Posts | Comments | E-mail /

كرنې ته پام اوړي!

Posted by on Feb 26th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

فريدون خوځون

افغانستان یو کرنیز هېواد دی، چې د خلکو ورځني عواید او ورځني لګښتونه له همدې کرنیزو چارو پوره کېږي. خو جګړې ځپلو کرنیزو ځمکو ته لا هم پوره پام نه دی شوی.

له یوولسو کلونو وروسته افغان حکومت اعلان کړی، چې کرنیزو ځمکو ته یې پاملرنه په لومړیتوب کې راوستې ده.

افغان چارواکي وایي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به په افغانستان کې کرنیزې ځمکې پراخه شي او له دریو کلونو راهیسې د کرنې د سکتور وده، د افغان حکومت د بودیجې په لومړیتوبونو کې شامله شوې ده.

د ماليې وزیر حضرت عمر زاخیلوال ويلي، چې د افغانستان د ملي پراختیایي ستراتيژۍ له مخې به په راتلونکو لسو کلونو کې د اوبو لرونکو کرنیزو ځمکو اندازه ۲.۳ ملیونه هکتارو ته لوړه شي. اوس مهال په افغانستان کې ۱.۵ ملیونه هکتاره دغه شان ځمکې موجودې دي.

عمر زاخیلوال وایي چې د اوبو د کانالونو د جوړولو په هدف یې کافي بودیجه ځانګړې کړې ده. نوموړی زیاتوي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به هغه ځمکې لاپسې پراخه شي چې ورته کافي اوبه رسېږي. د زاخېلوال په خبره، په سږني، راتلونکي او تېرکال په بودیجه کې بنسټیزو پروژو ته لومړيتوب ورکړل شوی دی. تر دغو پروژو وروسته د دوی دویم لومړیتوب د کرنې سکتور ته وده ورکول دي.

همدارنګه د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال ويلي، چې د المان په ګډون یې له یو شمېر هېوادونو سره داسې تړونونه لاسلیک کړي دي چې له مخې یې ‎د دې هېواد د کرنې سکتور د صنعتي کولو په بهیر کې مرسته کېږي.

د ښاغلي ارغندیوال په خبره افغان حکومت په دې برخه کې پر المان سربېره له کاناډا، جاپان، ایټالیا، هالند، برازیل او هند سره تړونونه لاسلیک کړي دي.

افغان دولت په داسې مهال د کرنیزې ستراتېژۍ خبره کوي، چې د واکمنۍ ایله یو کال یې نور پاتې دی.

ښايي حکومت له دې اعلان او له دې کاره خاص هدفونه ولري، په  داسې مهال کې چې د اوسني حکومت واکمني مخ په پای ته رسېدو ده، نړیوالې مرستې کمېږي، نړیوال له افغانستانه وځي، فساد په پراخه کچه شته، غصب روان دى او زورواکان په واک کې دي، څنګه کېدای شي دا هیله وشي، چې دغه ستراتيژي به پایله ورکړي.

په تېرو یوولسو کلونو کې د هېواد لپاره د بنسټیزو چارو هېڅ پلان نه و. ملياردونه ډالره راغلل؛ خو د همدې دولتي چارواکو له لوري او څه یې د بهرنیانو او د هغوی د قراردادیانو له لوري حیف و میل شول.

اوس چې نړیوال له افغانستانه وځي، ورسره یې مرستې هم کمېږی؛ نو څنګه به افغانستان وکولای شي چې د کرنې لپاره بندونه جوړ کړي.

افغانستان دمګړۍ ۵۷ مليارده متر مکعبه روانې اوبه لري، همدارنګه تر ۱۸ ملیارده متر مکعبه اوبه تر ځمکې لاندې لري؛ خو افغانستان يې يوازې له روانو اوبو څخه ۲۳ فيصده ګټه پورته کوي او نورې ټولې یې د بهرنیانو په واک کې پرېښې دي.

حکومت په تېرو یوولسو کلونو کې د کرنیزې ځمکې د پراختیا پر ځای اجازه ورکړه چې کرنیزې دولتي او شخصي ځمکې غصب شي.

یوازې په زرګونو هکتاره ځمکه د ننګرهار د کانال رياست غصب شوې، همدارنګه په هلمند، بغلان او د هېواد په ټولو ولایتونو او حتی په ټولو ولسوالیو کې دولتي او شخصي ځمکې غصب شوې دي.

که له یوې خوا مو کرنیز سیستم د ځمکو د غصبولو له لارې زیان ولید او زرګونه هکتاره ځمکې یې له لاسه ورکړې؛ نو له بل لوري له دې امله هم زیانمن شو، چې په کرنیزو ځمکو کې کورونه، ودانۍ او مارکېټونه جوړ شول.

