راوتو له امله خلکو ته مالي اوځاني زيانونو رسيدلي دي

Posted by on Aug 3rd, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست –(واکمن) : دخوست ولايت په مرکز او ولسواليوکې دپرلپسې باران د اوريدو له امله سيلابونه راوتلي چې زياتو کورنيو ته يې مالي اوځآني زيانونه رسولي دي  دطبعي پېښو په وړاندې داضطرار دکمېټې هغه جلسه دپېښو او زيانونو دتثبيت په خاطر  دولايت مقام دغونډو په تالاره کې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ترمشرۍ لاندې جوړه شوه ،لومړى داضطرار دکميټې مسوولينو دمالي اوځاني زيانونوپه تړاو معلومات وړاندې کړل ،داضطرار دکمېټې غړو وويل چې په مرکز ،صبريو ،عليشيرو،تڼيو ،ګربزو او موسي خيلو ولسواليو کې دسيلابونو د راوتو له امله ترې دې مهاله دميرمنو او ماشومانو په ګډون١١کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى او د٩کسانو په شميره ژغورل شوي  او يوه ميرمن لاهم نادرکه ده  ،دوى جلسې ته دخپلو معلوماتو دوړاندې کولو پرمهال زياته کړه  چې دخوست په يادو اوځينو نورو ولسواليو کې ډيرې ځمکې ،کورونه ،دوکانونه  ،استنادي ديوالونه او حاصلات دسيلابونو درواتو له امله له منځ څخه تللي دي او ځينو ولسواليوته تللې لارې بندې شوې دي.

خوست امنيه قوماندان  مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وويل چې ملي پوليسو په ډيرو سيمو کې خلک له سيلابونو ژغورلي او ترخلکو پورې يې ځآنونه رسولي دي ،نوموړي وويل چمتو دي چې داضطرار دکمېټې سره خلکو ته دمرستو په رسيدو کې هراړخيزه همکاري وکړي.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دطبعي پېښو په وړاندې داضطرار کمېټې ته دنده وسپارله  چې په عاجله توګه زيانمنو کورنيو ته دمرستې او لاسنيوي په موخه رسيدګي وکړي او له خلکو سره دملي پوليسو  هغه همکاري او مرسته يې وستايله چې په مرکز او ولسواليو کې يې دسيلاب څخه زيات کسان ژغورلي او هڅې يې اوس هم دوام لري همدا راز يې ټولو امنيتي ارګانونو او ملکي اداروته لارښوونه وکړه چې له خلکو سره دژغورنې په موخه خپلې هڅې پراخې کړي.

  دطبعي پېښو په وړاندې داضطرار کمېټه موظفه شوه ،چې په منظمه توګه دخوست ولايت دګډې همغږۍ دنظامې مرکزله لارې  دخوست له مرکز او ولسواليو څخه د مالي اوځاني زيانونو دقيق ارقام راټول کړي ،هغه سيمې چې اوس هم ترخطر لاندي دي ،په ګوته کړي  اوهم دسيمه ييزو ادارو او امنيتي ارګانونو سره په پرلپسې توګه اړيکې وساتي ترڅو زيانمنو کورنيو ته عاجلې بيړنۍ مرستې ورسيږي.

له خلکو وغوښتل شول چې خوندي ځايونوته ځآن ورسوي او دپېښو ،زيانونو اود سيلابونو ترتهديد لانې کورنيو په تړاو معلومات په عاجله توګه له سيمه ييزو ادارو او امنيتي ارګانونو سره شريک کړي.

 خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي له مرکزي ادارو  او نړيوالو مرسته کوونکو وغوښتل چې  له زيانمنو کورنيو سره عاجلې مرستې وکړي ترڅو ترتهديد لاندې کسان او کورنۍ وژغورل شي.

ديادونې وړ ده چې دمالي اوځاني زيانونو ددقيق تثبيت په موخه داضطرار کمېټې ته دنده سپارل شوې ،چې دقيق ارقام  او معلومات راټول کړي  او دزيانونو کچه تثبيت کړي.

واکمن

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د افغانستان د کرکټ لوبډلې هند ته ماتې ورکړه
    • کشته شدن یک تن از قوماندانان طالبان در وزیرستان شمالی
    • توافق قریب‌الوقوع واشنگتن و بغداد برای تاسیس پایگاه نظامی در عراق
    • قوماندان کندک اول پولیس ملی ولایت هلمند از یک حمله انتحاری جان سالم بدر برد
    • در سیلاب های اخیر چین بیش از ۱۰۰ نفر کشته شده اند
    • سياسي ګوندونونه د ائتلافونو په درشل کې
    • کشته و زخمی شدن ۲۰ نفر در نتیجهٔ حمله انتحاری در مقابل ریاست امنیت ملی ولایت فراه
    • افشاگر اطلاعات محرمانه اردوی امریکا به ۳۵ سال زندان محکوم شد
    • خروج نیروهای سلواک از افغانستان
    • حامد کرزی با تیم های ملی فوتبال افغانستان و پاکستان دیدار کرد