Posts | Comments | E-mail /

د ثور اوومه او اتمه چا زموږ د ملت قربانۍ په سيند لاهو كړې؟

Posted by on Apr 29th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

له څو ورځو راهيسې مې فکر کاوه چې د ثور په اوومه او اتمه څه وليکم، خو داسې یو مناسب عنوان مې ذهن ته رانه غی، چې هغه مظالم چې د ثو د اوومې تر شا پراته و تمثیل کړای شي او له هغو توطیو نه پرده پورته کړای شي چې د ثور د اوومې د لوبغاړو له خوا طرح شوې دي.
کله چې وایو د ثور اوومه، باید داسې ونه ګڼو چې د شوروي قواوې د آمو سیند هغې خوا ته ولاړې وې او یو دم یې راټوپ کړل او افغانستان ته را دننه شوې، دا اوږده خبره ده او ريښه یې د پتر زمانې ته رسیږي؛ وروستنیو هم همغه د پتر لار تعقيب کړه لکه علامه اقبال چې وايي:
کشمکش بر سر هند است، تودر،درګه آن
این سخن توصیه از پتر به لینن باقیست
همدا علت و چې په ۱۹۱۷ کې چې د تزاریانو لړۍ په روسیه کې د ولسي پاڅونونو به پایله کې پای ته ورسېده او لینن چې د تزار نیکولای له ويرې اروپا ته تښتیدلي و د جرمني په اورګاډي کې تر سرحده را ورسول شو او د روسيې خاورې ته دننه شو، خو داچې د تزار په وړاندې قیام کوونکو قیادت نه درلود، لینن په ډېره آسانه خلک پرځان راټول کړل او له هغه ولسي پاڅون نه یې په خپله ګټه کار واخیست چې وورسته په غلطه دا خبره مشهوره شوه چې بلشويکانو (لينن او ملګري یې) د تزار پر وړاندې قیام وکړ، خو حقیقت دا نه ؤ، په هر حال بلشويکانو هم هممغه بهرنۍ تګلاره ونیوله چې تزاریانو یې اساس ايښی و او دا سیاست د پخواني شوروي تر سقوط پورې روان و(۱۹۸۹).
د ثور اوومه لکه چې ټول افغان ولس وليدل د ټولو هغو بدبختیو پیلامه شوه چې دا دی تر اوسه پورې روانې دي، که روسانو د خپلو بړيڅو په واسطه د ۱۳۵۷ کودتا ثمر ته نه واي رسولې او بیا په ۱۳۵۸ کې یې خپلې قواوې افغانستان ته نه وای راوستې تر یو نیم ميلیون زیات مسلمانان یې په افغانستان کې نه وای شهیدان کړي او په لکونو او ميلینونو یې هجرت ته نه وای اړ کړي، نن به ولې امریکا او ناټو دا چانس ترلاسه کولای چې د ترهګرې د ټکونې په پلمه افغانستان ته راشي او نه یواځې په افغانستان، بلکې په ټوله سیمه او ټوله آسیا کې خپل استعماري اهداف تعقیب کړي او په افغانستان کې د اوږد مهاله شتون له پاره به یې ولې اوس پر افغان دولت فشار راوړلای چې امنیتي تړون ورسره لاسليک کړي، یعنې له ۱۳۵۷ تر اوسه چې پر افغانستان کومه بده ورځ را روانه ده او ښايي تر نامعلومې راتلونکې پورې هم ادامه و مومي، دوی ټولو بدمرغیو تاداو ايښوونکي د ثور کودتا چیان دي چې تر شا یې روسان وو، نن همدغه د ثور اوومې کودتا چیان د ناټو ډول ته څڼې غورځوي.
د ثور اتمه (۱۳۷۱) بې له شکه د جهاد او مجاهدينو د بري ورځ ګڼل کیږي، خو یوې نړیوالې او سیمه ایزې توطیې مجاهدين پرېنښودل چې د خپل جهاد ثمر راټول کړي؛ ځکه یوې خاصې ډلې د خلق دموکراتيک ګوند له یوې شاخې سره ائتلاف وکړ او ځان یې پرې د کابل ارګ ته ورساوه. د حضرت حافظ په وینا:
میان ما و زاهد اين قدر فرق است در ظاهر
که او در خانه و من بر بازار می رقصم
د خلق دموکراتيک ګوند کودتاچیان خو یواځې د روسانو په رکاب کې ځغليدل، خو دوی هم له روسانو سره اوربندونه وکړل، هم یې د خلق له موکراتيک ګوند له بدنامو څېرو سره ائتلاف وکړ او هم یې له امریکايانو نه د امريکایانو پر خپل شهادت پیسې واخيستې، جهاد او د جهاد ټولې لاسته راوړنې یې پرې وپلورلې، د ملت د وژنو قرادادونه یې ورسره لاسلیک کړل او اوس تر ټولو زیات همدوی په افغانستان کې د امريکا له اوږد مهاله شتو سره د توافق له پاره ستوني شلوي او له آی اس آی سره هم پټې معاملې پر مخ بیايي. لنډه دا چې چيرته هم کوم هېواد غواړي په افغانستان کې خپلې ګټې ولټوي، دوی ورسره هر ډول معاملې ته تیار دي، نه د هېواد ګټې ورته مهمې دي، نه ځمکنۍ بشړتیا او نه ارزښتونه او نه هم نور.
عجیبه داده چې چیرته هم د جهاد خبره شي، تر ټولو دمخه همدوی خوله کږه کښېږدي چې مجاهديڼ موږ یو، مقاومت کوونکي موږ یواو د افغانستان اصلي وارثین یعنې موږ؛ خو پوښتنه داده چې کوم جهاد؟، چیرته؟ او کله؟
که له روسانو سره د جهاد په متن کې اوربند کول، له سی آی اې سره معاملې کول او له نورو استخباراتي کړیو سره اړيکې ټینګول جهاد وي، خو بې له شکه همدوی د جهاد وارثین هم دي، او د افغانستان وارثین هم او که دا خبرې ټولې د جهاد پر ضد اقدامات وي، بیا خو نو شرم دی چې دغه ډول کسان د جهاد ادعا وکړي، که جهاد د غصب، چور تالان نوم وي بیا خو همدوی مجاهدين دي، او که نه جهاد د کلمة الله د اعلا نوم وي، نو دوی خو بیا په خپلو ائتلافونو او معاملو د دی کار مخه ونیوله، بې له شکه د ثور اتمه د همدوی کارنامه ده، البته هغو کسانو چې دوی ته ورته هلې ځلې وکړي له دوی سره ډېر تفاوت نه لري، که تفاوت وي، نو د نولسو او شلو تفاوت به وي.
البته زه بیا وایم د شوروي په ماتې سره(۱۹۸۹) او د کمونستانو په له واکه لويدو سره (۱۹۹۲) بې له شکه افغان مؤمن او مجاهد ولس بریالی شو، ملت خپل امتحان ورکړ، او د کایناتو ستر رب زموږ ملت په دغه ستر ازمېښت کې بریالی راویوست؛ خو په ډېره خواشينی سره چې یو څو معامله ګرو زموږ د ملت ټولې لاسته راوړنې پر سیند لاهو کړې. که چېرې دغو معامله ګرو، معاملې نه وای کړې، او پريښي یې وای چې زموږ قهرمان مجاهدين فاتحانه کابل او نور ښارونو ته رادننه شي بې له شکه به نن زموږ د هېواد برخليک دا نه وای چې روس ولاړ او امریکه راغله، بې له شکه به موږ د پاکستان او ایران تر تهديدونو لاندې شپې نه سبا کولای، دغو داوړو حریصو ګاونډیانو به هره ورځ زموږ د خاورې د یوې برخې د لاندې کولو خوبونه نه لیدلای.
هو، زموږ جهاد کامیاب شو؛ خو معامله ګرو د جهاد ثمر تالا و ترغۍ کړ.
زه دا منم لکه څرنګه مې چې د مخه ورته اشاره وکړه چې نړیوالې او سیمه يیزې توطیې نه پرېښوول چې مجاهدين یو اسلامي نظام جوړ کړي، خو د هغوی توطیې هم د همدغو معامله ګرو ډلو په لاسو عملي شوې.
افغان جهاد بې له شکه یو ستر او مقدس جهاد و، دا هسې وړیا خبره نه وه چې د پاکستان د هغه مهال ولسمشر جنرال ضیاءالحق دا جهاد د شلمې پېړئ معجزه وبلله، د دې جهاد پر عظمت ټول جهان اعتراف وکړ، دی جهاد د نړۍ نقشه بدله کړه، پخوانی شوروی ددې جهاد عظمت ته په ګونډو شو او په پنځلسو برخو وويشل شو، دا د مرکزي آسیا هیوادونه، سپينه روسیه، اوکراین، بالتیک جمهوریتونه، د همدې جهاد له برکته آزادۍ ته ورسيدل د ختیزې اروپا هېوادونه د همدې جهاد له برکته آزاد شول، د برلين دیوال د همدې جهاد له برکته و نړيد او دې ته ورته نورې پيښې؛ خو زه دلته دوه خبرې کوم:
هغه څوک چې د افغان جهاد پر تقدس او عظمت شک کوي، پر یوه لوی او د لمر په څېر ښکاره حقیقت سترګې پټوي.
هغه کسان چې د افغان جهاد پر ضد په بهرنیو توطیو کې شریک شول او اوس ځانونه د جهاد تر مقدس څادر لاندې پټوي، هغوی هم د یوه لوی ظلم مرتکب کیږي، زموږ د جهاد تقدس او زموږ د مجاهد ولس اتلولۍ پر خپل ځای د درناوی وړ او هغه کسان چې د جهاد له ليکونه را جلا او له بهر نیو توطیو سره ملګري شول پر خپل ځای د غندنې وړ دي، دوی دې هيڅکله هم د جهاد سپین څادر پر خپلو تورو مخونونه را خپروي.
همدارنګه هغه کمونستان چې د هېواد د روان ناورين پړه او د څه له پاسه یو نیم ميلیون شهیدانو خون یې پرغاړه دی، هغوی ځان پردې نه شي تبرئه کولای چې هغو څو کسو مجاهد نما کسانو دا وکړل یا یې هغه وکړل، دوی د تاریخ په وړاندې محکوم دی، خو دا چې یو نظام را منځته نه شو چې له دوی سره یې د دوی د خیانتونو محاسبه کړې واي دا نو بیا جلا خبره ده….
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree