Posts | Comments | E-mail /

په تیرو ۱۲کالو کې د پښتنو د تباهۍ دنده د چا وه؟

Posted by on Apr 28th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 صمد افغان

په کال ۲۰۰۱ کې کله ، چې د طالبانو رژيم پای ته ورسېد، په جرمني کې د افغانستان په اړه په جوړ شوي نړیوال کانفرانس کې حامدکرزی د موقتې ادارې مشرد همدې  کال د ډيسمبر مياشتې په ۲۲مه نېټه اعلان شو، چې د شپږو مياشتو لپاره يې د موقتې ادارې مشري ترسره کړي، له هغه وروسته په کال ۲۰۰۲ کې لوی جرګې پرېکړه وکړه، چې ښاغلی کرزی دې د راتلونکو ۲ کالونو لپاره مشري په انتقالي ډول په غاړه واخلي، او کله چې په کال  ۲۰۰۴ کې ولسمشريزې ټاکنې وشوې، نو ښاغلی کرزی د هېواد د ۱۲ولسمشر په صفت ولسمشرۍ ماڼۍ ته لار وموندله، او په کال ۲۰۰۹ کې يې هم له درغليو ډکو ټاکنو کې د بريالۍ خوند په نصيب شو.
ولسمشر حامدکرزی په خټه پښتون او له ډېرې درنې او قدرمنې کورنۍ څخه دی، ولې د حامدکرزي بې کاره مديريت، په کابينه کې د پښتونو ضد اشخاصو ته ځای ورکول، له هغوئ څخه مطرحې څهرې جوړول، ورځ تر بلې پښتون ضد څهرو ته ارتقا ورکول، د همدوئ بې ځایه مشورې منل، او په هره برخه کې له پښتون ضد اشخاصو څخه سلاء مشورې اخيستل لامل شول، چې د اوسني ولسمشر حامدکرزي په ۱۲ کلنه دوره کې د پښتنو غرور، دبدبه، شلمه، ننګ او ګټلی زرين تاريخ مات شي، او لا هم د ماتېدو په حال کې دی، د کرزي په ۱۲کلنه دوره کې مخور قومي مشران، سیاسي رهبران، ملي تاجران، او قومي څټې د تروريستانو سره د اړيکو ساتلو، القاعده ورانکارې شبکې سره د همکارۍ، طالبانو تحریک سره د غمرازۍ، ګاونډي هېواد پاکستان او څو نورو هېوادونو سره د نږدې اړيکو د پاللو په تورونو تورن شول، د سياسي صحنو څخه بهر شول چې اوس یې څوک نوم په ښکاره نشي اخيستلی، دې مشرانو ته په ښکاره ډول د رسنيو له لارې د پرديو غلامانو خطاب همدې مشرانو او د دوئ تر تاثير لاندې سيمو ته بل لوی او سخت ګوزار و، بېځايه او پوچ مالومات نه يوازې ولسمشر کرزي ته بلکه نړيوالو ته هم ورکړل شوي و، ترڅو همداء مشران د بګرام او ګوانتانامو په شان محبسونو ته يوسي، همدوې مشرانو ته ډېرې داسې دوسيې جوړې شوې، چې د ختمېدو څرک يې لا تر اوسه نه تر سترګو کېږي.
د پښتون مظلوم ولس د سر سړي (لويې پکتيا، لویې ننګرهار، لوی کندهار او شمال) څخه له منځه یوړل شول، چې دا لړۍ اوس هم دوام لري، له منخه وړنه نه يوازې د شخص و بلکه د دوی شخصيتونه يې هم له منځه يوړل، د کرزي په مشرۍ د روانې ۱۲کلنې دورې له پيله چې پښتنو سره کوم ظلم او زیاتی وشو د افغانستان په تېر شوي پنځه زره کلن تاريخ کې له دې قوم سره ندی شوی، او هغه چارواکي چې د پښتنو په له منځه وړلو کې لاس درلود اوس هم د کرزي د حکومت مخکښ چارواکي دي، دوی اوس هم هڅه کوي، چې د پښتون ټبر بدنام کړي او يا يې په خپلو منځونو کې په جنګ اخته کړي، ترڅو دا قوم د جنګ له رنځ څخه بې رنځه نشي، قلم، کتاب او نوې عصري ټکنالوژۍ ته مخه نه کړي.
