Posts | Comments | E-mail /

د خوست والی د دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام

Posted by on Aug 3rd, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

داسد دمياشتې په ١١نېټه  دجمعې په مبارک ورځ  دروژې دمبارکې مياشتې په دې نيکمرغه او مبارکو تاريخي ورځو کې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دملي دفاع وزارت د٢٠٣تندر قول اردو دڅلورمې لوا دڅلورم کڼدک قوماندان ډګروال حاجي حليم شاه دلوګر په ولايت کې خپل ولس او خاورې ته دخدمت په لاره کې داسلام ،ولس ،سولې اوثبات ددښمنانو لخوا دځاى پرځاى شوي ماين په چاودنه کې  شهيد شو.

انا الله وانااليه راجعون

ډګروال حاجي حليم شاه دننګرهار ولايت اړوند درې نور ولسوالۍ په يوې متدينې ،روښنفکرې  او پيژندل شوې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې وې ، دخپل ټول عمر په اوږدو کې يې دهېواد جوړونې ،پرمختګ ،هوساينې ،ترقۍ ،ابادۍ ،امن ،سولې اوثبات دټينګښت لپاره مقدسې مبارزې وکړې او دافغانستان دمقدس جهاد پرمهال يې ددې هېواد دازادۍ اوخپلواکۍ   بيراغ اوچت وساتلو او دخپلې مقدسې مبارزې او اتلولۍ پرمټ يې دمجاهدينو ليکې اوسنګرونه پياوړي او بريالي وساتل ،همداشان شهيد حاجي حليم شاه دهېواد دازادۍ اوخپلواکۍ لپاره دترسره شوې مقدس مبارزې ترڅنګ  ددولت په چوکاټ کې خلکو ته دخدمت لپاره په بېلابېلو پوستونو او چوکيو هم کار وکړ اوس مهال يې دملي اردو په ليکو کې ديو اتل ،خدمتګار  ،وتلي او زړور قوماندان او صاحب منصب په توګه دنده ترسره کوله  اوملي بيراغ يې په اوږه ولس ته په خدمت بوخت وو چې داسلام ،ولس ،سولې اوثبات ددښمنانو لخوا په شهادت ورسيدو.دمرحوم ټول خدمتونه ،وياړونه او کارنامې به دافغانستان دولس په زړونو او دتاريخ په حافظه کې ژوندي وي او درناوى به يې کيږي.

زه دخوست ولايتي ادارې ،ولايتي شورا ،امنيتي ارګانونو بلکې ټولو ولسونو په استازيتوب داسلام ،ولس ،سولې اوثبات ددښمنانو دغه وحشيانه عمل په سختو ټکو سره غندم ،دلوى څښتن تعالى له سپيڅلي دربارڅخه ددغه ناوړه وحشيانه عمل عاملينو ته دسختې سزاء  ،دولس او خاورې شهيد اتل ته دفردوس جنت  ،کورنۍ ،سربازانو او دوستانوته يې دجميل صبر غوښتنه کوم ،خپل دژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب د ٢٠٣تندر قول اردو رهبرۍ ،دننګرهار ولسونو ،دشهيد کورنۍ ،دجهاد دوخت ملګرو مجاهدينو او ټولو دوستانوته وړاندې کوم .

په درناوي

عبدالجبآرنعيمي

دخوست والي

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د افغانستان د کرکټ لوبډلې هند ته ماتې ورکړه
    • کشته شدن یک تن از قوماندانان طالبان در وزیرستان شمالی
    • توافق قریب‌الوقوع واشنگتن و بغداد برای تاسیس پایگاه نظامی در عراق
    • قوماندان کندک اول پولیس ملی ولایت هلمند از یک حمله انتحاری جان سالم بدر برد
    • در سیلاب های اخیر چین بیش از ۱۰۰ نفر کشته شده اند
    • سياسي ګوندونونه د ائتلافونو په درشل کې
    • کشته و زخمی شدن ۲۰ نفر در نتیجهٔ حمله انتحاری در مقابل ریاست امنیت ملی ولایت فراه
    • افشاگر اطلاعات محرمانه اردوی امریکا به ۳۵ سال زندان محکوم شد
    • خروج نیروهای سلواک از افغانستان
    • حامد کرزی با تیم های ملی فوتبال افغانستان و پاکستان دیدار کرد