کابل:- دملي يووالي او بهرنيو اډو سره د مخالفت جبهي نن ورځ سهار لس بجي د يو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د قطر دفتر د پرانستلو او طالبانو ته د سياسي دفتر ورکولو څخه خپل ملاتړ او ننګه اعلان کړه مطبوعاتي کنفرانس د قران کريم په تلاوت پېل شو، او له تلاوت څخه وروسته د جبهي وياند ښاغلي احمد وحيد مژده صاحب له څخه د جبهې اعلاميه د رسنيو پر وړاندي ولوستل شوه.
د رسنيو له خوا د جبهي مشران له ګڼو سوالونو سره دهيواد د روانو حالاتو په اړه مخ شول، چي د جبهي د اجرائيه شورا غړې محترم حاجي احمد فريد له خوا څخه ورته جوابونه وويل شول.
عمومې سوالونه په شمال کې د سلاح د وېښ، د قطر دفتر د بنديدو په اړه د دولت له خوا د حکومت هڅې، د مذاکراتو او انتخاباتو په اړه سوالونه د رسنيو له خوا وشول او د جبهې له خوا ځوابونه ورکول شول
په مطبوعاتي کنفرانس کې د جبهي مشر انجنير احمد شاه احمدزی، د اجرائيه شورو غړو، حاجي احمد فريد، احمد وحيد مژده، استاد علام الدين اثير، استاد ذره، نظرمحمد مطمئن، تورن محمد هاشم خان او نورو ګڼو سياسي او علمي څيرو پکې ګډون کړی وو.
مطبوعاتي کنفرانس چې ډيرو رسنيو پکې شرکت کړی وو په ۱۰:۴۵ سهار پای ته ورسيد