هغه څهرو چې د پښتونو په له منځه وړلو کې يې تر ټولو مخکښ رول لوبولی په لاندې ډول يې يو په يو تاسو قدرمنو لوستونکو ته وړاندې کوم، که کوم څوک راڅخه پدې ليکنه کې پاتې شو،په راتلونکو ليکنو کې به ځای ورکړم، خو قسم په لوی ذات(ج) چې حقيقت به ټولو افغانانو ته رسوم.
1.      عارف سروري: د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست پخوانی رئیس سروی د حامدکرزي حکمرانۍ کې د پښتنو لومړنۍ ضد څهره وه، چې نه يوازې خپله بلکه نړيوالو ته به یې هم د باغروره قوم مشرانو په اړه د حقيقت څخه لیرې او بېځایه معلومات ورکول، ترڅو د نړيوالو له طریقو څخه هم دا مشران وځپل شي او په ټولنه کې د شته غرور څخه خلاص شي، سروري په خپله زيات شمېر قومي مشران، او سياسي رهبران تر ډېره بريده خپله شکنجه کړي، دوسيې ورته جوړې کړي او په ټولنه کې بدنامه کړي، د سروري رياست په دوران کې به چې کوم پښتون د ګاونډي هېواد پاکستان څخه تحصيلي اسناد راوړل هغه به يې ځاپه او کوښښ به يې دا و، چې اړونده ادارې داسې اسناد تصديق نه کړي، ولې کله به چې د ګاونډي هېواد ايران او يا هم تاجکستان څخه تحصيلي اسناد راوړل کېدل دوی به په ورين تندي ومنل او کار به يې پروخت خلاصوه.
2.      امرالله صالح: د افغانستان ملي امنيت عمومي ریاست پخوانی رئیس صالح هم د پښتون ضد اشخاصو څخه و،  سروري په شان به یې د نړيوالو ترڅنګ ولسمشر حامدکرزي او په امنيت شوراء کې د چارواکو ذهنونه د پښتنو مشرانو په اړه خرابول، صالح هم د سروري په شان ډېر مشران او قومي څټې شکنجه کړي، بنديان کړي يې دي او ځیني وخت یې د ډېرو لویو مشرانو د خلاصون په سر پيسې اخیستې، صالح د طالبانو سقوط ترمخه د يو عادي ژباړن دنده درلوده، خو د کرزي حکومت په رامنځته کېدو سره يې د ښاغلي سره نږدې اړيکې جوړې کړي، ښاغلي ته به یې ځان ډېر وطندوسته، او پر افغانانو مين باله، خو د پردې ترشاه يې څه کول د ښاغلي کرزي سر پر نه خلاصېده او صالح به د همدې موقع څخه په ګټې اخیستنې سره دا مشران له منځه وړل، له بل طرف صالح د کاري دورې په جريان او يا هم اوسني څومره نړيوال سفرونه چې کوي، او س هم نوموړی د پښتون د له منځه وړلو لپاره پوره هڅې کوي، او کوښښ يې هم روان دی، چې جوړه شوې برنامه پلي کړي، د صالح او سروري کړنو پښتنو او پښتونو مشرانو په خلاف داسې څه وکړل، چې په تېر تاريخ کې ساری نه لري.
3.      بسم الله محمدي: پخوانی لوی درستيز، د کورنيو چارو پخوانی او د دفاع چارو اوسنی وزیر بسم الله محمدي د پښتنو سرسخته دښمن، د پښتنو د له منځه وړلو طرح منځنی لوبغاړی او د پښتون سره د کرکې او نفرت لومړی درجه شخص دی، چې همېشه يې د مشرۍ پر وخت د پښتنو څخه صلاحياتونه اخيستې، يا یې پر کور کښېنولي، او يا يې د پښتون جنرال صلاحيتونه پنجشيري جګړن ته ورکړي، د محمدي کاري دورې په جريان کې چې څومره بنسټيزې پروژې په پښتون مېشته ولاياتو کې د پلي کېدو په حال کې وی، ده يې مخه نيوله او پدې نوم يې ورته ساتونکي نه شي ورکول او ساتونکي يې په نورو ځايونوکې مصروف دي، او پر داسې ميکانيزم یې کار کړی، او هغه پښتنو ته ترجيح ورکوي چې ده ته څوکۍ سموي، بوټونه ورته پاکوي، او تر شاه يې ولاړ وي.
4.      مارشال محمدقسیم فهیم: پخوانی د دفاع وزیر او د ولسمشر لومړی مرستیال فهیم که څه هم د ټول افغانستان اتباعو ته ځان يو شان مسوول بولي او وایي چې نوموړي ته ټول اوسيدونکي يو شان دي، خو دی هم د پښتنو د له منځه وړلو د لوبی مخکښ لوبغاړی دی او د لوبی ترسره کېدا په موخه هم نه غواړي چې د پښتنو سره خواخوږي وښايي او يا هم د پښتنو د درد دوا شي، فهيم نه تر اوسه د پښتنو سره مرسته کړې او نه هم تراوسه د کوم پښتنو مېشته ولايت ته تللی، فهيم هم لکه د محمدي په شان هغه خرڅ شويو پښتنو ته ترجيح زياته ورکوي، چې دوی ته غوړه مالي کوي او څوک چې ورته غوړه مالي نه کوي غورځوي يې.
فهيم سره اوس هم لکه د فرعون قوم په شان خلک شته، چې فرعوني خاصيت لري، قومندان کمين يو له هغه اشخاصو څخه دی، چې دفهيم ترحمايت لاندې ژوند کوي، د ۲۰۱۲کال د اکټوبر په ۲۵ نېټه د محمد کمين په نامه د سيمه ييز پوليسو قومندان په بغلان کې د ملي اردو پر يوې قطعې بريد وکړ او درې تنه افسران يې ووژل، خو د دې پر ځای چې نوموړی ونيول شي او په سزا ورسول شي ، تر يوې مياشتې وروسته يې يوازې د برطرفۍ امر وشو چې دهغې په غبرګون کې هم نوموړي خپل افراد د مرکزي بغلان پر ولسوالۍ ورمارش کړل او له پوليسو سره په نښته کې يې دوه تنه نور پوليسان هم ووژل. د کمين په سزا رسولو کې فهيم مداخله کړې و او ويلي يې و (هيڅوک نه شي کولای چې کمين ته سزا ورکړي).
محمديوسف اعتبار د فهيم مرستيال دی، کله چې اعتبار د چارو د ادارې رئیس و، په کابل کې يې ډېرې رهايشي نمرې يوازې په خپلو اشخاصو توزيع کړي او يا يې هم خرڅې کړي، اعتبار په پښتون ميشته ولاياتو کې د جنګ، ناندريو، بې تعليمۍ، ګډوډيو او نورو ستونزو څخه خوند او لذت وړي، دا خبرې خپله اعتبار کړي او پر دې هر واراعتراف هم کوي.
5.      صادق مدبر: د چارو د ادارې او د وزیرانو شوراء د دارالانشاء رئیس مدبر د پښتنو د له منځه وړلو پروګرام د سرکښو څخه شمېرل کېږی، مدبر هم د فرعون خاصيت لرونکي اشخاص (حکيم شجاعي) لري، چې پښتانه پرې خوري او د تورو خاور لاندې کوي يې، د کندهار په ګاونډ ارزګان کې د سيمه ييزو پوليسو قومندان (حکيم شجاعي) د خپلو ملګرو په غچ کې چې طالبانو وژلي وو، ۱۷ تنه بېګناه کليوال ووژل. دا لومړی ځل نه و چې شجاعي بېګناه خلک وژل، بلکې د ده د قربانيانو تومار تر ۱۲۱ تنو رسېږي چې يوازې پنځلس تنه يې سنګسار کړي دي. نوموړي په خاص ارزګان او مالستان ولسواليو کې د لارې پر سر امنيتي پوستې جوړې کړې وې، چې دې پوستو له عامو خلکو باج اخېسته او د خلکو پر ناموس يې تېری کاوه. نوموړی تر عام وژنې وروسته له خپلو وسله والو سره په سرو سترګو له سيمې ووت او وروسته په ډېرې سپينې سترګۍ تر کابله هم راورسېد چې اوسمهال د مدبر په شخصي ميلمستون کې د ژوند شپې ورځې تېروي.
که د چارو د ادارې او د وزیرانو شوراء د دارالانشاء رياست څخه ليدنه وشي، تاسو به پکې د هزاره قوم څخه بغير کومه بله څهره ونه ګورئ د ساتونکي څخه تر مامور او سکرتر پورې ټول هزاره او د مدبر قومیان دي، مدبر ملي وحدت تر پښولاندې کړی او يوازې نشنليزم(قوم پرستې) يې شروع کړې ده، پدې اداره کې سکرتر تر معاون څخه زيات صلاحيت لري او هغه څه په اړه چې مدبر ډاډمن نشي ولسمشر ته یې نه وړاندې کوي، هغه وخت ولسمشر ته د امضاء لپاره څه وړاندې کېږي، چې د مدبر ګټې پکې خوندې وي، مدبر په هره اداره کې د شخصي ګټو د خوندي ساتلو په موخه ګوتې وهي، مدبر د دوهم مرستيال خليلی او محقق څخه جلاء بيل ګوند جوړ کړی او رهبري چارې يې پر مخ وړي.
د مدبر په شتون کې يوه ورځ هم ولسمشر پر ايران نيوکې ونکړې او نه يې وويل چې ايران د افغانستان او هغه افغانانو دښمن هېواد دی، چې اعدام کړي يې دي، د هېواد په کارونو کې مستقيماً مداخله کوي او پر اصيل فرهنګ یې يرغل شروع کړی، ايران د مدبر په لاس اوس هم په ارګ کې پر يو شمېر چارواکو پیسې ويشې ترڅو د ايران ګټو خلاف کومه پرېکړه په ارګ کې ترسره نشي، رسنۍ هم دوی تر سانسور لاندې راوستي او همېشه د همدوئ په ګټه خبرونه خپروي، مدبر هم د صالح په شان ولسمشر ته ځان ډېر نږدې کړی او ورته يې ويلی، چې دی پر افغانستان او پر ټولو افغانانو مئين دی، خو د ولسمشر حامدکرزي سر پدې پيچلې لوبه نه دی خلاص شوی همداء لامل دی، چې دوی د دې موقع څخه پوره ګټه پورته کوي.
6.      د فساد پر ضد د مبارزې عالي اداره: د فساد پر ضد دمبارزې عالي اداره يوازې پښتنو کدرونو د له منځه وړلو لپاره منځته راغلی، پر هېڅ شي سر نه ګرځوي او هم نه په کومې قضيې پسې ګرځي، خو هغه وخت مټې راونغاړي، چې د کوم پښتون پر خلاف يې اداره کې شکايت ثبت شي، کله چې پښتون پر ځان پوهېږي، دې ادارې بيا د رسنيو له لارې ټولې نړۍ ته مخ تورنی کړی وي، دا اداره هم د ولسمشر کرزي له لوري د فساد د له منځه وړو لپاره نه بلکه د پښتنو د له منځه وړو لپاره جوړه شوې ده.
7.      ډاکټر مخدوم رهين: په هندوستان کې هېواد کې پخوانی افغان سفير او د اطلاتو او کلتور اوسني وزیر بيا د پښتنو په سيمو کې اور ته لمن د رسنيو له لارې وهي، د پښتنو او افغانانو هغه هيله چې لدې وزارت څخه يې د اصيل فرهنګ د ساتنې، تاريخي عابداتو په ژوندي ساتلو، سولې او امن ته  دخلکو هڅولو په خاطر و، ټول خاورې ايرې شول، رهين رسنۍ يوازې ستمي ګټو د خوندي ساتلو په موخه خرڅوي، او د رسنيو له لارې پښتون مېشته ولاياتو کې اور ته لمن وهي، په هېواد کې له يو طرف څخه په ږيرور او بې ږيرې جنګ دی، بل طرف نه ښوونځي او کلينيکونه سوځول کېږي او تر څنګ يې رهين د نورو هېوادونو د ډرامو تقليد شروع کړی، چې دا چاره خپله فضاء خرابوي او نورو فرهنګونو ته موقع په لاس ورکوي، چې افغان اصيل فرهنګ کې ګوتې ووهي.
رهين په مرکز او ولایاتو کې ټولې اړونده څوکۍ نااهلو او يا هم هغه چا ته ورکړي چې د ده طرفداران وي او د ده د فکر سره سم کار کوي، که د ښاغلي رهين امريکا د اوسيدنې وخت مقالې ولوستل شي، حيران به شئ چې څنګه دی د اطلاعات او کلتور وزیر شو، د رهين زهرلرونکي تبليغات د هغه تبليغاتو څخه ډېر سخت دي چې مسلح مخالفين يې د کرزي د حکومت پر خلاف کوي، رهين ته معيار بل څه نه یوازې، وزارت، څوکۍ او ډالري معاشونه دي.