همدارنګه ستر بندونه ونه تړل شول، د خړوب کولو نوې لارې چارې ونه لټول شوې، د کرنې د مېکانیزه کولو لپاره کار ونه شو، عصري او متمدنه وسایل د بزګرانو په واک کې ورنه کړل شول، اصلاح شوي تخمونه او نور ګټورې کېمياوي سرې او درمل بزګرانو ته ورنه کړل شول، د بزګرانو هڅول په ټپه ولاړ ول، له هغوی سره مرستې ونه شوې، توليداتو ته یې د انتقال زمينه برابره نه شوه، په کور دننه او بهر کې  ورته بازار موندنه ونه شوه، شنې او سړې خونې ورته جوړې نه شوې او په ټوله کې په تېرو یوولسو کلونو کې حکومت کرنیز سیستم ته تقریباً شا اړولې وه.

که څه هم چې یو څه لنډمهالي کارونه وشول، له ځینو سره په یوه فصل کې د سرې او تخم مرسته وشوه خو داسې مرسته نه ده شوې، چې د بزګرانو د درد دوا شي.

په تېرو یوولسو کلونو کې هر چا په خپل سر له پاکستانه داسې کېمياوي سرې، تخمونه او کرنیز درمل را وارد کړل، چې په افغانستان کې یې د حاصلاتو د ښه والي پر ځای ناروغۍ پیدا کړې، ستونزې یې ډېرې کړې او ناوړه بوټي یې له ځانه سره راوړل.

له همدې امله ده چې په تېرو یوولسو کلونو کې د بزګرانو په ژوند کې چندان بدلون نه دی راغلی، کوکنار نه دي ورک شوي او بېکاري په لوړه کچه خپل ټغر غوړولی دی.

د حکومت له لوري دا اعلان اوس هم د ستایلو وړ دی، خو خدای دې وکړي چې په رښتيني او مخلصانه ډول د كرنې د پرمختيا لپاره یې كار پیل کړی وی. همدارنګه حکومت ته په کار ده چې لوی بندونه وتړي، په کلیوالي سیمو کې د ویالو او سربندونو رغولو ته پام وکړي، د کرنې په ميکانیزه کولو کې جدي واوسي، اصلاح شوي تخمونه ووېشي، نوي بندونه وتړي، نهرونه او لویې ویالې وکني او د کرنې په برخه کې یو روښانه پلان او پاليسي غوره کړي، د کورنیو تولیداتو په پراختیا کې مرسته وکړي، بازار پیدا کړي او بهرنیو مارکېټونو ته یې صادر کړي.

که چېرې حکومت نه شي کولای په دې برخه کې روښانه پلان او ستراتيژي غوره او عملي کړي؛ حد اقل د ولسمشر داوود خان د پلان د کرنې برخه دې عملي کړي.

که حکومت د کرنې په برخه کې بنسټیزې پروژې عملي کړي؛ نو کورني عواید به لوړ، د بې کارۍ کچه به راښکته او د هېواد اقتصاد به مو په خپلو پښو د درېدلو خواته ګامونه واخلي. خو د دې ګام رښتينولي به یې هغه مهال په عمل کې څرګنده شي، چې لومړی د دولتي چارواکو له لوري غصب شوې ځمکې را وګرځول شي، په شنو او کرنیزو سیمو کې د  ودانیو له جوړېدو مخنیوی وشي، هېواد ته سم او با کیفیته کرنیز توکي او تخمونه را وارد شي او په  ټوله کې د بزګرانو ملاتړ وشي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • افشا گر اطلاعات محرمانهٔ اردوی امریکا تقاضای تغییر جنسیت کرد
    • طالبان پاکستان از پيشنهاد مذاکرات صلح با دولت این کشور استقبال کردند
    • باز داشت قوماندان امنیه ولایت نیمروز به اتهام قاچاق مواد مخدر
    • باميانو کې تښتول شوي بهرنيان راخوشي شول
    • دخوست ديني علماوو او مخورو مشرانو سوګند وکړ چې دقومي شخړو اومنازعاتو مخه به نيسي
    • حامد کرزی با خادم الحرمین الشریفین صحبت تیلفونی کرد
    • عبدالحۍ حبيبي لیسې ته د اته ويشت مليونه افغانيو په لګښت درې پوړيزه جوړه شوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه
    • حامد کرزی: کارت رای دهی بگیرید، رئیس جمهور و حکومت آینده را تعیین و مملکت تانرا مستحکم سازید
    • مسلميار: شیرزی او ولایتي اداره یې د غفلت په خوب ویده دي
    • د افغانستان د کرکټ لوبډلې هند ته ماتې ورکړه