Posts | Comments | E-mail /

د كاكه ګۍ په نامه د ارزښتونو ابتذال

Posted by on Jul 31st, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

م، شفيقي

وړم ماښام د ايران سفارت د مباركې روژې په وياړ يو شمېر افغان ژورناليستانو او سياستوالو ته د روژه ماتي ميلمستيا كړې وه، دا د دوى معمول دى چې هر كال دغسې افطاري ميلمستياوې كوي، زه د ژورناليستانو په ډله كې وربلل شوى وم او د ايران د سفارت له  چارواكيو مننه كوم چې د يوه وياړلي دود په څېر هر كال د روژه ماتي دغسې اهتمام كوي.

له روژه ماتي او لمانځه وروسته چې د ډوډۍ ځاى ته لاړو، زه غير ارادي په  داسې ميز كيناستم چې دوه- درې تنه ژورناليستان، يو د جهاد مخكښه څېره او دوه تنه د ولسي جرګې يو پخوانى او يو اوسنى غړي هم كيناستل، مخامخ د ايران سفير هم د همدې ميز شاته ناست ؤ.

هغه په مهذبه لهجه مننه وكړه چې په روژه ماتي كې ورشريك يوو، همدغسې د سبزى له سوپ سره تشريفاتي خبرې وې، سفير يو ځل په نرمه لهجه وويل چې موږ خو د خداى په فضل له امريكا وژغورل شوو اشاره يې د رضاشاه رانسكوريدو او د اسلامي انقلاب بري ته وه.

خو افغانستان به څنګه شي؟ له دې پوښتنې ته ورته خبرې نه يې موخه د بحث اجنډا وه، خو د ښاغلي سفير خبره داسې تېره شوه لكه چا چې اوريدلې نه وي، لږ وروسته زموږ د ولسي جرګې برحال او پخواني، غړيو داسې خولې پرانيستې لكه د كلونو د ګپ شپ ياران چې په كوم بنډار كې سره يو ځاى شي. اكسپاير شوي وكيل په داسې لهجه خبرې كولې چې په الله سوګند په اوريدو يې موږ اوبه اوبه كېدو.

زموږ هغه مخكښ جهادي مشر، دوه درې نور ژورنالستان ټول هك پك يوو، د ولس پخوانى او اوسنى استازي لګيا دي د وزيرانو سوانح راسپړي، له ولسمشر سره د خپلو توندو مجلسونو رجزونه وايي: ورته ويل مې… وزير دې كافر دى!

د ايران سفير ماته مخامخ ناست دى، ما د هغه په تندي كې له ورايه دا احساسوله چې د مجلس له ابتذاله ناخوښ دى، له معمول سره سم به د هغه ډېره تمه دا وه چې د امريكا او «شيطان بزرګ» پر رټلو مجلس تود شي. خو برعكس په يوه سفارت كې د سفير په مخكې د بدبخته ولس د استازيتوب دعوه دارانو خپلې لمنې پر سر اړولې.

دريغه ځمكه چاودلې واى او موږ پكې ننوتي واى، د كوڅې د لويدليو ټوكو تكرار… دوولسم پاس وزيران مو ځكه پاس كړل چې كه رد شوي واى نهم پاس يې رالېږل او بيا د خندا عرعر…

يو وخت ياران وپوهېدل چې نور چوپ دي يوازې دوى لګيا دي يوه يې پر هماغه جلالي لهجه ما غږ وكړ، ته خو هېڅ پكې نه وايې!

زما چالاك انډيوال چې پر نزاكت ښه پوه شوى ؤ وويل:

دى يادښتونه اخلي  سبا ته به درسره ګوري!

ما همدومره وويل:

زه به څه ووايم خو له دغه ډول مجلس سره موافق نه يم. په ريښتيا زه د نورو په وړاندې د خپلو په رټلو د شرم څه چې د ذلت احساس كوم.

موږ له لرې او نږدې ډېرو بهرنيانو سره ليدلي دي، ما تر اوسه له هېڅ يوه څخه نه له كافر او نه مسلمان نه د خپل نظام او چارواكيو په باب په داسې بازاري لهجه سپكې سپورې نه دي اوريدلې، دا زموږ پر  ولس څه شوي دي؟

زه د حكومت دننه د فساد پرګند ښايي تر ډېرو زيات خبر وم، زه دغه نظام ته د نظام نوم اخيستل جفا بولم، خو د وكيلانو او  چارواكيو له خولې په پرديو سفارتونو كې د سفيرانو او بهرنيو دپلوماتانو په مخكې په خپلو پسې داسې سپكې سپورې تر جاسوسۍ سپك كار بولم.

ما له مجلس نه تر رخصتيدو وروسته د همدې مجلس يوه تن ته وهم ويل چې د دې او جاسوسۍ توپير ښايي يوازې همدغه وي چې جاسوس به پيسې او د خپل خدمت بيه اخلي، تاسو يې بې مزده كوئ.

افغان ولس به ولې نه بې توقيره كېږي؟ چې د نورو په وړاندې په پرديو سفارتونو كې وكيل په وزير او خپل ولسمشر ملنډې وهي، وكيل په وكيل پسې او وزير په وكيل پسې… په هغو پټو او خصوصي دغسې غونډو كې به څه څه ويل كېږي؟

هغه خو دي او غرور څه شو چې افغانان يې ادعا كوي؟

نن ځينې په ډېر پوچ انتقاد او سپورو كنځلو وياړي او دا د حق بيانول ګڼي، دا په يوه موډ بدل دى، دا د كاكه ګۍ نښه بلل كېږي، خو دې ته د چا پام نه دى چې په دې نامه زموږ ارزښتونه څومره په بې رحمۍ مسخه كېږي؟

تر ټولو لويه كاكه ګي، لوى شهامت او ريښتينى غرور د خپل ولس او هېواد پت ساتل دي، د هر مجلس بېل آداب وي، بېله ژبه وي، په بهرنيو سفارتونو كې د ولس د استازيو ژبه او لهجه د ژمي د جومات او يا د پېتاو له بنډار سره بايد توپير ولري. ته د كور ترخه حقايق د باندې نشې ويلاى، دا د افغانانو خصلت ؤ، زه خو په رسنيو كې د چارواكيو په مخكې پر نظام نيوكې جهاد بولم، خو همدغه خبرې كټ مټ د كوم سفير او دپلومات په مخكې تر جاسوسۍ او غلامۍ لوى ذلت ګڼم.

كه دغه بدمرغه جګړه، ناروا لاسوهنې او د برګې ډيموكراسۍ په نامه د بې پتۍ دغه څپه ماته نشي همدغسې روانه وي، پر افغان ولس به د ذلتونو تر دې هم تور دوران راځي.

2 Responses for “د كاكه ګۍ په نامه د ارزښتونو ابتذال”

  1. Vote -1 Vote +1منګل says:

    .شفیقی صاحب زموږ سلامونه او نیکی هیلی هم ومني، امید لرو چی جوړ او خوښ اوسی
    وایی چی یو چا اوښ پټ کړی وو نو د اوښ خوا کی ټیټ ټیټ روان وو.چی ځوک یی ونه وینی.
    محترما زه ستاسو سره پدی کی هم نظرهه یم چی د خپل هیواد شرم او عزت باید په ګډه سره وساتو او د یو افغان کمه سپکه باید بل بیګانه ته ونه کړو، خو دا افراد او اشخاص کوم که په دولت کی دی او یا په حکومت کی روښتیا هم اکسره سواد نه لری، په کار نه پوهیږی، او رشوت اخلی.نو ددی څخه به موږ څنګه شکایت نه کوو.
    ټوله نړۍ پر موږ خبره ده چی افغانستان یو باسد هیواد دی، په میډیا کی ټوله ورځ هم دا خبری وی چی د دی اداری په هکله کییږی او دا ټول څه که په پښتو هم نشر کیږی د نړۍ غوږونو ته رسیږی. نو که د کرزی د اداری او فاسدو اشخاصو په هکله څوک شکایت کوی دا هم په جاسوسی کی راځی ځکه چی میډیا خو ټول خارجیان اوری. نو پریږده
    چی هر څومره ددی اداری په هکله لیکنی وشی اوټولی نړۍ ته وښودل شی د دوی د اصلاح سبب ګرځی
    ایران خو هسی پر موږ ښه خبر دی څکه چی همد سفیر هره ورځ کرزی ته په خلتو خاتو ډالر ورکوی
    هیله ده چی خوا مو نه وی بده شوی.
    مننه
    منګل

  2. Vote -1 Vote +1امان الله عمر says:

    شفیقي صاحب
    سلامونه او نیکی هیلی ومنی
    که د چا سره د خپل هیواد پت په رښتیا د هغه په ضمیر کی نغښتي وی ، د یو پردی پر وړاندی داسی ناځوانی خبری نه کوی زما په اند په دی احساس وخت کی ستاسو ورتګ د ایران سفارت ته ښه کار نه دی او تاسو نورو ته دا روحیه وربخښي چی سبا ته به یو شمیر نورو پر هیواد مین لیکوان دیته تشویق کړای شی چی د ایران په شطانی جال کی ګیر پاتی شي
    که چیری په رښتیاه د هیواد پت او عزت درسره وی نو ټول هغه کسان چی په دی محفل کی سره راټول شوی وی افشا کړی تر څو افغانان خپل دښمن او دوست ښه وپیژنی
    که چیری تاسو د ځینو عواملو پر اثر نشی کولی چی د نوموړی محفل ټول جریان خپور کړی مهربانی وکړی په مستعار نوم ماته ټول جریان د ګران افغانستان له لاری ایمیل کړی او زما ایمیل د ګران افغانستان د مسولینو له لاری کولی شی تر لاسه کړی زه یی په خپل نوم د ګران افغانستان د ویبپاڼی له لاری نشروم دا به ستا لوی جفا وی چی د حقایقو څخه سترګی پټي کړی زه یو څه نا څه تاسو پیژنم

    امان الله عمر

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Archives by Tag

ا

Recent Entries

  • احتمال حملهٔ روسیه بر عربستان سعودی
  • کرزی: رهبران و قوماندانان طالبان با انجام جنایات شان نزد ملت مسلمان ما پاسخگو خواهند بود
  • د لکې تيږې د پل جوړولو په هکله دخوست ولايت مقام اعلاميه
  • د منګلو قوم د پخوانۍ شخړې د بشپړ هواري له امله ټول خوست ته مبارکي ورکړه
  • به احتمال بسیار قوی حملهٔ سوریه فردا یکشنبه صورت خواهد گرفت
  • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۳۳ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
  • د کندهار په ځانمرګي بريد کې ٣٠ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
  • لکه چې شل نه شوه
  • رحمت الله نبیل به حیث سر پرست امنیت ملی معرفی شد
  • آمدن عساکر تازه نفس کرویشیا به افغانستان