8.      ډاکټر زلمی رسول: د بهرنيو چارو اوسنی وزیر رسول که څه هم ځان محمدزی او پښتون بولي خو دا هم د پښتنو ضد څهره ده، دده په شتون کې په ايران کې زيات شمېر افغانان اعدام شول، بې شمېره په زندانونو کې پراته دي، خو څوک يې پوښتنه نه کوي، اعدام شوي ځوانان په لسګونو ورځې وروسته هېواد ته رالېږي، خو دی چوپه خوله ناست دی، نه خپله څه وايي او نه څوک پرېږدي، چې پر ايران تور پورې کړي، اخير ولې؟ آیا دا چا بېرولی چا ورته ګوت څنډنه کړې که چيرې داسې څه وکړې، په خير به ور څخه ساه وانخلې او که څنګه؟ ده هم په خپل وخت پر پښتنو تورونه پورې کړي او همداء لامل په ګوته کېږي، چې ولسمشر حامدکرزي د بهرنيو چارو وزارت په څوکۍ کښېنولی.
د رسول په شتون کې په پلازمينې کابل کې په شته ډيپلوماتيکو ځايونو کې افغانان توهين کېږي، تحقير کېږي او حتی د سفارتونو انګړونو څخه ويستل کېږي خو دی چوپه خوله ناست وي، رسول لا تراوسه په افغانستان کې د مېشتو قومونو په اړه هم پوره معلومات نه لري، چې څومره قومونه په رافغانستان کې ژون کوي او کومې ستونزې لري، چې د نړۍله نورو هېوادونو سره شريکې او د حل لار ورته وموندل شي. کله چې معمار کور جوړوي هغه پوهېږي، چې څه څه ته لومړی ضرورت دی او کله ديواله پورته شي او کله چت واچول شي، خو رسول په څه پوهېږي، د پوهې سطحه یې د يو معمار څخه کمه ده.
راځئ اوس قضاوت وکړو چې په تېرو ۱۲ کالونو کې له دې مظلوم ولس سره څومره ظلم شوی، څومره بدحالۍ پرې وزرې غوړولي، چې په تاريخ کې ساری نه لري، په هر کور کې کونډې يتيمان ژاړي خو قاتلين یې نه نيول کېږي، قاتلين يې يا د بسم الله محمدي له لوري او يا هم د صادق مدبر او خليلي له لوري حمايه کېږي او د ولسمشر له لوري يوازې يو تلويزيوني پيغام ورکولو سره هرڅه پای ومومي.
اوس هم زيات شمېر پښتانه په محبسونو کې د بند شپې ورځې تېروي، چې د سختو ناراو تورونو سره مخامخ دي، که پوښتنه وشي دوی پخپله او يا هم به وايي، چې د ولسمشر په هدايت داسې کار مو کړی، دا لوبه يوازې پدې خاطر په لار اچول شوې، چې څنګه د پښتنو آوازونه کښېنوي، څنګه يې غرور مات کاندي او څنګه يې شملور تاريخ بدنامه کړي.
د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د خوندي ساتنې او د نورو قومونو د عزت پالنې په خاطر بايد دا قوم سره متحد شي، د دې قوم بې وزله کورنۍ باید د اتحاد ټغر ته کښېنول شي، چې هم پکې د دوی او پکې د نورو قومونو عزت خوندي وساتل شي، ترڅو په راتلونکې کې داسې حالات جوړ کړو چې هر څوک ځان مسوون وبولي، نور بايد ونه غولېږو، د دې قوم ښېګڼو لپاره کار وکړو، دا زموږ د عزت اوخوشحالۍ لپاره بل چانس دی، دا فيصله بايد زمونږ د راتلونکي اميدونو او راتلونکی افغانستان ساتنې په موخه وي.
هغه څوک چې د نړيوالو سره روابط لري، هغوئ ته هم پکار ده، چې د ولس سره د مرستې په موخه هغه زنځيرونه مات کړي، چې د دوی د له منځه وړلو لپاره اوسمهال فعاليت کوي، وطن جوړولو لپاره لاسونه سره ورکړو، او د نړيوالو هغه مرستو څخه منندونکي شو، چې  په تېرو ۱۲ کالونو کې يې له موږ سره کړي، د خاورې ساتنې او ملي شتمنۍ په خوندي ساتنه کې هم د دې قوم رول اړين او ضروری دی، پښتانه بايد هغه چا سره خبرې وکړي چې بېرته پښتون غرور وساتي او د دې لپاره هڅې زياتې کړي.
يو کال وروسته ولسمشر حامدکرزی مجبوراً بايد د حکمرانۍ چارې بل ته وسپاري، خو د دې لپاره چې دا تور تاريخ له ځانه لري کړي، پکار ده، چې داسې اشخاصو څخه ځان خلاص کړي چې د پښتنو له منځه وړلو لپاره يې لاسونه سره يو کړي دي.
د يو متحد پښتون قوم په هیله.
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree