Posts | Comments | E-mail /

د میدان وردگو د دپولیسو دروزنیز مرکز څخه 600 تنه ساتنمنان اوساتونکی فارغ شول

Posted by on Apr 27th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:-په هغه غوډه کی چه دمیدان وردګوولایت په ښوونیزمرکی جوړه شوه لومړی دمیدان وردګوولایت امنیه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد (ځاځی ) نوی فارغ شوی
پولیسو ته وویل چه د نن نه وروسته ستاسو سترمسوولیت په غاړه شو اوبایدټولی کړنی مو د دندوپرمهال قانونی ،ُاخلاقی ، انسانی اومسلکی وی اود خلکو په چوپرړکی واوسي.
ښاغلی ځاځی زیاته کړه چه د پولیس په لیدو خلک باید دخوښی ، ارامی اوامنیت احساس وکړی نه داچه خلک دپولیسونه ځان لیری اود دولت اوملت ترمابین فاصله رامنځ ته شی اوداد پولیسو لومړنی دنده ده چه خللګ ځان ته نږدی کړی اودهغوی اعتماد په لاس راوړی.
وروسته سمونوال جلال الدین رګبار دمیدان وردګودښوونیزمرکزقوماندان په خپلو خبروکی وویل چه نوموړی مرکزته دهیواد دځوانانو جلب اوجذب په ښه توګه روان دی اوپدی مرکزکی پولیسوته د قانون په اړه پوهاوی دماین د خنثی کولو مسلکی زدکړی اوپه هررازسیموکی دعملیاتو ترسره کول تدریس کیږی .
دغونډی په پای کی په نوی فارغ شوی ساتنمنانو اوساتونکو فراغت لیکونه وویشل شوه
د یوبل خبرله مخی:د عامه ساتنې او امیتي تصدۍ معینیت له روزنیز مرکز څخه په ۲۴مه دوره کې ۱۷۸ تنه ښوونکي او مداومین وروسته له عملي او نظري زده کړوڅخه د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
په دې فارغانو کې ۱۶۲ تنه له ثابتو سایتونو څخه مداومین او ۱۶ تنه سیارښوونکیو شامل دي چې د څلورو اوونیو له پاره  د کورنې او بهرنې ښوونکیو له خوا روزل شوي دي.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د یاد رونیزمرکز په انګړ کې جوړه شوې وه د عامه ساتنې او امنیتی تصدۍ معینیت د عملیاتي چارو لوي ريیس پاسوال سید کمال سادات فارغ شویو مداومینوته د مبارکي په ویلو سره زیاته کړه: دعامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت ویاړ لري چې د ملي او بین المللي تأسیساتود ساتنې له پاره مسلکي او روزل شوي ساتونکي ګماري، نوموړی له ټول مداومینو څخه وغوښتل چې په خپلو دندو کې په ایمانداری او رښتنولی سره کار وکړي او د خپلو هېواد او هېوادوالو د خدمت په لاره کې له هیڅ راز هڅي څخه ډډه و نه کړي.
همدارنګه اوس مهال ۲۵۸ تنه ساتونکیو د ننګرهار، بغلان، بلخ او میدان وردکو ولایتونو د اکمالاتي قطارونو د بدرقي له قطعاتو څخه د عامه ساتنې او امنیتي تصدی معینیت په روزنیز مرکز کې په عملي او نظري زده کړو بوخت دي.
د یاد وړ ده چې دعامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت په روزنیز مرکز کې په ۲۴ دورو د ثابتو او سیارو سایتونو او د اکمالاتي قطارونو ۴۱۱۴ تنه ساتونکیو په ډیر پرمختللی معیارونو باندې له کورنې او بهرنې ښوونکیو له خوا روزل شوي دي.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries